گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عمران خان اود”جیل ته دتلو غورځنګ”دوه مخی سیاست !
عمران خان اود”جیل ته دتلو غورځنګ”دوه مخی سیاست !

عمران خان اود”جیل ته دتلو غورځنګ”دوه مخی سیاست !

له هغه ورځی چی دپاکستان پخوانی لومړی وزیرعمران خان د پاکستان استراتیژیکو نګهبانانویعنی پاکستانی پوځ اوجنرالانو دموخو پرخلاف داسی وانګیرله چی گنی هغه  چی دپاکستان داساسی قانون پربنسټ دوسله وال پوځ دمشراودهغه هیواد دپوځی استخباراتوISI دعمومی رئیس دټاکلوواک لری نوکولای شی دپاکستان پرعمومی سیاستونواواستراتیژۍ هم بشپړکنترول ولری نوځکه خود واک د اصلی اوتاریخی ساتونکی ځواک یعنی د پاکستان د پوځ په اشاره اوغوښتنه له واکه لیری او په پای کی دهغی قربانی شو

لکه څنګه چی خبریاست عمران خان چی یوازی د پاکستان هیواد د لوبو او په ځانګړی توګه دکرکټ  دډګر یو نامتو اتل بللی شی خو دا ځل یی د پاکستان د پوځ له لوری کله چی پوځ غوښتل د هیواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له دندی لیری کړی نو د هغه په وړاندی یی د عمران خان  او د طاهر القادری په مشری  د تحریک انصاف ګوند د منهاج القرآن غورځنګ مشران د سیاست ډګر ته را وړاندی کړلله کله نه چی عمران خان د پاکستان دځواکمن پوځ په مستقیم ملاتړ د یوی سیاسی انتخاباتی ډرامی په ترځ کی د هیواد د لومړی وزارت دنده په داسی حال کی ترلاسه کړه چی ګنی کولای شی د هغه هیواد د اساسی قانون یا آئین له مخی د پوځ لوی درستیز اوهمداشانی د پوځی استخباراتو ISI د مشرانو دټاکلواو ګمارلو واک هم لری نو د نوازشریف په څیرهغه هم د یوه  مصنوعی غرور ښکارشو او داسی یی وانګیرله چی ګواکی د ټول پاکستان اوداستراتیژیک ژوروالی دپالیسې د پرمخ بیولو کونجی یی هم ترلاسه کړی ده . خو کله چی عمران خان د پاکستان د اصلی ساتندویه ځواک پوځ او په ځانګړی توګه پوځی استخبارات ISI د اصلی موخو او اهدافو پر خلاف په ناپوهې سره ګامونه واخیستل نود پاکستان پًوځ او دهغه هیواد استبلشمینټ  establishment له نړی او دسیمی هیوادونو سره  د هغه نا لاسلیک شوی تړون له مخی چی ګنی نوربه د افغانستان خاوره اودافغانانو قضایا د تیرپه څیر یوازی او په ګوښې ځان نه تورړی بلکه دسیمی او دامریکا د متحدو ایالاتو په څیرلویو او ځواکمنو  هیوادونو سره په ګډه داړی ! هیڅوک نه پوهیږی چی ولی  عمران خان و نه کولای شول چی په سیمه او نړی کی د پاکستانی استبلشمینټ  establishment سیاسی دريځ ، موخی او هدفونه ؤپیژنی ؟ په داسی حال کی چی یو ساده څیړونکی هم کله چی د جهاد اورښتیانیو  مجاهدینو په وړاندی د پاکستان د پوځ او د پوځی استخباراتو ISI دریځ لیده نو دی پایلو ته ورسیدل چی پاکستان د جوړیدو له هم هغه لومړی ورځی چی په د هند په شرقی کمپنی کی د انګریز دیوه نامتو جنرال کوامی توم له لوری جوړشو د پاکستان استراتيژیک ژور والی د نورو هیوادونو په تیره بیا ددو ګاونډیو افغانستان او هندوستان په وړاندیی یی دکرکی او نفرت سیاست په لاره آچولی دی . په هر حال کله چی دعمران خان ملکی حکومت د پوځ په وسیله نسکور شو نو هغه خپله ګوته د امریکا پر لور په وکاروله چی ګنی په واشنګټن کی د پاکستان سفیر د پاکستان بهرنیوچارو وزارت ته د یوه لیک په ترځ کی خبرورکړی دی چی دوی دعمران خان په مشرې له حکومت سره ګډکارنه شی کولای !! خو لا ددغه شانی لیک په رالیږلو ناندرې روانی وی چی عمران خان د پاکستان د پوځ د وخت مشر جنرال قمر جاوید باجوه دحکومت دړنګولو د یوه قوی عامل په توګه معرفی کړ

لنډه داچی څه موده وروسته یی د انصاف د غورځنګ له ټولو خواخوږو او اعضاؤ څخه وغوښتل چی د هغه لخوا د « جیل بهرو غورځنګ » یعنی د« زندان ډک کړی غورځنګ !!» سره ملګری شی او په خپله ځانونه بندیان کړی ! کیدای شی ښاغلی خان به دا انګیرلی وی چی د پاکستان دحکومت اصلی ساتونکۍ ځواک یعنی « پاک پوځ » به وارخطأ اودهغوی شرطونوته په غاړه ایښودو به یی مجبور کړی خو دا چی عمران خان په پاکستان کی سیاست هم د کرکټ په څیر دلوبی ډګر بللی نو د پاکستان پوځ دتل په څیر له قضائی چاړی څخه استفاده کړی او خپل مخالفین یی په بی رحمی سره ځپلی دی نو داسلام آباد یوی محکمی پریکړه وکړه چی د پاکستان پخوانې لومړې وزیر عمران خان باید تر دریو ورځو پوری داسلام آباد محکمی ته د ځینو تورونو دسپینولو په موخه حاضرشی کنه نو بیا به یی په ضمانت دنه پریښودو د نیولو حکم جاری شی . خوکله چی عمران خان واوریدل نو محکمی ته له ورتګه یی انکار وکړ او د پاکستان ستری محکمی د هغه د نیول کیدو امروکړ چی په همدی موخه د اسلام آباد د پولیسو دوه دستې د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران دنیولو په خاطر لاهور او په ځانګړی توګه په زمان  پارک ته ورسیدل چی په رسیدویی داسی راپورونه هم خپاره شول چی د باطل شوی تحریک نفاذ شریعت  پاکستان TNSMیو پخوانی  له زندانه را خوشی شوی اقبال نومی چی ویل کیږی د مولانا صوفی محمد په مشری د تحریک نفاذ شریعت  پاکستان ویاند هم ؤ د عمران خان د ساتلو په موخه زمان پارک ته هلته د دپاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان اوسیږی له وړاندی رسیدلی دی .

هغه یعنی اقبال نومی کس چی پخوا د صوفی محمد په مشری د نفاذ شریعت محمدی یا TNSMویاند هم ؤ  په خپله ددی خبری وضاحت کوی چی ګنی هغه د هیڅ یوی د منع کړای شوی ډلی غړیتوب  نلری اویوازی د ۲۰۲۲ کال را پدی خوا  د عمران خان په مشری د PTI ګوند غړی دی او د عمران خان د قوماندی او فرمان د عملی کولو په موخه دلته یعنی زمان پارک ته راغلی دی . خو سیاسی بدلونونه او سیاسی وضعیت دا په ګوته کوی چی پخوانۍ لومړی وزیر عمران خان ځان او د تحریک انصاف ګوند یوشمیر غړی او مشران په داسی حال کی چی عمران خان ویل چی موږ په خپله د زندانونوتګ ته حاضریو نو اوس چی دهغه دنیولو لپاره دده استوګنځی له څلورو خواؤ قلعه بند کړی دی تر څو هغه کس چی له زندانه نه ډاریده و تل یی شعار داؤ چی « جیل بهرو … » اوس په خپله د هغه شعار چی د نورو د غولولو لپاره یی ورکاوه  پر خلاف نه پریږدی چی زندان ته ولاړشی او په دی لاره کی حاضر دی له دستماله ټوله قیصریه قربان کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا