گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په پاکستان کی پیداشویوافغان ماشومانو ته تابعیت ورکولای شی!
په پاکستان کی پیداشویوافغان ماشومانو ته تابعیت ورکولای شی!

په پاکستان کی پیداشویوافغان ماشومانو ته تابعیت ورکولای شی!

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان اعلان کړی چې د افغانستان او بنګله دېش هغو کډوالو ته چې دلته زیږېدلی د پاکستان شناختی کارډ او پاسپورټ ورکوی. نوموړی دا خبره د یکشبنې پر ورځ کراچۍ کې یوې غونډې ته وکړه د پاکستان حکومت رسماً لا په دې اړه څه نه دی ویلی، او دا هم لا روښانه نه ده چې عمران خان دا خبره یوازې د کراچۍ مېشتو کډوالو ماشومانو په اړه کړې او که د ټول پاکستان افغان کډوال ماشومان یادوی.عمران خان وویل، “دلته له بنګله دېش او افغانستانه خلک راغلی، د هغوی ماشومان دلته لوی شوی، هغوی ته پاسپورټ او شناختی کارډ نه ورکول کېږی، له همدې کبله دندې نه شی موندلی، که یې مومی هم د نورو پرتله نیمایی مزد ورکول کېږی، مثلا که نورو ته ۲۰ زره ورکول کېږی، دوی بېچاره ګانو ته ۱۰ زره ورکول کېږی،

له دې کبله دلته کراچۍ کې یو محروم قشر رامنځته کېږی، دا به د مجبورۍ له کبله د جرمونو لور ته ځی. دا چې زه د پاکستان کورنیو چارو وزیر هم یم، تاسې ته نن وایم، چې انشاالله له ستنېدو وروسته به لومړی کار دا کوم چې دا له بنګله دېش او افغانستانه راغلیو خلکو ته به چې ماشومان یې دلته لوی شوی، پاسپورټ او شناختی کارډ ورکړل شی”.عمران خان وویل، په پاکستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان او بنګله دېش ګڼ شمېر کډوال زیږېدلی، خو دوی لا هم د دې هېواد تابعیت نه لری.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا