گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » انسانان شته،انسانـیت نه شته پکې
انسانان شته،انسانـیت نه شته پکې

انسانان شته،انسانـیت نه شته پکې

دغـــه جــهـــان، د ظــلــم او زور جهان دی

د بــشــریــت پـه ویــنـــو، ســور جهان دی

دا، لــــه آدمـــــه، تـــــردې دمـــــه پـــــورې

په جنګ جـګـړو کې، سوی سکور جهان دی

انـسـانـان شـتـه، انـسـانـیـت نـه شـته پکې

قـــتـــل و قـــتـــال دی، د تـــرور جهان دی

امـپـراطـورۍ جـوړې شـوې؛ ورانـې شولې

دا بــشــریــت تــه، د پـــېـــغـــور جهان دی

داســلام پـاک سـپـیـڅـلـی، ښکلی دین هم

چـا زړه تـه کـوز نـه کـړ، مـنـفـور جهان دی

کـــفـــار لا څـــه؟ مــســلــمــانـان قــتـلـوی

تـرحـم هـیڅ نه شته، خـونـخـور جهان دی

د اقـــتـــصـــاد او د چــوکــیــو جــنـګ دی

د بــشــریــت دښـــمـــنـــو، تـــور جهان دی

زر، زور یې ډېر شول، اتـوم بـم یې جـوړکړ

پر امـریـکـا او روس، ســمــســور جهان دی

اوس غـواړی دا جـهـان، تـقـسـیم کړی سره

ځـکـه چـې: دا دوی تـه، د چـــور جهان دیلــه نــابـــبـــره مـــرګ نــه، ښــه خــبــر دی

پـاتـې کـــیـدونـکی، یـو مـشـهـور جهان دی

هـــرڅــوک خــالــی لاســونـه، ځی لـه دنیا

خو ډېر افـسوس! چې کر او کـور جهان دی

بس مال، چوکۍ غـوښتنې، ځان غـوښتنې

تــبـاه بــربــاد یې کــړو، نـسـکـور جهان دی

مـــلا کــــتـــاب ګـــوری، فـــتـــوا ورکـــوی

وایی چـې دا، پــه غــویی سـپـور جهان دی

غـویی جــنــګــیــږی، غــویی ښـخ دی پکې

دا د غــــویــانــو، شـــر او شــــور جهان دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا