د نن انسان
پــــه انـــسان بـــانــدې باور د انسان ورک شی
انسانیــت او انـــسان دواړه سپـــک الـــک شی
چـــــې د الله اکــــبــــر نـــــارې شروع کـــــړی
انســانان حـــلالـــــوی دا یـــــــې مسلــک شیانسانــــان د انـــسانـــانـــو قــصــابــــی کـــړی
سر او پښې یـــې لنـــډوی ، د تـــبـر شړک شی
چـــــې د الله اکـــبــر کــــلــــمــــه پـــــلـــوری
دا شیطان په شیـطـانت کې ، نـمـــبر یـک شی
د پسه په شان یـې سر له تــنــې پـــرې کـــړی
د انسان ، نرم زړګـــی ، لـــه کــاڼــی کـلـک شی
کوم انسان چې د شیطان خویونه خـــپل کړی
انسانانـو تـــه مـــرګــونــی ، نـــارنــجـــک شیمـــیلان ډېـــر شو انفـجـــار او انــتـحـــار تـــه
عـبـــادت او پــــه تــــقــوا ، د انسـان شک شی
د انسان په کـــرامـــت کــــې څـــه شک نشته
خو انسان چې بل انسان وژنی ، نو سپک شی
تـــور پنجـــاب د تـــرهـــګــرو کـــارخـــانه ده
تـــولیـــدات یـــې تــرهګــر او هم اورپک شی
انسان مــه وژنـــئ! شیــطان زمــوږ دښمن دی
له ملعون شیطان چـــې تښتی ، نو موږک شی
د اصــــلــی مــعــلــم لار ونــیــسه “مــعـلـمه”!
پـــه بـــاطــله لاره تــلـــونـکـی ، شبکورک شی
_____________________
۱ ـ نـارنـجـک: لاسـی بــــم، ګــرنــېــټ
۲ ـ شبکورک: ړوند، د شپې نه لیدونکی