گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » استخباراتی پیراوخرافاتی مریدان!
استخباراتی پیراوخرافاتی  مریدان!

استخباراتی پیراوخرافاتی مریدان!

د پاکستان استخبارات  د شراو فساد داسی  ریل ګاډۍ  دی چی د جوړیدو له هم هغه لومړیو شیبو د ګاونډیانو څخه د انتقام په خونړوسکروچلیده او اوس هم د عمق استراتیژیک تر نامه لاندی روان دی او چلیږی . ویل کیږی چی پاکستانی مالونه هغه   مهال چی د افغانستان دروازی د ختیځ اولویدیز په لور پرانیستی وی په افغانی خاوره کی په دیسی یا له کیفیت پرته مالونو شهرت درلود او دحکومت ځواک که څه هم دسطنت پرستنو ولاړؤ خو دسلطنت په ورستیو کالونو کی د هیواد دسرنوشت مرغلره په نسبی ډول د ؤلس پرمټو دریدلۍ  وه .خونړیوالواستخباراتو د پاکستان په اشاره زموږ دغه ګلالې خاوره په وینو ولړله . داسی چی افغانان یی په ډیره لږه بیه د سلطنت پرځای له ملی یووالی او ارزشونوڅخه د کرکی اونفرت ترسرحده ورسول اود وخت په تیریدو د انسانی ټولنود فطرت له مخی تیرله برم اومیړانی ډک ژوند یو جنون او په اوسنی مادی نړۍ کی لویه تیر وتنه ؤبلل شوه

لنډه داچی پر افغانستان د روسانو د ښکیلاک اود روسی سره پوځ دیرغل په مهال چی ګاونډیو هیوادونوپه ځانګړی توګه پاکستان ته افغانان ورکډه شوی ؤنودهغه هیواد استخباراتود افغانانو دتاریخی اتلیواوسرښندنوته په کتو له خرافاتو ډکه داسی فضأ رامینځ ته کړه چی آثاریی دافغانستان د تاریخ په وروستئ برخه کی له ورایه محسوسیږی . لکه څنګه چی ګورۍ په پاکستان کی له هم هغه سره یعنی د پاکستان له جوړیدو تر ننه چی د مذهب او تصؤف په نوم رامینځ ته شوی دی له سره استعماره پاکستان ته ورکډه شوی مجبور افغانان هم چی په خټه مسلمانان ؤ د همدغه لوبی په لومه کی ونښتل . په زرګونه افغان کډوال هم چی د روسانو د سره لښکر په پایلو کی د پاکستان ګاونډی هیواد ته ورکډه شوی ؤ سمد لاسه د مذهبی مدرسو په جوړو بوخت شول . چی په همدی ترځ کی یو پخوانی کډوال چی په خلیفه دین محمد مشهوردی او ویل کیږی چی نوموړی کوچی اود پکتیا ولایت دسید کرم اوسیدونکی دی چی د مهاجرت له هم هغه لومړنیو شپو او ورځو یی په پاکستانی استخباراتو ISI پوری تړلی د خلیفه سراج الدین حقانی په مشری حقانی شبکی سره اړیکی پیدا او په دی توګه یی په  پاکستان کی لویه آرګاه او بارګاه پیداکړه . خلیفه سراج الدین حقانی چی د طالبانو په امارت کی د کورنیو چارو وزارت پر مخ بیائی ددغه خلیفه له مریدانو ګڼل کیږی .نوځکه خو د غه استخباراتی خلیفه دیوی خطبی په ترځ کی کله چی د کډوالی د مهال کیسی په اوسنی عصر کی بیانوی نو وایی چی :ما بیان وکړ کوټی ته چی راغلو نو  یوه ملا راته وویل چی ستا خبره رښتیا ده زما وراره چی له ما پټ ټښتیدلۍ ده اوس یی اتم کال دی چی د هغی قبولی نه کیږی ! ولی وایی د قبولی لپاره وایی هلته شرط داده ، کوټی حکومتی دی ..مسافر خانی ..ته چی هلته ځی نو ځلی خو به داوایی چی العیاذ بالله چی زه د مسلمانانو را تښتیدلی یم او ما وژنی ځان به ورته کمونیستۍ کوی ! یوخوبه داوی . بل داده چی بیګاه ته کوټی ته جینکي در لیږی آزمویی دی چی ووایی چی دا رښتیا په څه بنیاد راغلی دی ؟ جینکی ته انکارنه شی کولای چی زه دا کار نه کوم یا ناروا ده !که دی انکار وکړ نو بیا وایی چی دا خو مسلمان دی هسی وایی چی زه دهغه نه راغلی یم . هلته دایډز په کارت باندی خلاصیږی چی څوګ د بد عملیو نه ډیر یو مرض پیداکیږی چی ایډز ورته وایی هغه کارت که د چاؤ نو هغه بیا عذر ویلی شی ښځی ته چی زما دايډز مرض دی ته هم رانه مریضه کیږی .ګنی دغسی یی نه پریږدی وایی هغه وراره می وایی چی زه داشیان نه کوم زما اتم کال دی چی اقامه می نه قبلیږی . وایی ددروغجن حافظه کمزوری ده خو دا دروغجن پیر صاحب حافظه خو دومره کمزوری ده چی خواره کی نه پوهیږی چی آیا له چا سره به پوښتنه پیداشی او که نه چی نو تا ۸ کاله پر کوم سند تیر کړی دی ؟ خلیفه صاب قربان دی شم ددین پر منبر ناست یی او ښکرور دروغ وایی !  

خوخلیفه صاحب دین محمد چی ځان شمس المشائخ او شیخ القرآن الحاج خلیفه بولی  یوازی پردی هم بسینه نه کوی بلکه غواړی ځان د افغانستان په کچه یوه د تصؤف مرجع معرفی کړی او داسی چی ګنی نور ټول شیوخ او دطریقت مراجع چی پخوایی د خلکو مالونه لوټل له مینځه تللی دی او دهغوی ټول مریدان له هغه سره تجدید بیعت کوی نو د خپلو خبرو په ترځ کی هغود مریدانو ټولی ته اشاره کوی چی په نڅا او رقص سره د ذکر مراتب تر سره کوی او دخلیفه په قول دوی پخوادحضرت صاحب مریدان ؤ.کتونکی اود چارو څيړونکی وایی چی افغانستان په یوویشتمه پیړۍ کی له بل هروخت زیات دخرافات اوهامو په استخباراتی جال کی غوټه شوی دی اوپکارداده چی ددغه شان پیرانواوجعلی استخباراتی ملایانو چی په مرموزه توګه یی پرافغانستان منګولی لګولی دی بربڼد اوافشأ کړای شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا