گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملا فضــــل الرحـــمن عٌرف مــــــلا ډیزل او د کابل دمنـــــزل پیــــــل !
ملا فضــــل الرحـــمن عٌرف مــــــلا ډیزل او د کابل دمنـــــزل پیــــــل !

ملا فضــــل الرحـــمن عٌرف مــــــلا ډیزل او د کابل دمنـــــزل پیــــــل !

لکه څنګه چی مو پخوا دپاکستانی رسنیو په حواله داسی خبر خپور کړی ؤ .وروسته له هغه  چی افغان طالبانو ونه کولای شول له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان  یا TTP   جنګیالی چی له طالبان سره د افغانانو په وړاندی د ګډی جګړی مخیزه لری له افغانستان خاوری څخه ؤباسی نو سم د لاسه یی د سیلاب څخه د مخنیوی په موخه یوه داسی ځګ ته لاس اوږد کړ چی هغه په خپله هم  د طالبانی فکر په درلودو څرګند شهرت لری .که څه هم دطالبانو سره مستقیمه اړیکه نلری خو په پاکستان کی چی په بنیاد ی توګه د اسلام په نوم جوړدیوی کرغیړنی او ماجراجویانه استراتیژې پر بنسټ رامینځ ته شوی دی نو د پاکستان د جمیعت العلمأی اسلام په نوم ډلی مشر مولانا فضل الرحمن چی په اتیایمه لسیزه کی د ډیزل تیلو د قراردادونو په آخیستو په سیاسی کړیو کی د ملا ډیزل په نوم شهرت لری په پاکستان کی د خپلو پاکستانی ناولیورقیبانو په وړاندی کله نا کله هم له خپلو افغانی بړیڅو سره د اړیکو له درلودو نسخی څخه کار آخلی او داسی ښکاره کوی چی ګنی کولای شی د پاکستان او افغانستان ترمینځ تراخه مناسبات په خوږو اړیکو واړوی  .همداسی وشول او دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله د ایکس یا پخوانی ټویټر پاڼه کی خبر ورکړ چی ګواکی « ټاکل شوی ده چې نن د پاکستان د جعیت علماء اسلام ګوند مشر محترم مولانا صاحب فضل الرحمن د یو پلاوی په مشري کابل ته راشي. »خوله دی وړاندی ملا فضل الرحمن چی په ملا ډیزل شهرت لری د آزآدی رادیو د مشال څانګی د وتلی خبریال او شنونکی طاهر خان سر په مرکه کی دخپل دغه سفر په هکله ددی پوښتنی په ځواب کی چی آیا دا دوره یا سفر ستاسو په خواهش ترسره کیږی یا دطالبانو په غوښتنه سرته رسیږی ؟ داسی وویل : ګورۍ زما هلته دتلو خواهش یو فطری او طبیعی شۍ دی . او دامارت اسلامی کامیابی دشلو کالو قربانیو نه پس د هغوی فتوحات دا زموږ لپاره هم ډیر دخوشحالۍ باعث دی …

ددوی پر ما باندی حق ؤ چی زه هلته ورغلی وای او ما مبارکی ورکړی وای خو بیا هم به هر حال دهیوادونو خپل ضرورتونه او خپل مصلحتونه وی موږ داسی څه اقدام نه کاوه چی په هغی کی خپل خواهش که پوره کوو خو د چا یا دبل ملک معاملات په هغی کی تأثر ورکول چه ګنی موږ هم ستاسو سره په دی معاملاتو کی دخیل یو نو زموږ خو هم همداسی خواهش ؤ چی په آزادۍ سره د کومی آزادی لپاره چی دوی کوم جنګ کاوه او په مکمله آزادی سره دوی د افغانستان د استقلال او استحکام لپاره لاری همواری کړی نو په دی حوالی سره یقینأ چی مو ږ احتیاط کړی ؤ . لکن بیا چی کله داصورت حال او موضوعات داسی راغلل چی هغه ددواړو هیوادونو ترمینځ د تریخوالی باعث ګرځیدل نو په دی وخت کی بیا یقینأ چی موږ دلته هم دسفر صرورت محسوس کړ خو انتهایی شکر ګذاریم د امارت اسلامی چی دوی پیل وکړ او دوی ماته باقاعده دعوت راکړ

لکه څنګه چی تاسو د پاکستانی رسنیو له لوری چی د مولانا فضل الرحمن کابل ته د سفر په اړه یی څرګندونی کړیدی داسی  واوریدی چی وائی : زما په ګمان د TTP  یا تحریک طالبان پاکستان د موضوع په اړه د پاکستان او طالبانو ترمینځ اړیکی دومره خرابی او تر فشار لاندی  دی چی ګمان نه کوم د مولانا فضل الرحمن صاحب افغانستان ته په سفر به کوم لوی دپام وړ بدلون راشی ….که دافغانستان د طالبانو دغه وینا ته چی دا د مولانا فضل الرحمن صاحب هیله او خواهش دی نوبیا خو خبره معلومه ده خو ….زما په ګمان باید لږ څه صبر وشی . لکن دومره ویلای شو د هیأتونو په تګ راتګ هلته یا دلته په داسی مسائیلو طبیعی ده چی خبری کیږی خو دا مسأله دومره هم آسانه نه ده چی د مولا نا فضل الرحمن صاحب په یوه دوره به حل شی .

که څه هم پکار داوه چی د ملا فضل الرحمن په ګډون چی زیاتره یی څه کم نیمه پیړۍ له افغانانو سره اړیکی لری ټول د پاکستان د نامتو علماؤ او حتی پاکستانی چارواکو سره یوځای د اوسنی افغانستان څخه دلیدو په موخه چی لیدنی او کتنی ترسره کوی افغانان دیوی داسی اداری په  رامینځ ته کیدو وهڅوی چی د پوهی او معاصری تکنولوژی پربنسټ داسی یوه اداره رامینځ ته شی تر څو له ګاونډیانو او نړی سره د یوه غښتلی او پرځان بسیا افغانستان په موخه له قانون څخه د برخمنی ټولنی جوګه او دتاریخ په دی حساس پړاؤ کی رغنده رول ولوبوی . خو په خواشینی سره ملا فضل الرحمن هم یوازی د پاکستان د استراتیژیکو موخو او استراتیژیک  ژور والی ته پر کتو خپلی اړیکی پالی . او اسلامی ورور ګلوی نه یوازی پر لغته وهی بلکه د خپلو نورو داخلی رقیبانو سره د طالبانو له کارت څخه ناوړه ګټه آخلی . خو د ملا فضل الرحمن عٌرف ملا ډیزل د معلوماتو په موخه باید وویل شی چی افغان طالبان زیاتره د هغه د پخوانی سیال مولانا سمیع الحق پلار مولانا عبدالحق چی د مولانا فضل الرحمن د خدای بښلی پلارمفتی محمود  په ژوند کی یی په  استخباراتی دلائیلو  ورڅخه لاره بیله کړی وه او په خپله مولانا سمیع الحق د طالبانو د پلار لقب ترلاسه کړی ؤ اود مولانا سمیع الحق د استخباراتی وژنی  ورو سته یی زوی مولانا حامد الحق حقانی دهغه ځای ناستی ټاکل شوی دی او له مولانا فضل الرحمن سره په کلکه سیالۍ شهرت لری اوس نو ملا فضل الرحمن غواړی چی د طالبانو سره په اړیکو له هغه څخه دغه مقام خپل کړی خو د طالبانو دستونځو د نه هوارولو په باب یی دافغانستان له سفره وړاندی په یوه مرکه کی د خبریال ددی پوښتنی په ځواب کی چی نړی چی دطالبانو د حکومت پر ځینو پالیسیو نیکه کوی او د هغی پر بنسټ افغانستان ته ځینی دین عالمان هم تللی ؤ خو پایلی یی خواشینونکی وی اوس نوستاسو په تګ به داسی امکان وی چی تاسو د زنانه ؤ دتعلیم په باب چی ټوله دنیا ورته وایی او تاسو  دلته په پاکستان کی بل نظر لری نو آیا خپل دغه نظر به له هغوی سره شریک کړاست ؟ داسی وویل : ګوری زه یوه خبره واضح کول غواړم د زنانه ؤ پرتعلیم د شریعت پر حواله هیڅ شانی ممانعت وجود نلری لکن هر ملک خپل داخلی معاملات ، دامن و امان په حواله د تجارت ، دمعیشت او دتهذیب په حواله د یوه معاشرتی اصلاحاتو په حواله دا هر ملک (هیواد ) حق لری…

افغانستان هم چی شل کاله جنګ پری تیر شوی دی او دهغی په نتیجه کی دا تبدیلی راغلی ده به هرحال په دی دنیا باندی څه څپه راغلی ده چی دوی هره خبر یکدم پورته کوی او سبا یی پر دوی منی ! ….هغوی پریږدی چی یو ماحول برابر کړی ….یقینأ دامارت اسلامی له ډیری زمانی چی په افغانستان کی یو کلیدی رول دی نو هغوی هم په دی خبره پوهیږی چی موږ باید له دنیا سره هم قدمه سفر وکړو نو په دی ضرورتونو خو هغوی ښه پوهیږی ..زما په فکر که چیری په فلسطین او غزه باندی بمباریانی کیږی او په دی کی به ۲۲ زره بی ګناه وګړی وژل کیږی او په هغوی کی به ۷۰ فیصده ماشومان ، ښځی  وی چی د هغوی په بمبارۍ کی هم انسان کٌشی او نسل کٌشی ده او یو جنګی جرم ده په داسی ماحول کی هم وایی چی په افغانستان کی جینکیانی ولی سبق نه وائی ؟ …که دانسانی حقوقو خبره کوی نو په شبرغان کی له انسانانو سره څه وشول ؟ په ګوانتامو کی له بندیانو سره څه وشول په باګرام کی له خلکو سره څه وشول ؟ ….

آیا داټول مظالم انسانی حقوق نه ؤ ؟ اوس په افغانستان کی چی یونظام جوړول غواړی او داسی مرحلی ته دوی نه دی رسیدلی ، خو وبه رسیږی او دوی له مخکی ها ی هو رامینځ ته کړی لکه په افغانستان کی انسانی حقوق او انسانی حقوق زما په فکر یو ملک (هیواد ) تاسو پریږدی خپل حالت باندی چی طبیعی سفر وکړی او بی کوم فشار څخه لاره ووهی پر دی ټولو مسائیلو خو دوی هم پوهیږی داسی خو نه ده چی دوی نه پوهیږی . !!!خو مولانا فضل الرحمن عٌرف ملا ډیزل ونه ویل چی آیا په رښتیا هم طالبان او زیاتره مشران یی پرعلم په ځانګړی توګه د ښځو پر علم او سواد باور لری او که یه ؟

 

2 نظر

  1. ملا دیزل هم نیست، کاملا خالی است، نه علم دارد ونه ایما

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا