گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » فـردوسۍ اوغندلۍ دی واورې! صبر وکړِې خدای به راولی دوران!
فـردوسۍ اوغندلۍ  دی واورې! صبر وکړِې خدای به راولی دوران!

فـردوسۍ اوغندلۍ دی واورې! صبر وکړِې خدای به راولی دوران!

افغان وژنه که په افغانستان  د کرکیټ لوبه ؟

ټول افغانستان لویدیځ،ختیځ،شمال ،سهیل د افغان ولس د وژلو لوبغالۍ او مرګ غالۍ دی.د ا هیواد یو جنګی تیاتر دی چې د افغان وژلو ډول،ډول وسلې او وسیلی پکې کارول کیږی.دا هیواد یو کیمیاوی لابراتواردی چې دافغان ولس د جنوساید اوله څیرمه وژلو لپاره د بیلابیلو کیمیاوی اوبیولوژیکی وسلو دازمایښت چارې ترسره کیږی چې په ښوونځیوکې د تنکیوماشومانود مسمومیت ،بې هوشه کیدواوزهرپاشلو زرګونو،زرګونوزړه بوږنوونکی پیښې یې رامنځته کړی دی.

دا هیواد یتیم دی هیڅ خواخوږی اورښتینی غمخورنه لری. دافغانانو وژل او وینوکې لمبول یوه عادی ډرامه ده.په دې هیواد کې انسانی وجدان مړدی. د بل غم ورته بابیزه او د بل لوږه اوخواری ورته خوشالی ښکاری.په دې هیواد کې رښتینی اسلام نه شته ځکه عدل،انصاف اوانسانی خواخوږۍ کډه بارکړی هغه نر دی چې ډیره غلا وکړی ، قارونی شتمنۍ اوفرعونی ماڼۍ ولری.او دا هغه هیواد دی چې له بده مرغه د ډیروزبونواو نامرده ګاونډیانوپه څنګ کې پروت دی.پرون د فراه خونړۍ غمیزه د ایرانی منافقواخوندانو په لاسونواودادی نـن د ختیځ دټپی نـنګرهار غمیزه د خبیث اونامرده پنجاب په لاسونو رامنځته شوه اود کونړپه غیرتی ټاټوبی لا د توغندیو باران روان دی.

هو! هغه هیواد چې تش په نوم دوستان یې سوچه ټګماران اوهغه رذیلان دی چې په شیطانی غورزو،پرزو اور بل کړی څوافغان ولس په کې ستی شی.په کندوزکې ډاکټران ،په دشت برچی کې تنکی دقرآن مجید حافظان،په کابل کې ژمن ژورنالیستان،په هلمند،پکتیکا اونـنګرهارکې د کریکټ لوبغاړی اوسپورتمېنان ،د ښوونځیواستا ذان اود قومونو مشران ووژل شی اود ارګ اوسپیدار ماڼۍ فردوس خان اوغندل خان دی یوازې د فردوس جنت اوبل په غندلو ځانونه خلاص کړی.او په ملګرو ملتونو کې بې ضمیره اوبې احسا سه استازی د نیویارک د ماڼیواوخوښیوپه مستۍ کې غرق او د افغانستان د ویرجن ناتارپه اړه له خولې سپڼ نه وباسی.داوطن بې څښتنه دی.لا به مرواو لابه کړیږو.د ادب اوفرهنګ لوی کوره غمجنه نـنګرهاره !

د ښکلوشاه ځلموپه یاد د پریسۍ او بې وسۍ تودې اوښکی نذرانه کوم.هو! پوهیږم سپین غر،د شمشاد هسکه څوکه اوخیبرله غمه وینی ژاړی او د کونړهیبتناکې درې اوآسمان څکې غرونه د غوسې اوقهر غاښونه چیچی او د کونړڅپانده سیند مروردی.اوس دې څوګ نه شته خوهغه د شاعرپه وینا چې خدای به راولی دوران.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا