گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » جنـــــرال عاصــــــم منیــــــر د پاکــستانی پوځ نوی سـر لښـکر !
جنـــــرال عاصــــــم منیــــــر د پاکــستانی پوځ نوی سـر لښـکر !

جنـــــرال عاصــــــم منیــــــر د پاکــستانی پوځ نوی سـر لښـکر !

پاکستانی خبری رسنیو خبر ورکړ له هغه وروسته چی پخوانی لیری کړای شوی لومړی وزیر عمران خان او د هغه د انصاف ګوند داسی انګیرله چی ګنی د لومړی وزارت له څوکی څخه په لیری کولو کی د پاکستانی پوځ لاس دی نو هڅه یی کوله چی په پوځ کی د خپلو خواخوږو له ډلی یوڅوګ د پاکستانی پوځ د سر لښکری څوکی ته ورسوی نو ځکه خویی د پاکستانی  ولس مشر ډاکتر عارف علوی سره چی د عمران خان په مشری د تحریک انصاف ګوند له مشرانو بلل کیږی او د پوځ د سر لښکر او نورو لوړ پوړو پوځی مشرانو ټاکنه د لومړی وزیر په غوښتنه د هغه په  لاسلیک ترسره کیږی د خپلو لیدنو کتلو لړی ګرمه ساتلی وه چی ددغو لیدنو کتنو وروستنی کتنه د چهارشنبی  په ورځ چی د ۲۰۲۳ میلادی کال د نومبر له ۲۳ سره سمون خوری ترسره شوه .

داچی ولی عمران خان نیازی د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د پوځ د سر لښکر په توګه د  جنرال عاصم اکرم  له ټاکلوسره مخالفت کوی ددغه مخالفت ریښی هغه مهال ته رسیږی چی جنرال عاصم اکرم د پاکستان دپوځی استخباراتوISI په کرسی ناست ؤ او ډیر ژر د عمران خان لخوا چی تازه د لومړی وزارت ته رسیدلئ و د پاکستان دپوځی استخباراتوISI له څوکیګوښه  او پرځایی جنرال حمید د پاکستان د پوځ تر ټولو په لویه دنده وټاکهکه څه هم د دولتونو د تعریف او دهغوی د واکونوپه رڼا کی پوځونه یوازی د بهرنیو دښمنانو په وړاندی یو ډال بلل کیږی چی د نړې په معاصر تاریخ کی یی اړتیا لږه محسوسیږی خوله هم هغه ورځی د انګریزی استعمار پر نقشه د پاکستان په نوم دیوه داسی هیواد ډبره کیښودل شوه چی شمال او لویدیځ  لوری ته یی دهند او افغانستان په څیر دتاریخی تمدن درلودونکی هیوادونه پراته ؤ نو په طبیعی توګه ددغه استراتیژېې او موخو ته درسیدو لپاره یی دنده پاکستانی پوځ ته وسپارل شوه . دلته باید په صراحت اود یوه ساده  صداقت په ژبه وویل شی چی په خواشینی سره ددغه تازه د انګریزی استعمار په لاسونو جوړ شوی ګاونډی هیواد پاکستان تل د ګاونډیو د انهدام او ړنګیدو استراتیژی په خپل ملی وجدان بدله کړی ده او په دغه استراتیژیی کی د څیرو بدلید ل زیاتره ددغه هیواد داخلی مصرف لری . دا په دی معنا ده چی په  پاکستانی سیاست او استراتیژی کی د څیرو بدلون او رابدلون د بهرنیو په ځانګړی توګه د ګاونډیانو لپاره چی افغانستان تر ټولو زیات او مهم بللی شی  هیڅ شانی ارزش نلری . ټول ګوندونه که مذهبی وی اویا د مذهب پر خلاف روحیه ولری هرو مرو به  دګاونډیو سره د کړکیچن ژوند پلویان وی او نه غواړی چی تر څنګ یی آزاد او خپلواک افغانستان وجود ولری . نو ویلی شو چی که څه هم جنرال عاصم اکرم چی  نوی د پخوانی پوځی مشر جنرال جنرال قمر جاوید باجوه پر ځای ټاکل
شوی دی د پخوانی لومړی وزیر عمران خان نیازی لخوا له کاره ګوښه کړای شوی ؤ خو دا هیڅکله هم په دی معنا د تعبیر وړنده چی ګنی نوموړی به د عمران خان پر خلاف چی پر افغانستان د خلیفه سراج الدین حقانی او نورو طالب پلوه  ډلو ټپلو د حاکمیت پړه ورپه غاړه ده نو کیدای شی د هغه وخت د پاکستانی سیاست پر وړاندی به دافغانستان او افغانانو په ګټه اقدامات او ګامونه پورته  کړی . واقیعت دادی چی د پاکستان په عمومی استراتیژیی کی له ډیره راپه دی خوا د افغانستان زیرمی او کانونه ، همدا شان حکومتونه باید له نړیوالو سره په ګډه وایستل شی چی په همدی موخه یی په تیرو څو څلویښتو کالونو کی له تجربی څخه په ګټه پورته کولو په دوحه کی له طالبانو سره د مذاکراتو په نوم له یوی لسیزی زیاتی خبری اتری پر مخ بوتلی چی وروسته په یوه موقت حکومت سلاشول چی د پخوانی ولس مشر اشرف غنی په تیښته ورته پر کابل د یرغل کولو فرصت رامینځ ته شو او پر کابل د طالبانو د واکنی په لومړیو شپو او ورځو کی په داسی حال کی چی په  پاکستان کی د عمران خان په مشرې د انصاف د غورځنګ واکمنی وه ددوه زره په شاوخوا کی د طالبانو یوکاروان د ابراهیم حقانی او خلیل الرحمن حقانی په مشرتابه کابل ته وردننه شول او داکار د پاکستانی پوځ له لوری داسی وانګیرل شو چی ګنی عمران خان په ډک لاس د پاکستانی پوځ هغه استراتیژیک اهداف چی کالونه کالونه یی دقطر په پلازمینه دوحه کی له نورو هیوادونو سره په ګډ کار د بریالیتوب په لور روان کړی ؤ د عمران خان او سیاسی ملګرو لخوا یی تاراو مار کړل .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا