گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هغه مـــظــلومـــانه منـــصوری ژړا چـــی ټـــول یــــی وژړول !
هغه مـــظــلومـــانه  منـــصوری ژړا چـــی ټـــول یــــی  وژړول !

هغه مـــظــلومـــانه منـــصوری ژړا چـــی ټـــول یــــی وژړول !

تعجب ده. شاوخوا دوه اونئ وړاندې مې دغه مظلوم شهید، مقتدا، محسن مربی، استاذ، لارښود او دروند مشر په خوب ولیده له محبس څخه راخلاص شوئ وه. له نورو راغلو خلکو څخه په ډکه کوټه کې مخامخ نزدې ورته کیناستم. واى دا څه روان دی؟ ما یوازې ورته وژړل او هغه مې هم وژړاوه.زمونږ د شهیدانو د سپېڅلو وینو هر څاڅکی خو زمونږ د ولسی ژوند د ژغورنې، دهیواد ځمکنئ بشپړتیا او ملی ویاړونو د سمسورتیا زیرئ ده، خو دتاسف ځای ده چه زمونږ په هیواد کې له بدلونونو سره، جنایتکاران محکمې ته د راکشولو په ځای هغوى ته امتیازات ورکړل شول او زمونږ ولس لا هم هره ورځ د هغوی د جنایتونو بیه ورکوی.

د دغې خبرې سپیناوى خورا زیات وخت نیسی، ستونځمن ده، دردونکې ده، ځورونکئ ده او ناورین زېږونکئ ده چې چا د چا په لمسون، د چا د ګتو لپاره، د چا په وړاندې، په کوم نوم جګړه پیل کړه؟ څوک یې وواژه او ولې یې وواژه؟ جګړه اړینه وه که نه؟ښه پوهېږو چې دا هر څه چا د چا په لمسه او د کومو موخو لپاره وکړه؟ خو نه غواړو چې په هېواد کې مو ستونځې لا زیاتې شی، ځکه چې مونږ سولې ته اړتیا لرو او سوله قربانی غواړی.دغه شهید مولوی نصرالله منصور ده. هغه منصور چې دار ته ختل یې د طاغوت په وړاندې له سر ښکته کولو بهتر وګڼل. هغه منصور چې د امریکا شوروی او ګاونډیانو د ناروا غوښتنو په مقابله کې یې سر پرې شو خو د هغوى فرمانونو ته خم نشو. هغه منصور چې یو ګوند یو ولسی بهیر یو نهضت او یو تحریک یې رهبری کاوه خو بچیانو ته یې له پلارنئ ځمکې او د پلار له ړنګ خټین کور پرته هیڅ نه پریښودل. هغه منصور چې هم لیوانو وخوړ او هم ګیدړانو په وینو ولاړه. هغه منصور چې د پردیو د دسیسو او د خپلو د توطیو ښکار شو. هغه منصور چې مونږ ته یې نه د زورواکی نه توپکواکی نه غاصب نه فاسد او نه په کورنئ جګړه کې د قاتل نوم په میراث پریښود.راځئ!تېر ناورینونه د تاریخ پاڼو ته وسپارو. تاریخ بهترین او خورا بی رحمه قاضی ده.راځئ ژمنه وکړو چی د افغان په لاس د خپلو وروڼو د وژلو د مخنیوی لپاره همدا نن همدا اوس هڅې پیل کړو.زمونږ په اند د افغانانو ترمینځ سوله او یووالئ له یرغلګرو څخه د هیواد د بشپړ استقلال او د هیواد دملی واکمنئ بیا پر پښو درولو لپاره یوازنئ او ایکی یوه لاره ده

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا