گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هماغه لرګی اوهم هغه یې ډوول!
هماغه لرګی اوهم هغه یې ډوول!

هماغه لرګی اوهم هغه یې ډوول!

یو کم عقل سړی ته چا ویلی وو، چې ډیر هوښیار یې، هغه ځان ته غره شوی وو ورته وې یې چې اوزګار نه یم، ګنی کوران کریم ( قرانکریم ) جوړوم.

خبره مو د اوسنی وکیلانو کوله، تک شین کوتک وی خو مونږ او تاسو داسې هوا ورکړیده، نږدې ده چې وچوی هره یوه ته چې غوږ شې فکر به وکړې چې که دی بریالی شو نو له وطنه به درته جنت جوړ کړی، خو دا هر څه پارلمان ته د لارې د پیدا کیدو تر وخته وی کله چې بریالی شول والکه یې بیا په دوربین او ذره بین کې هم ووینی!په یوښارکې یوسبزی فروش په لوډسپیکرکې نارې وهلې چې((دتازه بدرنګوکیلوپه یوه روپۍ))خوکله به یې چې دلوډسپیکرڅخه خپله خوله لیرې کړه دځان سره به یې غلی شان وویل:

(نشته داخبرې کیلوپه لس روپۍ) کټ مټ همداسې چل کوی، کله چې دمیډیامخې ته ودریږی سړی ګومان کوی چې اوس به اسمان په نارواخلکوراچپه کړی،هرڅه به سم کړی اودفسادبه درته نوم ختم کړی خوچې دمیډیاڅخه لیری شی ووایی چې یاره نشته داخبرې !هماغه لرګی اوهماغه یې ډول !  څه پوه شوی ؟ 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا