گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هرڅه سم دی پاچا سلامت !
هرڅه سم دی پاچا سلامت !

هرڅه سم دی پاچا سلامت !

مونږ د ځمکنى جغرافیې له هغې ټوټې  سره د یوې ځانګړی  اړیکې احساس کوو په کومه ځمکه چې زمونږ زیږون شوى دى او همدغه احساس د وطن پالنې په نوم یادیږی.  د وطن پالنې احساسات بیانول او د مخاطب قناعت ترلاسه کول د لفظونو په کارولو سره ستونځمن کار دى.  دغه کیفیت په دقیقه توګه نه احساسات دی ، نه نظرونه ، او نه هم قضاوتونه، خو د ګډو ارزښتونو پربنسټ له دغې ځمکنۍ ټوټې سره زمونږ د تړون ریښو ته درناوی، له خپل هیواد سره د مینی کولو یوه برخه ګڼلاى شو. که څه هم مینه او غرور یې د اجزاو دوه توکی دی، خو دا نه یوازې مینه ده او  نه هم یوازی ویاړ ده، بلکې له عملی کړنو او قربانی ته له چمتووالی سره چې یوځاى شی، نو وطنپالنه ورته ویلاى شو.

وطن پالنه، ملی ویاړونو ولسی ارزښتونو او داسې ګډو ګټو ته ژمنتیا ده چې د ټولو پرګنو ښیګڼه پکې نغښتې وی او دا زموږ په ذهنیت، کړنو او څرګندونو کې ځانګړې ګډه روحیه زموږ د ملی ریښو او جغرافیایی پولو په چوکاټ کې تحقق پیدا کوی.متاسفانه مونږ هره ورځ د جګړو  له امله د ځوانانو او کدرونو له لاسه ورکولو په شکل د بشری فاجعو شاهدان یو او د وطنپالنې په ټولو شرائطو باندې برابر نه راځو. لامل یې کیداى شی همدا وى دلته د جګړې د شدت کچه هره ورځ لوړیږی او مونږ یې په وړاندې د بې بسی احساس کوو. د نظام د پاشل کیدو ویره شتون لری او متأسفانه چارواکی یې د مخنیوی لپاره اړین ګامونه نه پورته کوی. د دوحې له تړون وروسته په طالبانو کې د نظامی بریا په تړاو د باور کچه لوړه او ارګ  په ننداره ایزو غونډو باندی د بحران د مخنیوی لپاره تمرکز کوی.په داسې وخیمو شرایطو کې د هیواد له سیاسیونو څخه هم له ولس سره د درد شریکولو هیله کیږی، خو زمونږ ډیرى سیاسی ډلې او مطرح شخصیتونه ګوندی او سمتی اجندا پرمخ بیایی، د موقت حکومت د مشرتوب سمبالولو لپاره کمپاین کوی، د خیالاتو په نړئ کې اوسیږی،  د پارلیمانی، د فدرالی نظام جوړولو او ځینې د ونډو په ویش کې د خپلې برخې د رابیلولو هڅه کوى.  د اندېښنې وړ خبره لا داده چې پخوانی زورواکی له پردیو استخباراتی شبکو سره د اړیکو له لاری په راتلونکی کې د پردیو ګټو لپاره د خپل هېواد د ورانولو او له خپل ولس سره د جګړو کولو لپاره غونډې، سفرونه تحرکات او څرګندونې کوی.دا به له هیواد او ولس سره ستره جفا وی چې مونږ د اوس په شان ترینګلی امنیتی او سیاسی وضعیت کې د جګړو ګواښونه کوو، سمتی ژبنی قومی او ګوندی حساسیتونو ته لمن ووهو تعصبات راوپارووو، په خپلو څرګندونو او شعارونو په هیواد کې د سولې مخه ډب کړی.د ځینو جنګسالارانو وروستنۍ سفرونه، د وسلو ویشلو اوازې،  د دیموکراسی په زانګو کې د روزل شویو زورواکانو غیرمسئولانه څرګندونې، په ځانګړې ډول د پخوانۍ شمالی ټلوالې د ځینو مشرانو لخوا پارونکې ویناوې که څه هم د نا چله سیکې په شان بې ارزښته ده او هیڅ امتیاز ورباندې نه ترلاسه کیږی خو د ملت د اندېښنې وړ دى چې اخر ترڅو پورې دغه ملت د زورواکانو د ګواښونو باج ورکوی؟که د ټلوالې مشران د اساسی قانون له مخې د احمدشاه مسعود ملی اتلولی منل ملی مکلفیت ګڼی، نو  د مسعود پلویان هم مکلف دی چې د هیواد ملی بیرغ او ملی ترانې ته درناوى او احترام وکړی. د کوم  لاسوند له مخې چې مسعود ملی اتل ګڼل شوى دى، د همهغه لاسوند پربنسټ زمونږ بیرغ او ترانه هم د ارزښتونو په کتار کې راځی.ملی بیرغ، ملی ترانه او ملی هویت د چا شخصی ملکیت نه ده چې ورسره سلیقوی چلن وکړاى شی. د ولسمشر له تګلارو سره مخالفت د هر افغان حق ده خو  ملی مقدساتو ته درناوى نه کول د مسعود اتلولی هم نفى کوی. که د نظام بنسټ ایښودونکی دغو حساسیتونو ته ژمن نه دی نو  ملت به ولې د کابل نړونکئ او د کورنیو جګړو بنسټګر د ملی اتل په صفت ومنی؟مونږ هر هغه نوښت، ذهنیت، کړنه او سلیقه غندو چې د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د افغان د توپک شپېلئ د بل افغان سینې ته نیول نیول شوی وی. د ټلوالې دوستانو ته مو مشوره داده چې پخوا هم د هغوى خپلمنځی جګړه نه یوازې بریا نه درلوده بلکې تور شالید هم لرى.  سوله عزت ده، وقار ده او د خپلواکی لاره ده.د مسعود د پلویانو په غونډه کې د پورته یادو شویو ملی  ارزښتونو پرځاى د نوییمې لسیزې بیرغ کارول او ترانه غږول او پارونکې څرګندونې په هیڅ صورت او قطعاً د منلو او توجیه وړ نه دی. د جګړو شوقیان باید پوه شی چې د نوییمې لسیزې جګړې شرمونکئ تاریخ ده. نه هغه مهال د ویاړ وړ وه، نه یې د تکرار ګواښ اوس انتن ورکوی او د یو بل وژل د بریا لاره هم نه ده.په بشپړه توګه باور لرم چې په نننیو حساسو شېبو  کې زمونږ د سیاستوالو د غیرمسئولانه څرګندونو په غبرګون کې ولس په طالبانو باندې حساب کولو ته اړ کیږی . پوهیږی چې طالبان له ټولو منفی اړخونو سره سره د دغو ډلو د مهارولو ځواک او د هغوى د ګواښونو د مخنیوی وړتیا لری. ملی یووالی او د جغرافیې خوندیتوب ته ژمن ځواک هم ده.له بده مرغه ارګ په ننداره ایزو غونډو بوخت ده او د وضعیت د ارزولو په هکله فکر نکوی، له روان بحرانی حالت څخه د وتلو لپاره د سیاسی اجماع څرک نه لګیږی. ملت د بې وسی، بې کسی او محرومیت احساس کوی ، د جګړې په وړاندې د دریدو تاب نلری، خو هر څه په دقیقه توګه څاری له هیواد سره روانه جفا حس کوى.طالبان کیداى شی د نظام د متلاشی کولو وړتیا ونلری او یا هم و نه غواړی چې سیستم نسکور شی، خو په نظام کې د ننه ډلې ټپلې شتون لری چې ګډوډی جوړه کړی او د نظام شتون له ګواښ سره مخ کړی.  د ارګ لخوا د طالبانو حملو ته د تیاری  په څرګندونو هیڅ درد نه دوا کیږی. د سولې لپاره د واقعی هڅو او قربانی ورکولو وخت ده. که د طالبانو ډله د ممکنه ناورین په مخنیوی کې خپلو مسئولیتونو ته متوجه نشی او همدغه شان د نظامی بریا ترلاسه کولو په فکر جګړې ته دوام ورکړی نو لری نه ده چې کورنی مغرض اړخونه په نظام کې له خپل شتون څخه د ګټې اخیستو له لاری خپل خطرناک پلانونه په کار واچوی چې پایله به یې یقیناً بوږنونکې وی.وړاندیز داده چې اوس هم وخت شته چې ارګ میشتی د فیل په غوږ کې خوبونه پریږدی او د (هرڅه سم دی پاچا سلامت) له دروغجنې کړئ څخه راووزی. روان ناورین زیږونکئ وضعیت وارزوی، د سیاسی اجماع له لارې د ګوندی قومی سمتی او توکمیزو ملیشو جوړولو مخه ونیسی. له امنیتی ارګانونو بهر وسلوالې ډلې جوړول حتى که له نظام څخه د دفاع ترنامه لاندې هم وی، د هرچا لخوا تر هرنوم لاندې د هیواد ارضی تمامیت ته ګواښ له ملت سره خیانت او ملی جنایت ده. که اوس هم ارګ دغه کار ته ملا وتړی په پوره یقین سره وایم چې ملت به یې د وطندوستی له پیاوړی روحیې سره ترشا ودیږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا