گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هر چا خپله برخه وران کړی
هر چا خپله برخه وران کړی

هر چا خپله برخه وران کړی

وطـــــــــــــــــــــنه !

اې زما خوږه وطنه

هر چا خپله برخه وران کړی

سل افسوس زیبا وطنه

 نه چا جوړ او نه ودان کړی

چا پلورلی یی په روبــــــــلو

څوک دی پلورې په کلدارو

چا خرڅ کړی پـــــه ریال یی

چا پلورلی یی په فرانکو او ډالرو

زه دا وایمه اې خدایه !

چی دوی خوار او پریشان کړی

ای زما خوږه وطنه

هر چا خپله برخه وران کـــــــړی

څوک آخته په ورانولو

څوک لګیا دی په وژلو

دچا رګ رګ ستا مینه

څوګ لګیا ستا په پلورلو

بدخواهان یی لوی خدایه !

 شرمند په ټول جهان کړی

سل افسوس زیبا وطنه

 نه چا جوړ او نه ودان کـــړی

خدایه دا ولس سوبمن کړی

دا وطن د دوی وطن کړی

چی په سپکو ورته ګوری

پو پنا یی هر دښمن کړی

ای زما خوږه وطنه

هر چا خپله برخه وران کړی

 

سل افسوس زیبا وطنه

 نه چا جوړ او نه ودان کړی

څوک دویاړې په خدمت کی

څوک د غواړی په ذلت کی

چا خپل سره درنه قربان کړ

څوک دی ساتی په غربت کی

ددې دوو فرق په څه شی ؟

 د وطن سره پـــــه مینه !

” ثریا ” ده هیله منده

افغانان په خپل وطـــن کـــــــړی

نیټه : دنوامبر اتمه کال ۱۹۹۹

ټورنټو ، آنټاریو ، لویه کاناډا

دخپل خواږه وطن او ځوریدلی ولس یوه کوچنې خدمتګاره

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا