گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » حکمتیاراوپه ایمان جومات کی دجمعی لمانځه دالوداع خطبه!
حکمتیاراوپه ایمان جومات کی دجمعی لمانځه دالوداع خطبه!

حکمتیاراوپه ایمان جومات کی دجمعی لمانځه دالوداع خطبه!

که څه هم دافغانستان د اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیارپه خپلو ټولو ویناؤ او خطابو کی  د طالبانو له واکمني څخه له  شرطه  پرته خپل ملاتړ اعلان کړی دی او اوس هم چی د افغانستان په پلازمینه کابل کی استوګنه لری او دطالبانو واکمنی د تاریخ په ټول پړاؤ کی تر ټولو ارزښتناکه پر عدالت ولاړه بولی خو نن جمعه  د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د سلواغی په ۱۴ مه یی خپله خطبه کی چی د کابل ښار د لسګونو ښاریانو په وړاندیی یی د خپلی د غه خطبی چی کتونکی یی د الوداع خطبه ګڼی په یوه برخه کی داسی وویل

……ددی وضعیت تقاضا داده چی دا لړۍ ( دجمعی لمونځ او خطبی ) د څه مودی لپاره متوقف کړو هم هغسی چی د کرونا په وخت کی مو یوڅه وخت د جمعی لمونځونه دلته متوقف کړل نن هم موږ له بلی کرونا سره مخامخ یو یقینأ چی له هغی کرونا ډیره خطر ناکه ده …« هیڅوګ پوه نه شول چی د ښاغلی حکمتیار هدف اومرام له دغه کرونا څخه کوم ځواک دی چی حکمتیار صاحب یی ډیر خطرناک بولی …»  یوبل کرونایی حالت !تقاضای همدا ده چی په دی کی هم احتیاطی تدابیر مراعات شی .

ښاغلی حکمتیار چی د جمعی له لمانځه وړاندی یی خطبه ورکوله د جومات لمونځ کونکو ته داسی مشوره ورکړه : ددی جومات مؤمن او مخلص لمونځ کوؤنکی دی تر بل اعلان پوری منتظر وی او خپل دجمعې لمونځونه دی خپل کورته نږدی جامع جوماتونو کی ادأکړی خو دداسی امام ترشاچی په ایمان یی باور لری ، په تقوایی هم متیقین وی او د حق ویلو جرئت هم لری ، ددین په سر معامله نه کوی او منبر نه خرڅوی او دحق ویلو جرئت لری ددغسی ایمان تر شا خپل لمونځونه کوی . خو کتونکی او شنونکی وایی چی څنګه به د کابل ښارمسلمان وګړی وکولای شی د طالبانو تر واکمنی لاندی چی نه یوازی د طالبانو واکمنی ته یی زیان نه دې آړولی بلکه طالبی واکمنې ته یی وجاهت هم ورپه برخه کړی دی

او تردی چی له نړیوالو په ځانګړی توګه له ګاونډیوهیوادونو یی په ځلونوغوښتنه کړی ده چی په افغانستان کی د طالبانو واکمنی په رسمیت ؤپیژنی داځکه چی د حکمتیار صاب له نظره د یوی مشروعی واکمنی لوی شرط پر خاوره غلبه اود امنیت ټینګول  دی  .نو ځکه خو حکمتیار صاب له نړیوالو او ټولواسلامی هیوادونو غوښتنه کوله چی دطالبانو واکمنی دی په رسمیت ؤپیژنی .اوس چی ښاغلې حکمتیار صاحب د کابل په ښار کی له نا امنۍ سرټکوی اوتردی چی ددغه ناآمنی له کبله دخدای د کور یا جومات دروازه هم تړی او د طالبانو د واکمنی په څیرتر« امر ثانی » پوری یی معطله کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا