گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ښــــــاروال انجنیرعبدالبصـیر: حســاب ورکولو ته تیاراوژمن یو!
ښــــــاروال انجنیرعبدالبصـیر:  حســاب ورکولو ته تیاراوژمن یو!

ښــــــاروال انجنیرعبدالبصـیر: حســاب ورکولو ته تیاراوژمن یو!

د خوست ښاروالۍ د مسؤلینو له لورې ښاریانو ته د ۱۳۹۷ مالی کال د وری او غویی میاشتو راټولو شویو عوایدو، روانو پرمختیایی پروژو، ټولنیزو او فرهنګی فعالیتونو په تړاو د حساب ورکونې غونډه ترسره کړه. پنځه دیرش زره لیتره هغه تیل چی پخوا له ښاروالی څخه په غیر قانونی توګه ځینو وکیلانو زور واکو او مشرانو تر لاسه کول سپما شوی دی یادی څرګندونی خوست ښاروال ښاغلی انجنیر عبدالبصیر په هغه غونډه کی وکړی چی د چهارشنبې په ورځ د ښاروالۍ ریاست په تالار کې د حساب ورکونې په موخه غونډه کې د مشورتی شورا، دوکاندارانو اتحادیې غړیو، ښاری اصنافو،

د مدنی ټولنو او رسنیو استازو او په لسګونه ښاریانو په ګډون ترسره شوی وه خوست ښاروال ښاغلی انجنیر محمد زی وویل : زموږ دښاروالې عوائید له څلویښت سلنو لوړ دی ، موږ فساد کم کړی ده خو ورک مو نه ده موږ۳۵ زره لیتره تیل سپما لرو …موږ ددخولی دروازو څخه د ریکارډ له مخی چی پخوایی عوائید جمع کړی دی نو ۱۲ لکه روپی دی په داسی حال کی چی  تیره میاشت زموږ عوائید ۵۲۰۰۰۰۰او دروژی په دغه میاشت کی ۴۹۰۰۰۰۰حساب شوی دی .

خوست ښاروال انجینرعبدالبصیرمحمدزی په پیلیزه وینا کې حساب ورکونه د ښې حکومتوالۍ بنسټیز اصل یاد کړ، چې ښاریان کولی شی، په میاشتینی، ربعوار او کلنی ډول د عوایدو، مصارفو، پروژو او ښاری حکومتوالۍ له چارو خبریږی او مالومات لاسته راوړی او ترڅنګ یې خپلې پوښتنې، غوښتنې او وړاندیزونه شریکوی.بل لورته د خوست ښار سوداګر او ځینی ښاریان دغه شانی لاس ته راوړنی کافی نه بولی اووایی چی ښاروالی باید د ټولنیزو خدمتونو په وړاندی کولو کی له دی زیاتو هلو ځلو ته دوام ورکړی .

دښاروالی دمشورتی شورا غړی آلف شاه منګل وائی ښاروالی کی په سلو کی څلویښت فیصده لږ روان دی چی په سلو کی شپیته هم باید روان شی او ښه کارونه ترسره شی . د مثال په توګه هغه لښتی او ویالې  چی  دښار په لور روانی دی باید دهغوی سرونه پټ شی کوم چه ناولی دی هغه باید چی صفا شی او کوم ځایونه چی په ښاروالې پوری مربوط دی په خپلو عوائیدو یی باید چی جوړ کړی . دخوست یوبل تن سوداګر عبدالطیف منګل وویل :له شاروالۍ می غوښتنه داده دا کوم کارونه چی شوی دی دا بیخی کفایت نه کوی دا اوسنی پلانونه چی شاروالی او شهر سازی لری په دوی زه انتقاد په دی کوم دغه دولس سوه فامیلی چه دوه کاله وروسته له رهائیشی څخه تجارتی ته اوړی حتی تر دوسرکه پوری موږباید چی بازار او ښارولرو او تر توپچی پوری باید چی ښاروغزول شی .

نواندیشی د آزادی رادیو او خبریال او لیکوال َښاغلی نجیب الله الوخیل څخه په مننه دغه راپور تر تاسو دررسوی 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا