گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ټاکنی لیونی شوی جانانه !
ټاکنی لیونی شوی جانانه !

ټاکنی لیونی شوی جانانه !

نن د شنبې په ورځ سهار لس نیمې بجې د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سلیم کلی د نوم لیکنې مرکز پر ساتونکو برید شوی او دوه سرتېری په کې وژل شوی دی.

د خوست د والی ویاند طالب منګل ازادی راډیو ته وویل وسله وال چې چادرۍ یې پر سرونو وې، په سراچه ګاډی کې د نوم لیکنې مرکز ته نږدې ورغلی، دوه تنه ساتونکی یې وژلی او په تېښته بریالی شوی دی.ده وویل چې وژل شوی کسان یو په ملی اردو او بل په ملی پولیسو پورې اړوند و.د خوست د والی ویاند زیاته کړه، د برید په باب د کشفی ادارو لخوا پلټنې پیل شوی دی.

د خوست د ولایتی شورا غړی مجیب الرحمن سلیم زوی چې د یاد کلی اوسیدونکی دی وایی چې وسله وال د نوم لیکنې مرکز ته نه دی رسېدلی او د نوم لیکنې مرکز، مامورینو او نورو مراجعینو ته هم زیان نه دی رسېدلی.دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ هم یو سرتېری په ښار کې د نامعلومو موټرسایکل سورو لخوا په ډزو ووژل شو.

بل لوری ته دخوست امنیه قوماندان پاسوال  اختر محمد نورزی خبریالانوپه وړاندی  چی  ددغه پیښی  له څرنګوالی څخه یی خبری کولی د خوست اولس ته ډاډ ورکړ چه ددغه پیښی عاملین به په جدی توګه څاری او دقانون منګلو ته به یی و سپاری ! د کتونکو له نظره په خوست او دهیواد په لیری پرتو سیمو کی دا ټول د جګړی د لیونتوب عوامل دی چی د قومونو او اولسونو تر ګریوانه رارسیدلی دی او د اولس په سترګو کی یی  د پارلمانی څوکۍ ارزښت له عرش معلی سره یوبرابر کړی دی . 

د آزادی راد یو او تکړه خبریال او لیکوال نجیب الله الوخیل څخه په زیاته مننه !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا