گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » جـــکړه مــو د خپلــواکی نــــه، بلـــکې د غلامـی خواته بیـــایی !
جـــکړه مــو د خپلــواکی نــــه، بلـــکې د غلامـی خواته بیـــایی !

جـــکړه مــو د خپلــواکی نــــه، بلـــکې د غلامـی خواته بیـــایی !

زمونږ په هیواد کې اوسنۍ جګړه تقریبا د همدغو ډلو لخوا د امریکا تر یرغل مخکې ریښې او شالید لری. دا هغه وخت وه چې د طالبانو د اسلامی امارت او د ربانى د اسلامی دولت ترمنځ جګړه روانه وه. طالبانو د هیواد په نوی سلنه خاوره باندې تسلط درلوده. په استثنائاتو باندې خبره نه کوو، خو د نجیب د حکومت له نسکورېدو وروسته عمدتاً واک  د جګړو بنسټ ګرزیدلى دى. توپیر داده چې په افغانستان باندې د امریکا د یرغل په نتیجه کې له طالبانو سره د هغه مهال حکومتی چارواکو پارونکی چلن، په ګاونډیانو او سیمې کې د امریکا د شتون په تړاو حساسیتونه او د بن غلطې پریکړې په افغانستان کې د جګړو لمبو باندې تیل وپاشل، وسلوال مقاومت ته یې د مشروعیت دلائل او  امکانات پیدا کړل.طالبان د جګړې د  اغیزمن اړخ په توګه په سوله کې هم د مهم رول درلودلو مستحق دی،

خو مسئولیت یې هم په همدغه کچه دروند ده. په جګړه کې  د شدت او لوړو ملکی تلفاتو د مسئولیت نه منل او غندل هغوى ته  برائت نشی ورکولاى. که د طالبانو ترشا پټ نورې وسلوالې ډلې د جګړه ایزو کړنو مرتکب کیږی نو ګټه هم طالبان ورڅخه اخلی او د مختلفو وجوهاتو پربنسټ یې پړه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په طالبانو باندې اچول کېږی.د جګړو دوکتورین (فلسفې اړخ) داده چې مذاکراتو ته د مخالف اړخ د اماده کیدو په موخه وخت ترلاسه شی. کله چې دښمن مذاکراتی عمل ته تیار شی نو د جګړو لامل ختمیږی ډزبندی کیږی او سولی ته فرصت ورکول کېږی. مګر د طالبانو له اوسنیو جنګی هڅو څخه ښکاری  چې هغوى د بیځایه غرور په رنځ اخته دى.
د اوسنى وضعیت د ترینګلتیا کچه نشی درک کولاى. متأسفانه دا هغه څه دی چې هیواد مو فرصت له لاسه ورکوی، طالبان  په سیاسی ډګر د انزوا لوری ته بیایی او ولس له یوه تازه ناورین سره مخ کیږی.مونږ باور لرو چې د طالبانو لخوا د اسلامی نظام خبره او د حکومتی اړخ د لاسته راوړنو د خوندیتوب مسئله اوس په جګړه پورې نه، بلکې په ایمانی فراست، ښه مدیریت ملی احساس او افغانی همت پورې تړلې ده، خو متاسفانه دغه وړتیاوې په دواړو غاړو کې نه لیدل کېږی.حکومتی چارواکی   سولې ته د رسیدو په هڅو باندې د تمرکز پرځاى په  غندنو، د انتقام اخیستلو په ژمنه او طالبانو باندې د پړې په اچولو بسنه کوی. په واک پاتې کیدل او یا هم د تیرو ټاکنو غوندې جنجالی ټاکنو په کولو واک خپل حلیف ته سپارل د بریا لاره ګڼی. غوښتنې یې هره ورځ بدلون مومی او سرې کرښې یې زرغونې کیږی. که په واک کې پاتې کیدل یې خوندی شی، نو له هرچا سره هر ډول معامله کوی. دغه ډول تګلاره د ستونځو د حل پرځاى ستونځه نوره هم پیچلتیا ته بیایی او زیان به یې ملت رسیږی. که حکومتی اړخ د اجماع جوړولو پرځاى د نظر خاوندان، سیاستوال او رسنئ ګواښی چې صف معلوم کړی. د حفیظ الله امین منطق کاروی چې ویل به یې؛  “با ما باش، و یا دشمن ما باش” او طالبان د خیالاتو له نیلی څخه نه را ښکته کیږی، نو اسلامی نظام دیموکراسی او لاسته راوړنې به ټولې پاتې او هیواد به مو بحران ته ځی.د معلوماتی تکنالوژۍ په اوسنی دور کې د حقائقو پټول او د سیاسی مخالفت حق سلبول لیونتوب ده. د دغه اصل په اړه د طالبانو غیر معقول دریز هغوى ته ستونځې ایجادوی. معلوماتو ته د لاسرسی په اوسنی معاصر دور کې په نیوکو، سیاسی مخالفت اودرسنیوسانسورله وخته تیره تګلاره ده. هیڅ لورۍ خپلونیمګړتیاو ته د متوجه پرځاى د نیوکو په مخنیوى کولو واقعیتونه نشی پټولاى.دا سمه ده چې طالبان یو ملموس او محسوس ځواک ده! دروند ځمکنى واقعیت ده.جګړه کولاى شی، هر ځاى چې وغواړی حمله کولاى شی، هر ډول قربانی ته تیارې بشری زیرمې لری، مګر  ټوله ځواکمنتیا یې د جګړې په ډګر کې رانغښتی ده او جګړه په خپل ذات کې هدف نه وی. جګړه کې وینه توئیږی او وینه توئیدل که جهاد هم وی نو سپیڅلتیا یې له جګړې څخه د وروسته پړاوونو لپاره ده. اوس خبره هغو پړاوونو ته رسیدلې ده. اوس نوښت ته اړتیا ده ایمانی فراست ملی ویښتوب او اسلامی عاطفی آ اړخ خپلول اړین دی.طالبان د بریدونو په زیاتولو ګډوډی جوړولاى شی، نظام ګواښلاى شی حتى  ځینې ولایات له سقوط سره مخ کولاى شی خو د حکومت جوړولو لپاره هیڅ نلری. د  ګډوډیو زیان افغانستان او افغان ملت ته رسیږی. که طالبان احیاناً د کابل په نیولو بریالی هم شی، نو جګړه به حتماً وی. د خپلو تیرو او روانو اشتباهاتو، په ملی او نړیواله کچه له هغوى سره د حساسیتونو شتون  له امله  د سیاست په ډګر کې پاتې راځی او حکومت به یې نسکوریږی.روانه جګړه ورځ تر بلی پیچلتیا مومی، وچ او لانده سوځوی مختلف بعدونه خپلوی، د سپیڅلتیا له پولو اوښتې او د مختلفو لاملونو پربنسټ د ولسی مخالفت په څوکه کې قرار لری. که ښکېل اړخونه هرڅومره د جګړې د تقدس هڅه وکړی د ولس باور نشی ترلاسه کولاى. له امریکا سره د طالبانو د سولې تړون،  د سولې لپاره د فرصتونو شتون، د بهرنیو ځواکونو وتل، په لارو کوڅو مساجدو روغتونونو او ښونځیو کې بریدونه، په جګړه او له جګړې وروسته د ملی تأسیساتو نړول، په حکومت کې د پراخې کچې فساد په دیموکراسی کې افراط او په حکومت کې د ننه ژور اختلافات د دې لامل ګرزیدلې چې ولس د دواړو غاړو ترمنځ په روانه جګړه باندی باور له لاسه ورکړی.څومره به ښه واى چې طالبانو د سولې په نوم په دوحه کې د سیاسی دفتر له پرانستو سره سم د سولې لپاره په منطق او واقعیتونو برابر نوښتونه کړی واى، د خپل ولس دردونو او ستونځو ته یې کتلی واى او د خپل سیاسی لیدلوری لپاره یې په نړیواله کچه کره او پخه لابی کړې واى، خو داسې هیڅ ونشو. طالبان تر اوسه پورې د سولې لپاره د مشخصو وړاندیزونو په وړاندې کولو کې مطلقاً پاتې راغلی دی. هغوى له امریکا سره په سوله او له افغانانو سره د جګړې په کولو خپل ولس ناهیلى کړ. کله کله وړې سهوې د خپل تاریخ د خرابولو لپاره بسنه کوی. له قرائنو څخه داسې ښکاری چې د خپلو افرادو د نیمګړې روزنې له امله طالبان د سولې په هکله د سختو خپلمنځی اختلافاتو په رنځ اخته دی.حکومت او طالبان باید یاد ولری چې دلته روانه بدمرغه جګړه د یو بل په پړه ګڼلو،  پیغورونو، ښکنځلو او د خپلو ناوړه کړنو د مسئولیت بار په مقابل اړخ باندې په اچولو نه، بلکې له سینې څخه د سمندر په جوړولو، د دښمن زغملو، له دښمن سره د  امتیازاتو په ویشلو،  د هیواد او ولس د ستونځو ختمولو لپاره ګډ کار کولو ته په کلک هوډ ختمیداى شی.د جګړو داوړه اړخونه باید  په خپلو لمړیتوبونو کې بدلون راوړی، د ملت په حال رحم وکړی، وینه تویول بند کړی، جکړه مو د خپلواکی نه، بلکې د غلامی خواته بیایی، د سولې په هکله سنجول شوی دریز ونیسی، د قضیې مختلف ابعاد وسنجوی، واک له سلیمان علیه السلام،  سکندرمخدونی، فرعون، نمرود چنګیزخان او هلاکو خان سره هم وفا نه ده کړې، خو تاریخ د هر چا یادونه په خپله سینه کې خوندی کړی دی. په یوازې سر نه موجوده حکومت او نه هم طالب حکومت کولاى شی. باور لرم چې  غنی د جمهوری نظام او  طالبان د اسلامی نظام د تأسیس او پلئ وړتیا نلری.  که دواړه لوری ملی فکر خپل نکړی، ملی دریز نه نیسی، په خپلو دریزونو کې د انعطاف هڅه نکوی او په یو او بل باندی د سولې په وړاندې په خنډونو اچولو پړه اچوی، د لا سختو جګړو ګواښونه کوی نو سوله به څنګه راشی؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا