گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » که د موجوده ستر ازمون په ډګر کـــې بریا غواړو نـــو بیا…..!
که د موجوده ستر ازمون په ډګر کـــې بریا غواړو نـــو بیا…..!

که د موجوده ستر ازمون په ډګر کـــې بریا غواړو نـــو بیا…..!

دا به د شهامت په ستر ازمون کې په زړه پورې بریا وى چې  امارتی چارواکی پوه شی چې هغوى له یوه بشپړ جنګی مأموریت څخه په مکمل ډول د یوه مدیریتی ازمون په ډګر کې قرار لری او دا چې امریکا د جګړو له ډګر څخه تېښته وکړه، خو لاهم  لوبې ته په بل شکل دوام ورکوى. هڅه کوی چې بایللى غرور  د نورو تاکتیکونو په کارولو ترلاسه کړی.  تبلیغاتی جګړه پرمخ وړی. د امارتی چارواکو او ملت ترمنځ له شته نیمګړتیاو څخه ګټه پورته کوی. د امارت لخوا د علمی او مسلکې کادرونو بیکاره کول او د امریکا لخوا د تخلیې په نوم بهرته د  هغوى استول زموږ هېواد له ننګونو سره مخ کړى دى.شک نشته چې وضعیت بحرانی دى او که حکومت له موجوده ګرداب څخه وتل او د دغه ستر ازمون په ډګر کې بریا غواړی، نو باید د ستونځو د حل لپاره پردیو ته د لهجې بدلولو پرځاى لنډمهاله او منځمهاله  هڅې پیل کړی، تر څو   د ښې حکومتولی په پایله کې ملی ملاتړ ترلاسه کړی او د مدیریتی وړتیا په ښودلو سره په سیاسی او اقتصادی ډګر کې خپل ظرفیت ثابت کړی.سیاسی ثبات او اقتصادی پرمختګ  د هر هېواد او هرې ټولنې بنسټیزه اړتیا او اقتصادی وده د ټولنې د هوسا ژوند لومړنی شرط دی.  د پرمختګ لپاره جدی ګواښونه او ننګونې شته. چې ځېنو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:

١- د امارت  مشرتابه په خپل اوسنی چلن، خپلو تشکیلاتی او نظریاتی برخو کې پراخ بدلونونه راوړی.  اوسنى انحصاری فکر، د بې باوری فضا، په ګمارنو کې د مدیریت د وړتیاو د نشتون له امله رامنځته شوې تشه ډکه کړی، کورنۍ او بهرنۍ تګلاره یې قطعاً د بریا منزل ته د رسیدو لاره نه ده. د ځینو مشرانو ویناوې ګواښونکې او پاروونکې دی چې نه واقعیتونه منعکس کوی نه هیڅ ډول عقیدوی او منطقی شالید نلری. څرګنده خبره ده چې د امارت او ولس ترمنځ ستر واټن امریکا ته پراخ امکانات برابر کړی دی او په اوسنئ جګړه کې بریالی ښکاریږی.

٢-  په لنډمهاله توګه د بین الافغانی سولې داسې پروسه پیلول او بریا ته رسول چې د پخوانیو فاسدو غاصبو چارواکو او زورواکانو پرځاى د دغه عظیم ملت د هر قوم سمت ژبې او مذهب واقعی استازی په حکومت کې ګډون وکړی. په منځ مهاله توګه باید ومنو چې واک ته د رسیدو لپاره  د یو منل شوی سیاسی چوکاټ نه شتون سیاسی بې ثباتی ته لار هواروی. واک تر لاسه کونکی ډله د نورو د سلبولو او نفى کولو لپاره ګامونه پورته کوی، افغانستان خپل شخصی ملکیت ګڼی، په دندو باندې په ګمارنو کې اهلیت او تجربه معیار نه ګڼی. له واک څخه د باندې پاتې شوې ډلې پر تاوتریخوالی لاس پورې کوی او دا په خپله په ټولنه کې انارشیزم ته لاره هواروی. دغه ستونځه د زعامت په ټاکنه کې د ملت د ګډون له لارې د حل وړ ده.

٣- د اقتصادی  وړتیا د پیاوړتیا لپاره د صنعت، کرنې، سوداګری، سیاحت، مالداری سیکتورونو ته وده ورکول، د معدنونو په استخراج او قراردادونو کې شفافیت راوړل، د انرژی د لیږد او د سیمه ایز اتصال په پروژو پیلولو باندې تمرکز کول دی. دغه هدف ته د رسېدو لپاره له متخصصینو سره د سلا مشورو پروسه پیلول او عاجل ګامونه اخیستل اړین کار دى.

۴- د خصوصی بانکونو له منځه تللى باور بیرته اعاده کړی، بانکی حساب لرونکو افرادو او شرکتونو ته د هغوى د پانګې د مصئونیت ډاډ ورکړی،  تر ټولو مهمه دا چې د قانون په چوکاټ کې د پانګوالو د پانګونې د خوندیتوب ژمنه او د ګټې لپاره قانونی اطمینان ورکول د اقتصادی پرمختګ لپاره اړین ګامونه بلل کېږی.

۵ – د ځمکو د خړوبولو، سربندونو جوړولو او انرژی ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د اوبو د سرشارو زیرمو  مهارول، د خپلو امکاناتو په کچه ورباندی له یوې ابتدایی څیړنې وروسته د کار کولو لپاره پیاوړى عزم کول، له ګاونډیانو سره د ګواښونو او لاپو په ژبه نه، بلکې د خپلو حیاتی اړتیاو په چوکاټ کې تفاهم کول زموږ اړتیا ده.

۶-  د هېواد د وچو او تازه میوو، طبی بوټو، زعفرانو، قالینو، سبزیجاتو، لاسی صنائعو او نورو توکو د صادراتو په موخه نړیوالو مارکېټونو ته د لاس رسی لپاره  لابی کول، کرنیزو محصولاتو ته سړخونې او شنې خونې جوړول، د ښه کیفیت لپاره د سوداګرو او تولیدونکو تشویقول د چاه بهار، ګوادر، واهګه، کراچۍ او بندرعباس بندرونو ته لاس رسى، د هیواد د ننه بندرونه او هوایی دهلیزونه فعالول په سیمه ییزه کچه د همکاریو جلبول د اقتصادی بیا رغونې لپاره  تر ټولو اغیزمنه لاره ده.

٧ –   له یوې هر اړخیزې ارزونې وروسته په ګمرکی تعرفو کې  شفافیت او ستر بدلونونه راوستل د وخت اړتیا ده. اوس باید د ګمرکی تعرفو مدیریت د مافیا له کنترول لاندې نه وی. د لوړ ارزښت شخصی موټرو په ګډون په زینتی، عیاشی  او هغو توکو باندی چی روغتیا ته بالفعل او یا هم بالقوه خطر پېښولاى شی، واردول یې منفی اغیزې اچوی او یا کورنیو تولیداتو ته زیان اړوی د ګمرکی تعرفو لوړول، د اقتصادی بیا رغونې، کورنیو تولیداتو د تشویق او د چاپیریال د ساتنې لپاره خورا اړین وړاندیز ده.

٨ –  د وړو  پرمختیایی پروژو د پیلولو لپاره د فنی او مسلکی نخبه افرادو په مرسته د داسې پروژو ډیزائن کول اړین دی چې بشپړیدل یې کم وخت، د ګټې ګراف یې لوړ او نسبتاً کم لګښت ته اړتیا لری، سیاسی او امنیتی خنډونه یې په وړاندې شتون ونلری. د دغه ډول پروژو د عملی کولو لپاره له خصوصی سکتور څخه د باور ترلاسه کولو وروسته د سکوکو او یا هم د ګټې او زیان د مشارکت پربنسټ پانګونه جلبول ممکن کار دى، خو د ولسی باور کچه باید لوړه شی.  د پروژو د بشپړتیا او ګټې ته د سپارلو وروسته مدیریت او محاسبې باید پاکې او شفافیت ولری.٩ –  زموږ په ټولنه کې د کلتوری محدودیتونو له امله په کورونو کې  مالداری, مرغداری او د محلی مارکېټ د لبنیاتو د اړتیاو  پوره کولو لپاره پراخ فرصتونه او خام مواد شتون لری خو مسلکی مدیریت، خدماتی وړتیا او د روغتیایی چوپړتیاوو برابرولو په صورت کې وړې پروژې عملی او د نړیوالو مالیاتی بنسټونو لخوا یې د تمویل چارې اسانه دی.

١٠ – ګاونډیو هیوادونو ته د ډالرو د قاچاق کولو له امله د اخیستلو تقاضا لوړه او دالر یې په مارکیټ کې کمیږی. د مرکزی بانک لخوا اوس مهال د ډالرو د لیلام حل کمزورى منطق دى. د دالر د قاچاق له مخنیوى سربیره به بهتره  دا وی چې د خوراکی توکو د مرستو پر ځاى (لکه په ځینو ولایتونو کې چې عملی شوې ده) مستحقینو ته د مرستې په توګه دالر ورکړل شی او بله دا چې د شخصی بانکی حساب لرونکی باید له اوږد انتظار پرته په اسانه توګه له خپل بانکی حساب څخه د ګوزارې وړ دالر تر لاسه کړی.زه منم چې پورتنۍ ټولې موخې ترلاسه کول څه ستونځې هم لری، خو بشپړباورلرم چې که اراده اوعزم وی، نو ځینوموخو ته رسیدل او نوروباندی اقلاً د کار پیل اسانه او شونى کار دى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا