گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کاش چې مــو حکـــــومت يـــوازې د ارګ نيـــــول نـــــــه ګڼـــلاى!
کاش چې مــو حکـــــومت يـــوازې   د ارګ نيـــــول نـــــــه ګڼـــلاى!

کاش چې مــو حکـــــومت يـــوازې د ارګ نيـــــول نـــــــه ګڼـــلاى!

اسلامي امارت يقيناً په افغانستان کې تر ټولو ستر مشهود او محسوس دروند ځواک او د نورو جنګي ډلو په پرتله له ولسي ملاتړ څخه برخمن تحریک دى. د هيواد په کچه په هيڅ ډول پريکړه کې له پامه غورځول به يې د بن د پريکړو د نيمګړتياو تکرار او په هيڅ صورت کې د هيواد په ګټه نه وي. مګر دا هم انکار نه منونکى حقیقت دى چې په يوازې سر د نظام جوړولو او حکومت کولو په برخه کې ناکام دي.که د تير نظام نړول،  د توپک په زور واک چلول، له اساسي قانون پرته د هيواد مديريت کول، په عام ډول په دولتي پوستونو باندي د بې تجربې اشخاصو ګمارل، د ګمارلو لپاره ملګرتیا او انډيوالي معيار ګرزول، له تير يو کال راهيسې د انجونو ښوونځي بندول، د مقننې او عدلیې  قواو له منځه وړل او په ارګ کې نيکټايانو پرځاى د لنګوټو رائجول اسلامي نظام ګڼل کېږي، نو بالکل اسلامي نظام له پورتنیو شاخصونو سره سم قائم او حاکم دى.که له ارګ څخه د غني او پلويانو وتل او د طالبانو ديره کېدل خپلواکي وي، که د کادرونو شړل او د انډيوالانو نازول ښه حکومتولي وي، که د رسميت پيژندنې لپاره يو کال ناکامي هڅې ښه فعاله ديپلوماسي وي، که له يو کال راهيسې د سرپرست حکومت درلودل د ښې حکومتولي اړين شاخصونه وي، نو دغه ټولې ښېګڼې په اسلامي امارت کې شتون لري.متأسفانه  په ملي کچه منل شوى او په نړيواله نورمونو باندي ولاړ مشروع حکومت، د  اساسي قانون جوړول او تصويب، اجرائیه مقننه او عداليه، عزم استعداد او امکانات غواړي. له نړيوالو سره د مشترکاتو  لټون،  د نړيوالو مکلفیتونو په برخه کې د خپل هېواد مسئوليت ادا کول  د ملي ګټو پر محور ولاړو تګلارو ترتيب،  لوړ ظرفیت مسلکي پرسونل او پياوړي فکري زيرمې ته اړتیا لري.د اسلامي امارت د چارواکو لخوا له نړۍ سره اړيکې نورمال کولو هڅو زيات وخت واخيسته او نتیجه هم منفي ده.

ښه به دا واى چې په لمړي سر کې له خپل ولس سره د اړيکې رغول شوي واى. ملي مشروعیت ترلاسه کول د نړيوال مشروعیت لپاره ښه بنسټ جوړوي. له دې څخه ورهاخوا د ګډو ګټو لټون، قوي استدلال  او د نړيوالو کنوانسيونونو په چوکاټ کې ترتيب شوې رغنده ديپلوماسي ترتیبول اړين کار وو.څرګند واقعيت دادى چې يوازې اوسنى ټيم  په موجوده تشکيلاتي چوکاټ او په اوسنۍ بڼه د هيڅ ډول نظام جوړولو چلولو او د هيواد د مديريت کولو لپاره اړين مسلکي کادرونه نه لري. افغانستان اوس هم سخت زيانونه وګالل او لا يې هم ګالي. اقتصادي سياسي او امنيتي وضعیت د وخامت خوا ته په چټکۍ سره روان دى. د داسې وضعیت اټکل کيږي چې اوسنۍ ډله څه چې ټول افغانان به يي هم د کنترول وړتیا نه لري.  له خورا زياتو امنیتي تدبيرونو سره سره د الظواهري  وژل کېدو ثابته کړه چې امریکا اوس هم کولاى شي وخت هر څوک په هر ځاى کې له منځه يوسي.زموږ حکومتونه هر وخت د ملي ريښو له نشتون سره مخ وي. واک ته له رسيدو سره سم هغه پخوانۍ ژمنې هيرې کړي  او د واک له بايللو سمدم وروسته تښتي. له تير يو کال راهيسې د انجونو په مخ د ښونځيو دروازې بندې شوې دي خو تعجب دى چې اوسنى حکومت لاهم د ولس د ملاتړ خبره هم کوي. شک نشته چې  زبرځواک هيوادونه چې په سر کې يې امریکا قرار لري د خپل تاريخ پاڼې له بيوزله هيوادونو سره له دوکو فريبونو او د ژمنو له ماتولو څخه ډکې دي خو دا هم باید ومنو چې نړیوال په هيڅ ډول شرایطو کې نه غواړي چې يو ځل بيا د افغانستان له خاورې څخه ورته بالفعل او يا بالقوه ګواښ شتون ولري. له موجوده حکومت سره د تعامل روانه پروسه او په ځينو مواردو کې اقتصادي مرستې د همدغو موخو برخه ده.که همدا اوس د امارت مشران د نوښتونو جرئت ونکړي، د خپل مټکور ذهنيت د سمون لپاره په خپله لاس په کار نشي، حکومت ته ملي مشروعیت ترلاسه نکړي مسلکي خلکو ته د چارو سمبالولو دنده نه سپاري، له نړې سره په خپلو ژمنو باندي وفا ونکړي، اوسنى وضعیت نه افغانانو او نه هم نړيوالو ته د منلو وړ دى. موږ به متأسفانه ډير څه وبايلو. د افغانستان ستونځه ورځ تر بلې پيچلي کيږي کړاوونه او شخړې زياتيږي حتى د افغانستان جغرافیه له ګواښ سره مخ کيږي. متاسفانه  اوسنيو حاکمانو نه خپل ملت خپل کړاى شو او نه يې هم نړيوال ملاتړ ترلاسه کړاى شو. کله چې حاکمان په انحرافاتو سر کيږي نو مسئوليت مستقیماً د عافیت په ګوښه کې ناستو هغو مخورو پاکو او ژمنو مشرانو د درد او درک درلودونکو ځوانانو او د عامو خلکو ته متوجه کيږي چې فکر کوي هغوى هيڅ نشي کولاى، دغه وخت د چوپه خوله پاتې کيدو دى. وخت او شرایط نورمال نه دي، يوازې هغوى څه کولاى شي؟ حکام د انتقاد اوريدووړتیا نه لري او داسې نورد سمون او بدلون لپاره تعمیري مبارزه توپک او توره نه غواړي.اوسنى ستونځه هم همدغه شان ده.حاکمه ډله د خپل لوري هرڅه سم ګڼي. د پړې ټوله ګوته نړيوالو ته نيسي او مخالفین له حکومت سره جګړه د حل يوازنۍ لاره ګڼي، خو دواړه خواوې سهوه شوى دي. په دغه ډول فکر کولو هم حاکمه ډله او د وسلوال مخالفت پلويان ستونځه لا نوره پيچلتيا ته بيايي او زموږ تراژيديو ته ضرب ورکوي.که د حال له غوښتنو او شته شرایطو سره سم کار کول غواړو نو له خپلو وروڼو سره د جګړې پرځاى به له تاوتریخوالي پرته په سياسي سوله ييزو لارو باندې مبارزه پيلوو د ړنګون او نسکوريدو، د نظام لړزانده کيدو د اقتصادي وضعیت د ټکنى کيدو مخه به نيسو. د نظامونو د نړيدو تيرو ستونځمنو تجربو ته په پام کولو له نسکور نظام څخه همدغه ګوډ مات شل شوټ نظام هم په مراتبو ښه دى.راځئ يوه ساده سيده ارزونه وکړو. هغه دا چې د دوحې د تړون ډيره برخه کوم اړخ نقض کړى ده؟ ايا امریکا ته د پړې ګوته نيول د تړون په هکله زموږ مکلفیت ختمولاى او ستونځه مو حل کولاى شي؟ ايا موږ د افغاني خبرو له لارې هغه شان ټول شموله اسلامي حکومت جوړ کړاى شو چې امریکا راسره د مرستو نه کولو او له نورې نړۍ څخه راته د مرستې نه غوښتلو له امله د دوحې د تړون ماتوونکي وګڼو؟ ايا موږ د خپل ولس د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره کله هم هڅه کړې ده؟تعجب نه دى چې له تير يو کال راهيسې مو له هيڅ ډول کره منقول او معقول دليل پرته د ملت د مليونونو بچيانو په مخ ښوونځي تړلي دي، ولس، امت او نړئ چيغې وهي چې د هيواد د انجونو لپاره ښوونځي پرانيزئ، خو زموږ د حکامو په چلن لاهم يوازې په دروغجنو ژمنو ولاړ دى. د چارواکو د علميت کچه دومره لوړه ده چې د ملت فرياد د امریکايي تبلیغاتي جګړې اغيزې ګڼي او نړئ ته د ملامتي ګوته نیسي؟ولس له موجوده حکمرانانو څخه په ديني اصولو او ملي ګټو باندې معامله کول نه غواړي، بلکې غوښتنه يې داده چې حکام د عصر وخت او زمانې له غوښتنو سره په خپل چلن او تعامل کې د بدلون راوستلو جرئت وکړي. دغه ظرفیت اوس نه ليدل کېږي.حکمرانان باید پوه شي چې دا د امریکا له شل کلن اشغال څخه اغيزمن ملت نه دى. دا شل کاله پخوانى له کورنیو جګړو څخه راپورته شوى نيمه زده کړى ملت هم نه دى. د دغه ملت د خپلواکي ازادي او استقلال کچه له مريخ څخه هم لوړه ده. د خپلو حقونو د غوښتلو لارې چارې او له حکامو سره په چلن کې خپل حدود پيژني. حق حتماً غواړي خو د جګړو او توپک کارولو له لارې نه، بلکې د اسلام او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ننه د سياسي او سوله ايزې مبارزې له لارې، هر ډول، هره بڼه، هر فورم او هر ادرس کاروي ترڅو  حاکمان خپلو مکلفیتونو او مسئوليتونو  ته متوجه کړي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا