گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کابل ته د پاکستانی پلاوی سفراوپه پاکستان کی د پوځ دسرلښکربدلون!
کابل ته د پاکستانی پلاوی سفراوپه پاکستان کی د پوځ دسرلښکربدلون!

کابل ته د پاکستانی پلاوی سفراوپه پاکستان کی د پوځ دسرلښکربدلون!

پاکستانی خبری آژانسونواو مطبوعاتو د پاکستان دبهرنیو چارودوزارت  د مرستیالی میرمن حناربانی کهر په مشرې کابل ته د یوه پاکستانی پلاوی د رسیدو خبر ورکړی دی .دافغانستان پلازمینی کابل ته  د آغلی حنا ربانی کهر سفر په داسی مهال کی ترسره کیږی چی د افغانستان  په ګاونډی هیواد  پاکستان کی د پوځ دنوی ټاکل شوی مشرجنرال عاصم اکرم ته دهغه هیواد د پوځی واک د سپارلو مراسم ترسره کیږی .

د حیرانتیا خبره داده چی کابل ته د میرمن حنا ربانی کهر په راتګ چی د طالبانو د اقتصاد وزارت د مرستیال عبدالطیف نظری او په کابل کی د پاکستان د سفارت د چارواکو لخوا یی د کابل په هوائی ډګر کی هرکلې وشو ددی سره هم مهال په پاکستان کی د افغانستان په چاروکی په لاس وهنه  تورن اودپوځ سر لښکری ته  د عمران خان د احتمالی کاندید جنرال فیض حمید له وخته استعفی ورکړه او ویل کیږی چی له جنرال فیض حمید څخه چی د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کی به د تقاعد په موخه رخصت کیده د شهباز شریف په مشری د حکومت په تیره بیا د نوی سرلښکر جنرال عاصم اکرم له

لوری وغوښتل شول چی له وخته وړاندی تقاعد واخلی . شنونکی د پاکستان او سیمی په سطح دغه ډول بدلونونه نه یوازی په پاکستانی سیاست کی د پوځ پریکنده رول په ګوتو کوی بلکه داهم په ډاګه کوی چی کیدای شی د میرمن حنا ربانی کهر په مشرې د پاکستانی پلاوی سفر به هم د ښځوپه وړاندی د طالبانو له لوری په  ناسم او ظالمانه چلند کی د بدلون پر ګواښ تعبیر کړای شی .

داکتنه په داسی حال کی ترسره کیږی چی تر بل هر مهال زیات د افغانستان د طالبانواو د پاکستان د حکومت ترمینځ اړیکی په ناغوښتی ډول ترینګلی دی . کیدای شی ددی علت به په حکومت دارۍ او له اولس سره په چلند کولو کی نغښتی وی چی په خواشینی سره طالبان تری بی برخی دی او نه شی کولای د یوه مسؤل اومشروع حکومت په توګه په افغانستان کی د اوسیدونکو وګړود ورځینیو اړتیأو په پوره کیدو کی مرسته وکړای شی . چی د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیی له مخی ددغه اړتیاو په ګوته کول او دهغوی لپاره د لازمو اقداماتو ترسره کول د پاکستانی پلاوی او طالبانو ترمینځ د خبرو اجندأ ښودل شوی ده . لکه څنګه چی د طالبانو په لاس کی د باختر خبری آژانس دغه کتنه په لاندی بڼه خپره کړی ده …….. په دې کتنه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ مثبتې، نېکې او ښې اړیکې د ولسونو او سیمې په ګټه وبللې.هغه په کتنه کې په پاکستان کې د افغان بنديانو د خلاصون، یو بل هېواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو را منځته کولو، د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کې د پرمختګ او چټکتیا په اړه هم خبرې وکړې….. په همدې حال کې پاکستاني هیئت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي. په کتنه کې حنا رباني کهر ویلي چې افغانستان او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري، نو د دواړو هېوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا