گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کاکا غمخـــوراو دشائــــعاتـــو په بازارکی د کټ اوفیسټ سیاست !
کاکا غمخـــوراو دشائــــعاتـــو په بازارکی د کټ اوفیسټ سیاست !

کاکا غمخـــوراو دشائــــعاتـــو په بازارکی د کټ اوفیسټ سیاست !

له افغانانو سره مذاکرات هم د عقل تقاضا ده هم د نقل ، خو له غلو داړه مارو غاصیبنو او قاتلینو سره مذاکرات بیا هم دعقل خلاف دی هم دنقل.له افغانانوسره دی سوله وشی اوپه خاینینو دی انتقالی عدالت پلی شی دا مرغلری همدا اوس د ضابط صاب خلوصی له خولې راووتې ما او کاکا غمخوردچکچکو پرپړکاونازا و او تقدیر مو کړ .

بل لوری ته  په قطر کې د امریکا او افغانستان د شپږ ورځنیو مذاکراتو په اړه می د امارت اعلامیه و لوسته له دې پرته چی په مذاکراتو کې د امریکایانو په وتو ټنګار شوی نور هغه څه چی موږ په رسنیو کې د خبرو او یا هم شننو له لاری اورو هیڅ هم پکې نه و

له (نن ټکی آسیا) خو هسی د رویټرزاونیویارک ټایمز د کټ او فیسټ Recycle Bin جوړه شوی .په هر صورت اوضاع او حالات هیله بښونکی دی او هغوی چی وایې :پاکستان د طالبانو د خبرو تر میزه د را وستلو په بدل کې ۱۲ بیلیونه ډالر اخیستی ، هسی د مورۍ تور دود دی طالبانو له خپل سقوط وړاندی آن تر نن پوری له امریکا سره په مخامخ مذاکراتو ټنینګار کا ؤو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا