ښـځـه انـسـان، یو آبـرومند مخلوق دی
د عـاطـفـې، مـیـنې، خـ “اوند مخلوق دی
بـغـېر لـه ښـځـو، ژوند نـیـمګړی ښکاری
د انـسانی ژوندون، د خوند مخلوق دی
ښــځــه او نــر، لازم مــلــزوم دی ســره
د نـاریـنـه سـره، پـــیـــونــد مخلوق دی
کـه ښـځـه نـه وی؟ نـاریــنـه بـه نـه وی
ښځه انسان، د مـیـنې ژوند مخلوق دی
ښځه او ګل، تر ټول مخلوق ښـکلی دی
ښځه ښـکـلا کې، سـربـلـنـد مخلوق دی
ښځه خو مور ده، خور ده، لور ده د چا
ښځه هـمـسر، خوږه او قند مخلوق دی
ښځه نـړۍ کې، د ښکلا ســمــبــول دی
تر ښکلیو ښکلی، ارزښتمند مخلوق دی
ښځه د ټـــولـــو انــســانـانـو، مــور ده
انسانی مــیـنـې ته، پـابـنـد مخلوق دی