گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کـــریما ببـــخشای بر حال مـــــا کـــه هســتیم اسیــر کمنــد هــوا !
کـــریما ببـــخشای بر حال مـــــا    کـــه هســتیم اسیــر کمنــد هــوا !

کـــریما ببـــخشای بر حال مـــــا کـــه هســتیم اسیــر کمنــد هــوا !

زما د لیکنو د خپرولو په تړاو یې د نقد په لهجه راته وویل؛ د هغې ځانګړی رسنئ لخوا ستا لیکنې خپریدل به ستا راتلونکئ سیاسی حیثیت ته زیان ورسوی، ځکه چې هغه رسنئ د طالبانو په پلوی خپرونې کوی. مال،  په لمړی سر کې باوری نه یم چې هغه رسنئ د طالبانو لپاره خپرونې کوی، خو که بیا هم ومنم چې د خیمې مراندې یې د طالبانو خواته کږې دی، نو هیڅ خبره نه ده. داسې رسنئ هم زما لیکنې خپروی  چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د حکومت په تله کې کاڼئ اچوی او پړه هم نه ګڼم، ځکه چې هغه یې نظریاتی اړخ ده. د هرې رسنئ نظریاتی او فکری تړاوونه معلومیږی چې کوم لور ته میلان لری، د کومې نظریې پلوی کوی. دغه ځانګړتیا نه یوازی زمونږ په کورنیو رسنیو کې محسوسه ده، بلکې نړیوالې رسنئ هم دغه ډول تمائلات لری. وحید خپله سیاسی راتلونکې د ځان لپاره ټاکلې ده.   نه غواړی د متملقانه لیکنو او غوړه مالی کولو لکه ځینې یاران ولسمشر غنی ته د محبوب مشر او یا زرکلن شې بابا! ویلو او طالبانو ته په سپینو اسونو باندی سپاره د کابل د فتحه کولو خوبونه وګوری. ترڅو وزیر، مرستیال او یا والی شی.زه وحید یم، وحید اوسیدل او د وحید په توګه پیژندلو او ژوند کولو ته لومړیتوب ورکوم.  له خورا زیاتو نیمګړتیاو او ملحوظاتو سره سره د ملی مصلحت پربنسټ دلته شته نظام مشروع ګڼم، د حکومت له ډیرو کړنو سره له مخالفت  سره سره یې د افغانانو ترمنځ د له هوکړې پرته نسکوریدل نه غواړم.  زه د نظام او حکومت د نسکوریدلو او نسکورولو مخالف یم. ما هغه غمجنې پیښې لیدلی دی او لاهم راته د داودخان، نجیب او د طالبانو د حکومتونو د نسکوریدلو په مهال او له هغه وروسته غمیزې یادې دی. نه غواړم هغه شرمونکې انځور بیا ووینم. نه غواړم افغانان بیا کډې بار کړی، پردئ دروازې وټکوی او بیا په بله کورنئ جګړه کې ښکېل شو. زه د بیان ازادی د اوسنی نظام د تیرو دوو لسیزو تر ټولو ارزښتناکه لاسته راوړنه ګڼم. په نقد باندې د سمون او بدلون په موخه باور لرم او په خپلو لیکنو کې د نیوکو او ستایلو په مورد کې د احتیاط او د انډول خیال هم ساتم. نه غواړم ړوند مقلد و اوسم، د کوم ځانګړې جنګی لوری له هرې روا او ناروا کړنې څخه دفاع وکړم او د مخالف لوری مثبت اړخونه هم نقد کړم. یوه ټوکه لیکم. واى یوه غبی طالب نورو طالبانو ته وویل چې نن مې له استاذ څخه پوښتنه وکړه بس وچه ولخه شو. هغه دا سې چې استاذ ته مې وویل؛

“کریما ببخشاى برحال ما که هستیم اسیر کمند هوا”

که له هوا څخه “ه” لرې کړه “وا” به پاتې شی، خو که له “وا” “و”  لرې کړې, نو څه خاورې به پاتې شی؟واى بس ملا بیځوابه شو. نو اوس مطلب داده چې که د موجوده نظام له لاسته راوړنو څخه د بیان ازادی لرې شی، نو څه خاوری به ورته پاتې شی؟نولس کاله وړاندې د طالبانو نظام نسکوریدل او له نسکوریدو وروسته له طالبانو سره د امریکا او د وخت د حکومتی چارواکو چلن وحشت وه. طالبان یې مجبور کړل چې هیواد پریږدی، مګر له کله نه چې طالبانو ته په دوحه کې د مذاکراتو لپاره دفتر پرانستل شوئ ده او د حکومت لخوا هغوى ته د مذاکراتو وړاندیزونه شوی دی، له افغانانو سره د هغوى جکړه موجه نه ګڼم او د سولې په تړاو په مختلفو مراحلو کې د هغوى بانې راته د منلو نه دی. روانه جګړه د خپلو ارزښتونو جګړه نه ګڼم او اوږدوالئ یې د هیواد او ملت په زیان بولم. مونږ باید حکومت او طالبان دواړه تشویق کړو چې د بیان ازادی اصل ته ژمن پاتې شی. طالبان خو هسې هم متاسفانه دغه اصل ته متعهد نه دی، خو د حکومت لخوا د بیان د آزادی حق سلب به د تیرو دوو لسیزو په ستره لاسته راوړنه باندی تاړاک وی. د بیان آزادی هغه بشری ارزښت ده چې له انسانی کرامت سره حیاتی تړون لری. هغه دینی او مدنی اصل ده چې انسان ته  د هیڅ ډول خوف او ویرې له شتون پرته د خپل فکر او عقیدې څرګندولو فرصت برابروی. یوازې د نورو انسانانو ازادی نفى کول په معتقداتو او شخصی حریم باندی تیرى هغه پولې دی چې د بیان د آزادی حق سلبوی. زه د بیان ازادی له دیموکراسی سره نه تړم، بلکې د اسلام د مقدس دین هغه ځانګړتیا یې ګڼم چې اوس لویدیځ غصب کړی او په ځان پوری یې تړی. په اسلام کې د بیان ازادی د یو صحابی په خبره کې په ښه توګه انځوریږی چې رسول الله ته وایی چې “اى د خداى رسوله! دا ستا رایه ده او که د جبرائیل امین وحى ده. که ستا رأیه وی نو زه مخالف یم”د امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق په وړاندی د مهر په هکله یوه پیغله پورته کیږی او په زغرده وایې چې ای امیرالمؤمنین تاسو څوک یاست چې زمونږ مهر معلوم کړئ؟ زموږ مهر خو زمونږ واک کې ده او دغه واک مونږ ته رب الجلیل راکړئ ده. حضرت عمر فاروق یې ورسره منی چې نوموړئ سهوه شوئ ده او مهر ستاسو حق ده. که په عمر فاروق باندی د خطبې په مهال څوک غږ کوی چې غوږ نه درته نیسم ځکه چې ستا کالی ستا له غنیمت څخه زیات دی او عمر ابن الخطاب ځواب ورکوی چې د زوى برخه غنیمت یې له خپل سره یوځاى کړئ او ځانته یې جامې ورڅخه جوړې کړې دی. دغه د بیان ازادی ده چې څوارلس سوه کاله پخوا یې اسلام مونږ ته حق راکړئ وه. مګر داهم واقعیت ده چې د خلفأ راشدینو له دورې څخه وروسته په اسلامی نړئ کې د بیان ازادی د دربارونو او شاهانو د شخصی اړتیاو او د واک د انحصار په موخه د بیان د آزادی حق سلب شوئ او د اسلام دغه زرین دور هیر شوئ ده، خو لویدیځوالو دغه اصل د دیموکراسی په ارزښتونو کې ورګډ او راګرځم اصل مطلب ته. هغه  دا چې حکومتی اړخ د بیان د ازادی له دومره لوړو دعوو سره سره بیا هم د هغې پخوانئ پرسوده نظریې پر بنسټ ولاړه تګلاره تعقیبوی چې په سیاست او ټولنیزو چارو کې زمونږ ژبه او قلم باید د حاکمې طبقې ملکیت او د هغوى په اختیارکې وی،  د هغوى له نظره په ټولنه کې د رسنیو او لیکوالانو رول باید د حکومت د سیاسی دکتورین د ترویج او تفهیم لپاره وی. پاتې شوه د څار خبره. نو تاسو مې دومره پوه کړئ چې څارګرې ادارې نور کار نه لری؟ هرڅه سم دی؟ بس یوازې د وحید بې پرې لیکنې د نظام په زیان ګڼی او هغوى نورې ازادی او حکومت پلوې رسنئ نه لولی؟ هغوى خو هم زما لیکنې خپروی.

زه خو د افغانانو ترمنځ جګړه، جګړه ایز ذهنیتونه جنګی ترانې او جنګی خپرونې نه د طالبانو او نه هم د حکومت تأئیدوم. زه د افغان په لاس د افغان د وژلو ناورین د واک په سر جګړه او له ټولو موازینو سره په ټکر کې ګڼم. که جګړه مجبوریت او یوازې د دځانی دفاع لپاره مشروع هم وی، نو د ویاړ ځاى نشته. که حکومت او یا هم حکومتی ادارې د بیان په د ازادی باندې د باور له دعوې سره سره بیا هم زما دریز مخالفت ګڼی نو د بیان ازادی دعوه نفى کیږی. ازادی دا نه ده چې خلک یوازې ستاسو د مخالف لوری بد اړخونه راوسپړی.داسې څوک شته چې هغوى پوه کړی چې وحید توپک نه لری. د توپک له شپېلئ څخه په را وتلی بریا باور نه لری. ژوند یې خوښ او د ژوندى پاتې کېدو لپاره تلوسه او هیلې لرې. ستاسو مخالف نه ده. بلکې له جګړو څخه ستومانه شوئ،  ځوریدلئ کړیدلئ، ځپل شوئ او د سولې د هڅو له کاروان سره ملګرئ شوئ هغه شخص ده چې ستاسو سورڼی ته نڅا نه کوی. نه، کله هم نه!که زه ووایم چې  زمونږ خویندو ته د مصئون ماحول له جوړولو پرته په څلور دیرشو ولایتونو کې د والی د مرستیالې په توګه د یوې ښځه ګمارل د ښځو له وزارت سره سره د ښځو عالی شورا جوړولو څخه وړاندی ښځو ته په میراث کې او د ازدواج حق ورکول زیات اړین دی، نو نه یوازې حکومت یې نه منی بلکې د طالب طالبانی ذهنیت او یا هم بله ټاپه هم راباندی لګیږی.یوه لیکنه کې مې طالبانو ته د هغوی د نیمګړتیاو په ګوته کولو په ترڅ کې د سولې لپاره د انعطاف ښودلو سپارښتنه کړې وه، نو یو طالب پلوی راته په خورا تنده او قهرجنه لهجه په یوه غږیز پیغام مخاطب شوئ وه.ډیرې مضبوطې ډبرې هر لوری ته شغوې، خو حقیقت ته نه راځی.  حقیقت خو داده چې تاسو هم لکه هغه بله ورځ ملا بیچاره (دوکتور ایاز نیازى یې یاداوه) ځان ورباندې ووژنئ! مال، ډیر ښه مولوی صاحب محترمه! مګر زه خو د هیچا وژل نه غواړم او په بل چا باندې د ځان وژل خو بالکل نه غواړم. زه ارام ژوند تیرول خوښوم. هغه شهید شوی مولوى صاحب هم د محراب او منبر له ټریبیون څخه خپل دینی رسالت سر ته رساوه. هغه نه غوښتل چې ووژل شی. له هغه سره توپک نه وه. خو متآسفانه زمونږ  په ټولنه کې د مخالف خبره نه زغمل دود ګرزیدلئ ده. دلته  د زغم ماده ختمه شوې ده. د توپک له شپېلئ څخه د بریا لټوونکیو  هغوى ووژل، خو د قاتل ستونځه هم حل نه شوه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا