له کابل څخه زموږ یو همکار د سپوږمی رادیو چی اوس هم د حامد خان کرزی له خوا تمویلیږی دغه راپور رالیږلی دی چی ګنی دافغانستان د ملی وحدت دحکومت مشراشرف غنی نن د خپل پخوانی ملګری او سلف ارباب حامد خان کرزی کور ته لاړ
او له نوموړی سره یې اختر مبارکی وکړه، په دغه لیدنه کې حامد کرزی له طالبانو سره د ولسمشر غنی د اوربند نوښت وستایه او ټولو هیوادوالو ته یې ددغه سترې بریا مبارکی وویله.کرزی له ټولو سیاستوالو او هیوادوالو وغوښتل چې د ولسمشر غنی د سولې وروستیو هڅو هرکلی او ملاتړ وکړی.خو ددی ترڅنګ یی د طلوع تلویزیونی شبکی لخوا خپریدونکی د شبکه خندا په نوم د انتقادی او سیاسی پروګرام هغه برخه هم رالیږلی ده چی دغه ملاقات د طنز په ژبه بیانوی . چی دادی موږ یی له دغه تلویزیونی چینل څخه په مننه تر تاسو در رسوؤ
په پای کې ولسمشر غنی د سولې په برخه کې د حامد کرزی د ملاتړ او هڅو مننه وکړه او دواړو مشرانو د یو باثباته او سوکاله افغانستان هیله وکړه.