گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کاشکې نورمودپردیـو منل نکړه
کاشکې نورمودپردیـو منل نکړه

کاشکې نورمودپردیـو منل نکړه

شل کـوو یې، خو تـر اوسه چـا شـل نـه کـړه

کومه ستونځـه، په جنګونو، چا حل نـه کـړه

بـې عـلـتـه ورور د ورور پـه لاس نـابود شی

کـاشـکـې!!! نـورمـو د پـردیــو، مـنـل نـه کـړه

په لوی لاس مو دا وطن، وران او ویجـاړ کړ

کاشکې!!! نور مـو د وطـن، ړنـګـول نـه کړه؟رښـتـیـا سـولــه کې، د ټـولـو خلکو خېـر دی

کـاشـکې!!! نـور مـو د یوبـل، جنګول نـه کړه

کرونا ویروس یوې خوا تـه؛ جـنـګ بـل خـوا

کاشکې!!! نـور مـو شـرمــول، زېـړول نـه کړه

کفارسولـه کې ژونـدون کا، مـوږ په جنګ کې

کاشکې!!! نور مو پردی جنګ، اوږدول نه کړه

سـره یـوشـئ افــغــانــانــو، افــغــانـان یــئ!

کاشکې!!! نورمو دخپل ځان، شرمـول نه کړه

یـومـو خدای، یومـو رسول، یومـو اسلام دی

کاشکې!!!نورموخدای، رسول، غلطول نه کړه

مـسـلـمـان یـو، پـر اسـلام بـانـدې مـئـیـن یـو

کاشکې!!!نـور مـو مـسـلـمـان، غـولـول نه کړه

انـسـانـان یـو، د انــســان نــسـل کُـشـی کـړو

کاشکې!! نـور مــو انــســانــانــو، وژل نه کړه

لا تـرڅــو بـه یــوبـل وژنــو، دابـه حــال وی؟

کاشکې!!! نـور مـو د هــیـواد، ورانـول نه کړهد “مـعـلـم” خـوارکی غــږ بـه، آخــر بــنـد شی

کاشکې!!! نور مو دا بـد مـرغـه، عـمـل نه کـړه

ســولــه وکـړئ، پـه رښـتـیـنـې سوله وکړئ!!!

کاشکې!!! نـور مـو د اصلاح، ځـنـډول نه کـړه

خپل نـصـیـب هـرچاتـه رسـی، په هرځای کې

کاشکې!!! نـور مـو د تـعـلـیـم، بـنـدول نه کـړه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا