گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ډیر ښه خو نیمګړۍ ؤلسی تړون!
ډیر ښه خو نیمګړۍ ؤلسی تړون!

ډیر ښه خو نیمګړۍ ؤلسی تړون!

دنواندیشی یادونه : که څه هم د افغانستان په لرغونی تاریخ کی دا لومړۍ ځل نه دی چی د ملی او اولسی  مشروعیت د ټینګار په موخه اولسونه او قومونه د عمل ډګر ته راؤزی او په افغانی ټولنه کی د قانون او ؤلسواکۍ  د بنسټیزکیدو په لاره کی په  داسی لارو چارو لاس پوری کوی چی د ټولنی په راتلونکی تاریخ  کی د استبداد پر کاڼو تلل کیږی .  د حیرانتیا وړ ده چی د خوست هغو غیرتی اولسونو چی یو مهال د لوی پکتیا یعنی (خوست  پکتیا او پکتیکا ) د ځینو خاصو عواملو او دلائیلو له مخی دیوه منظم قومی تړون پربنسټ  پریکړه کړی وه چی ښوو نځی ته به دهرکلی او بانډې له لوری هغه هلکان ور معرفی کیږی چی د قرعی آچونی د لړی په آخیره کی ځای پیداکړی .ددی معنا داوه چی ګنی سواد او پوه لاس ته راوړل د یوچا په ژوند کی تر ټولو زیاته بدمرغی بلل کیده خو له نیکه مرغه هم هغه اولس چی یو مهال یی زده کړ ی او سواد شرم ګڼل نن یی په داسی حال کی چی د قانون واکمنی له بل هروخت زیاته له خطرونو سره مخامخ ده پریکړه کړی چی که دچا اولادونه له ښونځی پاته شی نو یولک افغانی به د ناغی یا جریمی په توګه تری آخستل کیږی .په خوست کی ددوه منده ولسوالۍ د اوسیدونکو دا پریکړه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د وخت هغه قیصی او داستانونه را یادوی چی حتی کله به چی مشرکینو او کفارو پری حمله کوله او له مشرکانو څخه به یی اسیران ونیول او هغو به چی لیک او لوست زده ؤ نو د هغوی د خلاصون لپاره یی  د دریو ماشومانو که نجونی به وی یاهم هلکان د سواد د ورزده کیدو شرط ایښی ؤ یعنی که کوم یوه اسیر به دری تنه باسواده کړل نو هغه به آزادیدو . خو له دی سره سره چی د  د قانون د پلی کیدو په لاره کی د خوست د دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکو پرېکړه  یو لوی ګام شمیرلی شی  د اسلام د مقدس دین د لومړیو پیړیو پر خلاف  د یوی لوی تشی درلودونکی هم ده هغه داچی په دی تړون کی یی یوازی نارینه اولادونه یعنی  هلکان  په پام کی نیولی دی او هغه زیات شمیر نجونی یی چی دهلکانو سره اوږه پر اوږه او ګام پرګام  د پرمختګ لاری وهلی شی دتل په څیر د امکاناتو په نه درلودلو توجیه کړی دی په داسی حال کی چی داسلام ستر پغمبر محمد مصطفی ص د جګړی په ډګر کی هم دغه فریضه تر ټولو مهمه شمیرله او ور ته ځانګړی  پاملرنه یی کوله په هر حال زموږ له چارواکو او دښونی اوروزنی د دګر له فعالینو غوښتنه داده چی د ښوونی او روزنی په برخه کی د هرراز مرستو په وړاندی کولو  ددغه شانی قومی تړونو نو ملاتړ وکړی

____________________________________________

د خوست د دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکو پرېکړه که کومه کورنۍ خپل ماشومان له ښوونځی منع کړی نو یو لک افغانۍ به قوم ته ناغه ورکوی.  راپور زیاتوی چی ۱۵ کلن بیت الله د خوست ګردیز په لویه لاره کی د موټرو دترمیم ورکشاپ لری هغه دغربت له مخی د زده کړو بی برخی او دڅوکالونو راهیسی دلته کارکوی . ۱۵ کلن بیت الله هیله من دی چی دهغه تړون په عملی کولو سره به ورته بیا د زده کړو چانس برابر شی چی له مخی یی پریکړه شوی که کومه کورنی ماشومان له ښونځی منع کړی نو یو لک افغانۍ به ناغه کیږی او ۱۵ کلن بیت الله هم په خپلو خبرو کی ددغه اقدام ته داشاری په ترځ کی وویل : دا خو ځکه ښتړون دی او مکتب ته به ځو چی هغوی چی یولک افغانې غواړی نو موږ خودلته یو لک افغانی نه شو ګټلای نو مجبور یو چی ښوونځی ته به ځو . ښوونځی ته تګ خو زموږ هم ګټه ده چی دمزدورۍ به خلاص یو اوبل لورته دوطن لپاره هم ډیره ګټه ده چی وطن ته به خدمت کوو .  او ددی ترڅنګ به کورته هم ګټه وی …. د د دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکوپه  تړون کی توافق شوی چی له پنځه کلنو ماشومانو نیولی بیا تر شل کلنو ځوانانو پوری ټول ښوونځی ته ځی .کنه نو کورنی به یی یولک افغانۍ ناغه ورکوی . خو داندیښنی وړخبره داده چی په دغه تړون کی نجونی نه دی شاملی .دسمون ټولنیز بنسټ غړی وائی چی په ټوله ولسوالی کی دنجونو حتی یو ښوونځی هم نلری .

بل لوری ته دسمون د ټولنیز بنسټ یوتن غړی سلیمان دغه تشی ته په اشاره کی وویل چی نجونی خو زموږ لپاره هم ډیری ضروری دی خو داچی امکانات نشته بیا نو زموږ ډیره  ناکامی ده کنه نو فکریی راسره شته په فکری لحاظ را ته جوته ده تردی چی موږ تړون وکړ زما ګمان په افغانستان کی به دایوازینی تړون وی چی موږ یی دعملی کیدو په لټه کی شوی یو خو که چیرته زموږ لپاره د هغی په هکله هم زمینه برابره وای نو موږ به  په دی برخه کی هم اقدام کړی وای . د ویلو ده چی له دی وړاندی د نورو سیمو قومی مشرانو هم دی ته ورته تړونونه کړی دی چی په ټولنه کی د بیساری فکری تحؤل څرګندوی کوی . ….د ویلو ده چی له دی وړاندی د نورو سیمو قومی مشرانو هم دی ته ورته تړونونه کړی دی چی په ټولنه کی د بیساری فکری تحؤل څرګندوی کوی . ….په ورته وخت کی دخوست دپوهنی رئیس نصیر احمد روښان د هلکانو او نجونود زده کړو ته  پریو شان پاملرنی ټینګار لری او وایی چی په بر خه کی یی عملی کارونه مخ ته وړی هم دی . ده دخپلو خبرو په ترځ کی وویل چی ما دوه ورځی وړاندی د دوه مکاتبو لپاره احکام ورکړی دی چی په دغه ولسوالۍ کی ایجاد شی محلی صنفونه پکی جوړشوی او راتلونکۍ تعلیمی کال به نه یوازی په دی ولسوالۍ کی بلکه په ټول خوست کی د نجونو دزده کړو لپاره یو ښه کال وی ځکه چی له همدی شیبی چه موږ اوتاسو پری خبری کوو په ټولو ولسوالیو کی پری کار روان دی

ددغه راپور په چمتو کولو کی د مشال رادیو له تکړه خبریال او ژورنالیست  نجیب الله الوخیل اودامریکا غږ دتکړه خبریال او ژورنالیست  دمحمد ابراهیم رحیمی  څخه مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا