گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خلیفه صاب او پرکانټی ننټال هوټل دبرید عاملانو ته د جنت زیرۍ :
خلیفه صاب او پرکانټی ننټال هوټل دبرید عاملانو ته د جنت زیرۍ :

خلیفه صاب او پرکانټی ننټال هوټل دبرید عاملانو ته د جنت زیرۍ :

که څه هم تصؤف اوعرفان د بنیادم په وجود کی د تاؤتریخوالی د مخنیوی اخلاقی اسلوب ګڼلای شی خو له کله چی نړیوال  استعمارپه ځانګړی توګه په ختیځ او اسلامی ټولنو کی  د لویو او کوچنیو هیوادونوامنیتی او استخباراتی کړۍ په دی وتوانیدل چی تصوف یا همدغه د خشونت او تاؤتریخوالی ضد له مهربانی او محبت څخه ډکه کړنلاره یی  د خرافاتو پر خونړیو وزرونو  د اسلام ددین  د اصلی روح چی دسولی ،  نیکمرغۍ او له هر ډول تاوتریخوای او خشونت څخه پرته د انسان او ټولنی د عمومی تکامل معنوی ستره زیرمه ده  د مسخی او                                                     

   تغییر په موخه وکارولو . کله چی روسی استعمارزموږ پر ګران هیواد افغانستان خونړی یرغل وکړ اوزموږ غیرتی په هیواد مین  اولس یی کور او کلی پریښودو ته اړباسلو نواستعماری استخباراتی شبکوپه ځانګړی ډول دپاکستان د پوځ استخباراتی بنسټ ISI  ددغه مظلوم اولس له مظلومیت څخه په ناوړه ګټه پورته کیدو په ډیر مهارت سره د افغانانو په رګونو کی ځای ونیوداسی چی آرام ، آرام یی د ثروت او کاذب قدرت په لمن کی پر خرافاتواو اوهامو  باندی ککړو افکارو ته دپرمختګ زمینه برابره کړه .د لویو ډلو په مینځ کی یی د ځینو جهادی قوماندانانوسره  په مستقله توګه نظامی او لوژستیکی مرستی پیل کړی چی د مولوی محمد یونس خالص په مشری د اسلامی حزب قوماندان مولوی جلال الدین حقانی یی هم په خوست او شرقی جبهاتو کی دهمدغه شان لاورینو برخمن کړ او په مستقله توګه یی ورسره مرستی کولی دا مرستی تر هغه جاری وی چی په کابل کی د مجاهدینو په لاس حکومت جوړ شو او مولوی جلال الدین حقانی هم په هم هغه حکومت کی د عدلیه وزیر په توګه مقرر شو خو د پاکستانی دوه مخی سیاست په تقاضایی دعدلیه وزارت ددغه پٌست له منلو ډډه وکړه . خو په کابل کی د ګلبدین حکمتیاراو خدای بښلی استاد برهان الدین ربانی ترمينځ یی دروغی جوړی په راوستو کی د نورو ترڅنګ لوی رول لوباوه .

که څه هم د طالبانو د لومړنی  امارت په مهال د سرحدونو دچارو د وزیر په حیث مقرر شوی ؤ بیاهم په  یوه استخباراتی  مصلحت یی د هغه وخت له امارت  سره اړیکی خړی پړی وی له ۲۰۰۱ کال وروسته هم چی مولوی جلال الدین حقانی د پاکستانی پوځ په میدان کی لوبیده ددی سره ، سره چی په کابل کی یی د حامد کرزی په مشری له کینول شوی حکومت سره دنورو جهادی مشرانو  په څیر مستقیمی اړیکی نه درلودی خو مولوی جلال الدین حقانی د خپل ورور ابراهیم حقانی په وسیله د حامد کرزی په مشری د هغه وخت له حکومت سره داسی اړیکی درلودی چی ویل کیدل مولوی جلال الدین حقانی د سولی شوری له استخباراتی بودجی څخه هم ګټه آخیسته .خو دا رابطه هغه وخت وشلیده چی په افغانستان کی د اشرف غنی او ډاکتر عبدالله په مشری د ملی وحدت په نوم حکومت جوړ شو او د مولوی جلال الدین حقانی د جبهاتو زیاتره مجاهدین د خلیفه سراج الدین  حقانی په مشری د حقانی شبکی په نوم راټول غونډ شول دیادولو وړده داهغه وخت ؤچی عمران خان د تحریک انصاف دګوند مشراوپاکستانې پیراوعالم طاهر القادری  د پاکستان د لومړی وزیر نوازشریف په وړاندی د پاکستانی پوځ په لمسونه د مقابلی ډګرته راوتی ؤ او همدلته وه چی د مولوی جلال الدین حقانی څویم زوی سراج الدین حقانی هم د تصوُف په خرافاتی تارونو وتړل شو او د خلیفه لقب یی تر لاسه کړ . په کابل کی  داشرف غنی او عبدالله په مشری پر ګډ حکومت اود حقانی شبکی ترمینځ خونړی مبارزه روانه وه چی پر کابل بانک اودکابل په زړه  کانتی ننتال هوټل انتحاری بریدونه په همدغه دوره کی تر سره شول .که څه هم د خلیفه سراج الدین حقانی مشری د حقانی  شبکی یوه تن غړی قاری سعید خوستی په تروریستی عملیاتو کی د عامو وګړو ، بی ګناه ښځو او ماشومانو وژنه رد کړه اوهغه یی دوخت د حکومتونو پروپاګنده ؤ بلله خود جلال آباد په ښار کی پرکابل بانک برید

او هلته د بی ګناه ښځواوماشومانو په ګډون د زیاتو بی ګناه کسانود وژلواوزخمی کیدو راپوردا څرګندوی چی دحقانی شبکه په بهر کی د استخباراتی کړیو په لاسونو جوړه شوی ده او د بی ګناه وګړو له مرګ او ژوبلی خوند آخلی .   لکه څنګه چی مو پخوا وویل هغه مهال چی د مجاهدینو د ډلو په مینځ کی ځینی جهادی قوماندانان د پاکستانی استخباراتی کړیو له لوری په مستقله توګه  تمویلیدل چی د ارواښاد مولوی محمد یونس خالص په مشری د اسلامی ګوند یو مشهور قوماندان  خدای بښلی مولوی جلال الدین حقانی هم ؤ چی د خپل عمر تر آخیره یی د قدرت او شهرت غرائز په خپل وجود کی مهار کړی ؤ او تردی چی د مجاهدینو د حکومت پر مهال یی دپکتیا ولایت په ګردیز کی یوی جهادی غونډی ته د مالونولوټل  اود ودانیو ورانول له جهاد او هیواد سره لویه جفا ؤبلله .

خو هیڅوګ نه پوهیږی چی په رښتیا هم ارواښاد جلال الدین حقانی د هیواد او اسلام سره په رښتیانی مینه دغه شان خبری کړی وی او که نه یوازی ددغه د خشونت ضد وینا یی د یوه منظم او توجیه شوی تاؤ تریخوالی لپاره د یوی لومی په توګه په کاروله په هرحال ویلای شو چی کیدای شی ارواښاد جلال الدین حقانی د هیواد او اسلام سره د بی کچه مینی له مخی دا وینا ترسره کړی وی .خو خلیفه سراج الدین حقانی چی ځان د ارواښاد مولوی  جلال الدین حقانی رښتیانی ځای ناستی بولی دهغه مرحوم د لاری پرخلاف پر انسان وژنه او انتحار ویاړی او د استشهادی په نوم روزل یی د هری وینا لویه برخه جوړوی . لکه څنګه چی خبریاست په دی وروستیو کی کندهارته د یوه سفر په ترځ کی یی د خلکو  یوی عمومی غونډی ته وویل چی هغه په خپل لاس ۱۰۵۸ تنه ځان وژونکی چی په غلطه یی استشهادیان ؤبلل روزلی دی .

کله چی د کابل پر زړه کی واقع پرانټر کانتیننتال هوټل باندی د پنځو کسانو ځان وژونکو لخوا برید ترسره شوی ؤ که څه هم طالبانو یی پړه پر غاړه آخیستی وه خو هیڅوګ نه پوهیدل چی دا برید به په دومره بی رحمی سره د حقانی شبکی له لوری ترسره شوی وی خو وروسته په کندهارکی د خلیفه سراج الدین حقانی څرګندونو او په وروستی ځل کومی انتحاری غونډی ته د نوموړی خلیفه صاحب له هذیان او خرافاتو

ډکو څرګندونو دا په ډاګه کړه چی ګنی پرانټرکانتیننتال تاریخی  نړیوال میلمستون د ځان وژنی برید هم د حقانی شبکی لخوا تر سره شوی ؤ .خلیفه سراج الدین د یوی صحنی کیسه داسی بیانوی : حافظ بدرالدین زما سره په تلفن خبری کی ماته راغی حافظ صاحب ویل یی چی خلیفه صاحب یوه نهای درنده غوښتنه ده خو زما په وس نه ده پوره ځکه چی آخری مرحله د استشهادیانو یوه غوښتنه وکوله چی که خلیفه صاحب زموږ سره په تلفن وغږیږی . په دی وخت کی زه په تلفنه کی نه غږیدم غالبأ دا مولوی صاحب بدرالدین به هم زما سره په هغه وخت کی ناست ؤ ما وویل چی څو منټه یا ګنټه وروسته دوی شهیدان کیږی دا یو آرمان یی دی د الله ددین په خاطر دوی له ځانونو تیر شوی دی بس که هر څه خطر جوړیږی نو زه دتلفن ځای ته ورته برابر شوم چی څنګه می د حافظ کلیم الله سره سلام واچوه ….داخو داسی خبری دی چی اوس اهل الله او صوفیای کرام ټول په دی شیانو باندی پوهیږی الحمد الله تاسو ټول علمأ یاستی !چی سلام می ورته واچوه نو سمدستی حافظ کلیم الله را ته وویل چی د الله په ذات دی زما قسم وی رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ د عملیاتو مشر دی دا دی دلته په دروازه کی راته ولاړ دی …….د حاضرینو د الله اکبر چیغی …وروسته خلیفه صاب خپلی خبری داسی پیل کړی موږ د زړه ارمان پوره کړی دی دومره کفار مو مردار کړی دی چی موږ اوس صرف دشهادت انتظار اوباسو له دی وروسته چی دوی یعنی ځان مرګی شهیدان کیږی زموږ دیوه ملګری خوب دی حالات او کیفیت دی هغه وایی چی  رسول الله  صلی الله علیه وسلم د یوه مسجد پرسر باندی ناست دی د کانتی ننتل هوټل استشهادیانو ته دجنت سند لیکی …

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا