گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست بیــا په وینو رنگ شو !
خوست بیــا په وینو رنگ شو !

خوست بیــا په وینو رنگ شو !

د خوست ولایت چارواکی وایی، د ملی اردو د اولې لواء په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې، چې د ملی اردو ۱۲ منسوبین پکې وژل شوی او ۳۳ نور ټپیان شوی دی.د خوست والی حکم خان حبیبی نن مازیګر په ولایتی روغتون کې د ټپیانو لیدو پرمهال وویل، ښایی دا یو ځانمرګی برید وی.

د ده په وینا د پیښې سخت ټپیان د ملی اردو په چورلکو کې کابل ته لېږدول شوی دی او پاتې نور ټپیان د خوست په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دی.دا چې دا پیښه څرنګه رامنځته شوې، یا ځانمرګی څنګه توانېدلی د ملی اردو د ګارنیزیون منځته ځان ورسوی، ده وویل، دا یو څه پېچلې مسله ده،خو د پیښې پلټلو لپاره هم د ملی دفاع وزارت تخنیکی پلاوی خوست ته رسېدلی دی.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر ګل احمدشاه وویل، چې ولایتی روغتون ته د پیښې له ځای څخه ۴۰ ټپیان او دوه د وژل شویو سرتیرو جسدونه وروړل شوید ده په وینا د ۳ سرتیرو روغتیا حالت نازک وو، یو سرتیری ته جراحی عملیات وشول،

۳۳ تنه د درملنې لپاره مرکز کابل ته ولیږدول شول او ۱۲ تنه په ولایتی روغتون کې تر درملنې لاندې دی.بل لوری ته روغتون ته لسګونه ځوانان هم د وینی ورکولو لپاره ورغلی ول او ویې چې غواړی اړو ټپی شویو سرتیرو او افسرانو ته وینې ورکړی، ځکه د دوی د هېواد او ولس له امن څخه ساتنه کوی.یو شمېر نورو سرچینو د تلفاتو شمېر تر دې زیات ښیی، خو د خوست چارواکو تاید نه کړل.تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

بل لوری ته له ارګ څخه په دې باب خپرې شوې رسنیزې اعلامیه کې ولسمشر محمداشرف غنی یاد برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې جنایتکارانه او اسلام ضد عمل بللی دی.افغان ولسمشر مسوولینو تهلارښوونه کړې چې د پېښې څرنګوالی په هراړخیزه توګه وارزوی او وظیفوی غفلت کوونکی دې،

ددغه انتحاری برید په هکله په خوست ولایت کی د امریکا غږ تلویزیون خبریال ښغلی ابراهیم عابد هم پورتنی راپور خپور کړی چی له امریکا غږ او ښاغلی عابد څخه ځانګړی مننه کوو . 

تر پېژندلو وروسته مجازات شی.دغه راز جمهوررئیس د خوست ولایت مقاماتو او اړوندو مسوولینو ته هم لارښوونه کړې، چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو استفاده وکړی او د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته هم بېړنۍ رسېدګی وکړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا