گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خرابی میخانې لره،مستان راټولوم
خرابی میخانې لره،مستان راټولوم

خرابی میخانې لره،مستان راټولوم

د راټولونکی یادونه : پورته عنوان د لوی استاد ( استاد خادم بابا) دیو درانده اثر ( خادم باد سبایم ) را غوره شوی اودتاسی درندو ادب دوستانو او وزنددوستانو سره یی شریکوم هیله په ادبی  ا و وطنی مینه یی ولولئ .مینه ا ودرنښتخرابی میخانې لره ، مستان راټولوم

دمینې کاروبارته عاشقان را ټولــوم

حجرې دپښتنو شوی ګډې وډې پښتونخواکی

کوڅه په کوڅه ګرځمه ځوانان راټولــــــــوم

محفل دپاڅیدلی شمع درومی په سلګو کــــې

ورځمه ورنه تللی پتنګان را ټــــولـــــــــوم

تاخچی نه را لویدلې پاڼې پاڼې په محراب کې

دزړه په شواخــــــون سره قرآن را ټـــــولوم

پښتو مسلمانی له مینځه تللی پښتنونه

ځولې وړم هدیرو له  شهیدان راټولوم

غوری په لوړو غرو کی لودی ګورم ملتان کې

عسکرپه بنګاله کی دشیرخان راټـــــــولـــوم

پرې ایښی شعر بیا شونډو ته راغللو خادمــــه

ورځم مشاعری ته رفیقان را ټــــولـــــــــوم

میران ۱۳۳۳

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا