گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خــــوارج دنـــــــــــړیــــــوال تروریـــــزم پیــونـد شـوي نـهال !
خــــوارج دنـــــــــــړیــــــوال تروریـــــزم پیــونـد شـوي نـهال !

خــــوارج دنـــــــــــړیــــــوال تروریـــــزم پیــونـد شـوي نـهال !

په ننني عصر کې  ظلم او تشدد چې یو انسان یې دبل انسان پر وړاندي جایز ګڼي  ترهګري بلل کیږي.د دې کلمې ریښه لاتیني ده او په  لومړي ځل   سیاسي فرهنګ ته د فرانسویانو له لوري ورداخله شوه .هغه خونړۍ پیښې چې د ۱۷۹۲ او ۱۷۹۴ کلونو ترمنځ په فرانسه کې را منځټه شوې د فرانسې په تاریخ کې د تور داغ په توګه ثبت شوې او د ترهګرۍ دوره بلل کیږي.د وخت په تیریدوسره، د”ترهګرۍ بم” اصطلاح راپیدا شوه، او لومړني خلک چې دا اصطلاح یې د خلکو حافظو ته اتقال کړه آلمانیان ول چې په ۱۹۴۱ کې یې د روتردام ښاربمبارکړ.د روټردام بمباري یوه ستراتیژیکه بمباري وه چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د د جرمني د هوايي ځواک له خوا په هالنډ  ترسره شوه، د دې برید موخه د جرمني پوځیانو ملاتړ او د هالنډ پر وړاندې د هغوی تسلیمول وو.

زموږ هیواد هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې د نړیوال  استکباري تروریزم له نا ځوان مردانه یرغلونو  څخه په آمان نه دی پاته شوی ، له ۱۸۳۹ میلادی کال څخه را پیل چي د انګریزانو لومړنی ترورستي یرغلو وو بیا تر ۲۰۰۱ کاله پوري چي غربي ایتلاف زموږ پر مقدسه خاوره پر نیمه شپه ترهګریز یرغل پیل کړ او پوره شل کاله یې دوام وکړ .امریکا او د هغوی متحدینو د خپلو  ترهګریزو عملیاتو په ترڅ کې ‌آباد  کورونه وران کړل ، په زرګونو انسان یې په شهادت ورسول په ملیونو افغانان د خپلو استوګنځیو پرېښودلو ته مجبور شول  او یو شمیر نور  بیا  د دیموکراسي ، آزادي ، پرمختګ ، ولسوالي واکي او په نورو مونو وغولول شول او د خپل ملت پر وړاندي یې  د وسلو کارولو ته اړ کړل شول .په افغانستان کې د غربي ترهګرۍ له ماتي وروسته نړیوال طاغوت د خپلو موخو د تحقق لپاره یو شمیر روزل شوي منحرفین  چي د اسلام لباس یې پر تن دی او د جهاد نعره یې اوچته کړي تر شا پرېښوودل ، دا منحرفین د نړیوال تروریزم پیوند شوي نهالان خوارج دي او د اسلامي ټولني د تزلزل او بي ثباتي په برخه کې ترې کار اخیستل کیږي .خوارج اوږده مخینه لري خو په لومړي ځل دا ډله د حضرت علي کرم الله وجهه د خلافت په پیل کې او د علي کرم الله وجهه په مقابل کې را پورته شوه  او علي کرم الله وجهه او ټول هغه کسان یې  تکفیر کړل  چي له علي کرم الله وجهه سره ملګري وو ، دوی د تاریخ په اوږدو کې یوازي د مسلمانانو په مقابل کې دریدلي او ډیري سختي ظالمانه جګړې یې ترسره کړي دي ، د دوی ستر هدف په اسلامي ټولنه کې نفاق ته وده ورکول او هرج مرج دی ، دا خلک هیڅ انسانی او اخلاقی ارزښتونه نه پیژني ، دوی د ویجاړه ولو تباه کولو او په پای کې د خپل ځان د تباهي او نابودي قسم خوړلی دی .دا یو مسلم حقیقت دی چي دا مهال خوارج د نړیوال استکبار د ګټو او د اسلامي امت د تضعیف او کمزوري کولو په موخه  ځان وژنه کوي ، تر څو چې د دغو خوارجو  ډلو ریښې په غوڅ قاطعیت سره له بیخه ونه وزي  او هغه شبکې چې د دوی ملاتړ کوي  په ډاګه افشا نه شي، د خوارجو  له منځه وړل به یو څه ستونزه من وي .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا