گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ښاغلو تورن شیرمد خــان او د ارګ وینــــدوی صــــاحبــــانو!
ښاغلو تورن شیرمد خــان او د ارګ وینــــدوی صــــاحبــــانو!

ښاغلو تورن شیرمد خــان او د ارګ وینــــدوی صــــاحبــــانو!

مونږ ستاسو خبرې اورو، څیړو یې او ارزوو یې!

   د سر د امن په هیله!

  1. تاسو په سرکونو، ښارونو او چوکونو کې د افغانانو ټوټه ټوټه شوی جسدونه لیدلی دی؟تاسو په کلیو کورونو او بانډو کې د بمبارد شویو کورونو له دیوالونو او چتونو لاندی په وینو او خاورو کې د لت پت وژل شویو خویندو او ماشومانو جسدونه له کنډوالو څخه را ایستلی دی؟

تاسو تیره میاشت د کابل روغتون مخې ته هغه مورکئ ولیده چې په ټول فامیل کې یې یوازې یو زخمی زوى پاتې وه او له هر لاروی څخه یې د خپل زخمی زوى د ژوندی پاتې کېدو دعا غوښته؟تاسو کله هم هغې هدیرې کې هغو قبرونو ته دریدلی یاست چی د حال په ژبه له تاسو څخه د خپل مرګ د لاملونو په تړاو زرګونه پوښتنې کوی؟ایا تاسو په لارو او کوڅو د هغو سپیرمخو یتیمانو په محرومو سترګو او تندیو کې د پرتو سوالونو ځواب ویلو په تړاو فکر کړئ ده

تاسو د هغه بوډا پلار هک پک کیدل او حیرانتیا احساس کړه چې د ځوان زوى د شهادت خبر ورته وویل شو؟تاسو د هغې مورکئ کوکې چیغې واویلا او فریادونه واوریدل چې زوى یې په یوه ګوله ډوډئ پسې وتلئ خو بیرته په تابوت کې نغښتئ جسد کور ته راوړل شو؟تاسو په کابل ایمرجنسی روغتون کې د هغې خورکئ جسد ولیده چې هیواد ته د راستنیدو په خوشحالئ کې یې نفلی روژه نیولې او د اتو میاشتو ماشومه لورکئ ورڅخه پاتې شوه؟زه پوهېږم چې تاسو داسې هیڅ نه دی لیدلی او یا هم وجدان ویده او احساس مړ شوئ ده .

نو ماته غوږ شئ!ما دا ټول ناورینونه لیدلی دی. سوله مجبوری وګڼئ! له خپلو وروڼو سره سوله وکړئ او بیا پردیو ته په ګډه د تلو ووایاست! سوله جګړه ایز تاکتیک نه بلکې د رب العزت حکم، د ولس غوښتنه او په سیمه کې د ترینګلی امنیتی وضعیت تقاضا وګڼئ.بس همدغه عزت ده، عفت ده، متانت ده، شجاعت او افتخار ده!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا