گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ښکېل اړخونه او دوخت حساسیت !
ښکېل اړخونه او دوخت حساسیت !

ښکېل اړخونه او دوخت حساسیت !

هیواد ته د سولې د راوستلو په موخه په قطر کې بین الافغانی ناسته دوام لری، خو د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل جوړولو په جریان کې د اوسنی بن‌بست له امله د ولس د هیلو غوټئ په رژیدو دی. وخت په خورا تیزی سره زمونږ له لاسه وزی، خو داسې نه ښکاری چې اړونده اړخونو د وخت په حساسیت باندې سرونه خلاص کړی وی. که اوسنى حالت دوام مومی او د هوکړې څرک نه ښکاری، نو شونې ده چې په تکراری توګه به مونږ د یوه بل بُن د تپل شوی تړون په ځنځیر وتړل شو او یا به هم په یوه بله کورنئ جګړه کې ښکېل شو.د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مرموز اړخونه، د ارګ لخوا د سولې ضد څرګندونې، په متنازعه مواردو باندې د متبادلو لارو له وړاندیز پرته د طالبانو بیځایه ټینګار او په لمړی بین الافغانی مذاکراتی پړاو کې دومره اوږد بن بست رامنځته کیدل ښئی چې د ښکیلو اړخونو لخوا د “افغانانو په مالکیت او مشرتوب” (Afghan Own Afghan Led)  خبره تش شعار وه چې نړیوالو ومنل خو خپله افغانان د وړتیا نه لرلو له امله پکې پاتې راغلل.لامل یې هم داده زمونږ اوسنی ډیرى مشران د ولسونو له مینځه نه دی را ټوکیدلی بلکې راوړل شوی او یا هم د توپونو د غړمبهار  په منځ کې له جنګی روحیې سره په انفعالی توګه جوړ شوی دی.له امریکا سره د لاسلیک شوی تړون پربنسټ د بین الافغانی مذاکراتو پرمخ بیولو باندی د طالبانو ټینګار هم پوښتنې راولاړوی چې په دغه تړون کې داسې څه ځاى شوی دی چې طالبان ورته دومره زیات ارزښت ورکوی چې کابو یوه میاشت یې د مذاکراتو لړئ له ننګونو سره مخ کړی او په حکومتی لوری باندې یې یوازې په یادولو تبه راځی.  امریکا عادتاً د تړونونو په متن کې همدغه شان پیچلی او مبهم توری کاروی چې د اړتیا په مهال یې هغه ډول تعبیر کړی چې د نوموړی هېواد ګټې خوندی کړاى شی.ددې لپاره چې د تړون ځینې برخې له ولس  سره نه دی شریک شوې، نو شنونکی په دې باور دی چې په پټ متن کې د غنی په حذف، ګډ او یا هم موقت حکومت جوړولو باندې توافق شوئ ده. د ولسمشر غنی، صالح او نورو ارګ میشتو له جارحانه طرز خبرو څخه داسې ښکاری چې  له واک څخه د لاس په سر کیدلو خبرې اندېښمن کړی دی.  قطر ته د ولسمشر او تقریباً د ټولو ارګ میشتو ناببره سفر، هلته د امریکا د لوړپوړو چارواکو شتون، د خبرو نامعلومه اجندا او د چارواکو لخوا په مختلفو بانو د سولې په تړاو د خلکو ذهنیتونو ګډوډ کول  هغه خطرناک ویروس ده چې یقیناً  به زمونږ هېواد ورڅخه د رغیدو تاب ونلری.د هیواد سیاسی امنیتی او اقتصادی وضعیت په چټکتیا سره مخ پر ښکته روان ده. حکومتی چارواکی د خپلو دندو د ترسره کولو پرځاى یوازې د خپل واک د بقا او فساد په فکر کې ده.  د ورځنیو امنیتی پیښو په تړاو د ولسمشر او مرستیالانو چوپه خوله شرمونکئ انځور وړاندې کوی. د بیکاری کچه تر اسمانه رسیدلې، ځوانان له هیواد څخه تېښتې ته اړ شوی، فساد ورځ تربلې زیاتیږی، نا امنی د ولس خوب حرام کړئ، ودانیزې پروژې په ټپه ولاړې دی. غلاوې، شوکې او اختطاف ورځنى معمول ګرزیدلئ، هدفی وژنې او چسپکی ماینونه خو اوس څوک تازه خبر نه ګڼی، خو ولسمشر بیچاره لاهم په دروند خوب ویده ده، وایی ټول افغانستان ما جوړ کړئ ده.

دا به  له ولس او هیواد سره ستره جفا  وی چې په بین الافغانی مذاکراتو کې ولسمشر غنی له طالبانو څخه د حکمتیار په شان سوله وغواړی، د جمهوریت او لاس ته راوړنو په بانه په خپل واک باندی د منګولو خښولو هڅه وکړی او د طالبانو لخوا د واک د انحصار روحیه خپلول به په افغانستان کې د یوې نوې بدمرغی پیل وی. په داسې صورت کې یقیناً ویلاى شو چې د دواړو خواو غوښتنې به بوږنونکی عواقب ولری.زه باور لرم چې که ولس غنی له اوسنئ ارګاه بارګاه سره نه غواړی، نو طالبان هم د شل کاله پخوا په شان اتلسمې پېړۍ په چوکاټ کې نه زغمی.طالبانو ته مو توصیه داده چې ترانې پریږدئ! جزبات سپیڅلی وی خو همیشه حقیقت نه وی، د احساساتو له ژور سمندر څخه راووزئ.  د دیوال لیکونه ولولئ! د الهی احکامو په رڼا کې د خپل ولس مجبوریت او مظلومیت درک کړئ، په خپلو خلکو باور وکړئ. ولس په حکومتی ادارو کې له شته فساد ظلم ناخوالو، ګډوډیو نا انصافی تبعیض او تعصباتو څخه ترستونی پورې رسیدلئ ده. له حکومتی اړخ سره په پرتله ستاسو په لیکو کې د فساد کموالئ له دین  سره ستاسو د ژمنتیا لوړه کچه او له ملی ګټو سره ستاسو نسبی برتری هغه څه دی چې په ډیرو مواردو کې ولس ستاسو پلوی کوی. دغه ډول ولسی حمایت ستاسو لخوا له ولس سره د ښو اړیکو ښکارندوى نه ده، بلکې د حکومتی اړخ نیمګړتیا او فساد ده چې ولس یې د بد او بدتر ترمنځ د د بد انتخاب ته مجبور کړئ ده. تاسو لاهم په ملی او نړیواله کچه د سیاست په لوړو ژورو، کږلیچونو او ګنډوونو کې د سمون او بدلون لپاره ډیر څه کولو ته اړتیا لرئ.امریکا نولس کلونه وړاندې په افغانستان باندې یرغل وکړ. اوس د خوښئ ځاى ده چې امریکا وتلو ته اړ شوه، خو لکه څنګه چې حکومتی اړخ ته یې له ژمنو او تعهداتو سره سره لغته ورکړه او په سیند کې یې لاهو کړ، قطعاً ورباندې باور نشی کیداى چې له طالبانو سره به هوکړو ته ژمن پاتې شی. که په تیرو اتلسو کالونو کې دلته د امریکا راتلل او پاتې کېدل په یوه جمله کې را لنډ کړم، نو باید ووایم چې امریکا په افغانستان باندې یرغل کولو او له افغان ولس سره په تعاملاتو کې خپله هم سهوه شوې وه، ځان یې هم وشرماوه او مونږ یې هم تباه کړو. مونږوال هم ورباندی سهوه شوی وو. لنګه غوا یې ورڅخه جوړه کړې وه، خو د امریکا غولول هم اسانه کار نه ده.  اوس یې بله هوکړه او غوړې وعدې کړی، خو بیا هم سهوو ته دوام ورکوی.البته که حکومت او طالبان دواړه د واک په سر له مستقیم او غیر مستقیم ټکر څخه ځان وساتی،  د جګړې پر ځاى په ارزښتونو ملی ګټواوولسی ښیګڼو باندی تمرکز وکړی. شته ملی، سیمه ییزو او نړیوالو حساسیتونو او ترینګلی سیاسی وضعیت ته د واقعیتونو په هېنداره کې وګوری، د ولس  زخمونه، دردونه او هیلې درک کړاى شی، د مخالف لوری د منلو زغملو، حق ورکولو اوپه دغه شریک هیواد کې د سولې او ورورولی په فضا دارام ژوند اوکارکولوهوډ ولری، نود یوه ازاد، اباد، ښیرازه او پرمختللی افغانستان خوب ته موتعبیر پیدا کیداى شی. که په جګړه کې ښکیل اړخونه د اوسنى وضعیت حساسیتونه درک نکړی، د افغانیت د واحد شعارپرځاى د ژبې، قوم، ګوند، سمت جنس، نسل او مذهب په نوم د امتیازاتو لپاره غوښتنې مطرح کیږی، نویقیناً ویلاى شم چې د جګړو له امله زمونږ ماته بیړئ به په دغه توره شپه او توپانی هوا کې د نجات ساحل ته په رسیدو کې پاتې راځی اوملت هم لاس تر زنې نه کینی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا