گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خدای ج ته له بغارو تراستغفاره دستونزودحل طالبــانی نســـخه!
خدای ج ته له بغارو تراستغفاره دستونزودحل طالبــانی نســـخه!

خدای ج ته له بغارو تراستغفاره دستونزودحل طالبــانی نســـخه!

افغان نامتو لیکوال او شاعر عیسی محمد چه په عصمت قانع مشهوردی په خپله یوه لیکنه کی د خدای بښلی سناتور چکنوری له قوله د شهید محمد موسی شفیق له خولې خبره کوله چې د هلمند د اوبو د لانجمنې موضوع په هکله یې ویل: باید یو څوک پیدا شي چې له ایران سره د هلمند د اوبو کشاله د افغاني مفاداتو له زاویې حل کړي. موږ د ګاونډیو د بد اعتماد، بد باور او بد نیت د تداوم په نتیجه کې د دوامداره کړکېچ خواته تللای شو.ارواښاد شفیق ویل چې د حیاتي مسایلو پرسر په غیر علمي شعارونو د ملت په زړه کې موقتي محبوبیت د سیاسي شهرت وسیله ګرځېدلای شي، خو د ملت د تلپاتې مفاداتو د خوندیتوب او حفاظت هڅې د پاخه شعور، ارام ذهن او سړې سینې کار غواړي.احساساتي شعارونه، غیر عملي ګواښونه او د مقابل جهت د ټولو ګټو د پایمالولو په قیمت د خپلو ګټو د ساتلو لاره بالاخره پر ګړنګونو ورځي.شهید شفیق هماغه څه وکړل چې د خپل مظلوم ملت د ګټو، مفاداتو او ثبات شعور یې ورته حکم کاوه.

   د لیکوال همدغه لیکنه اوس په ۲۱ مه پیړۍ کی د طالبانو د واکمنۍ  د هیواد پرتوستونځواو مشکلاتو دحل  ته د لارو چارو د وړاندی کولو غټ ثبوت جوړیدای شی دا ځکه له هم هغه ورځی چی د طالبانو غورځنګ دیوی استخباراتی پروژی په توګه پر افغانستان منګولی ولګولی او له بده مرغه د افغانستان ځمکه دیوه ځنګل په څیر د طالبی واکمنۍ ترپښولاندی شواو د قانون ، علم ، مدنیت او فرهنګ جنازه واخیستی شوه نو له دغه بی خونده  پر مادیاتو ولاړی نړی ته یی د فریب په موخه د طالبانو د  اسلامی امارت په نوم یوه لنډ مهاله اداره اعلان کړه چی د هغی پر اعلانیدو له افغانستان څخه د پوهی ، فرهنګ او د مدنیت جنازه هم واخیستل شوه . که څه هم د طالبانو دغه لنډ مهاله جوړښت دیوی داسی له فریبه ډکی پروژی په توګه د دوه لسیزی د طالبانو د لومړنی  را پر ځول شوی واکمنۍ زیاتره پیژندل شویو څیرو څخه جوړه شوی وه خو زیاترو یی د معمولی لومړنی طالبی نصاب څخه هم بی برخی ؤ چی په سر کی یی ملا محمد حسن آخند چی د طالبانوپه لومړنی را پرځول شوی واکمنۍ کی یی د باندنیو چارود وزیر او همدا شان د طالبانو د وخت د اداری د مرستیال دنده ترسره کوله نوکله چی شل کاله وروسته د اسلامی امارت په نوم لنډ مهاله اداره اعلانیږی نوهمدغه  ملا محمد حسن آخند هم د طالبانودرئیس الوزرأ یا لومړی وزیر او صدراعظم په توګه طالبانو او دهیواد نورو وګړو ته ور پیژندل کیږی . لنډه داچی همدغه درئیس الوزرا پر ګدۍ ناست ملا حسن آخند به کله نا کله چی افغان اولس ته په خطاب کی ارشادات لارښوونی وړاندی کولی . داچی په ټولنه کی د یوه حکومت اصلی دنده خلکو او اولس ته د اقتصادی او د پرمختګ دلاروچارو زمینه برابرول دی نو همدغه جناب ملا حسن آخند یوځل افغان میړنی  اولس ته په خطاب کی ویلی ؤ چی :             
افغان مهربان اولسه ! تاسو فکر د خپل ځانه سره وکړی چی د رزق وعده خو امارت له تاسو سره نه ده کړی امارت خو په خپله وعده ؤفأ درسره وکړه د رزق وعده خو پروردګار عالم له خپل مخلوقه سره کړیده باید موږ او تاسو ټول خپل بادار الله ج ته په بغارو شو چی الله پاک کوم قحطی ونیستی و مشکلات موږ ملک ته راوستلی دی د آسمان له خوایی باران راباندی درولی دی ؤچ کالی ده دا ټولی ستونزی خو ددغه څخه پیښی دی چی ټوله کال وچ تیر شو مسلمانانو نه کشت وکې ، نه یی کرونده وکړه له هیڅ شې نه ؤ …دا خو دالله ج یو امتحان دی د الله څخه بنده ګانو سرکشی شروع کړیده ……داوی د طالبانو درئیس الوزرأ ملا محمد حسن آخند هغه څرګندونی چی په افغانستان کی یی داوبو او نورو خدماتو د اجرأ په خاطر په آسانو او ساده الفاظو کی وویل چی موږ خو ستاسو سره د معیشت وعده نه وه کړی داخو د الله لوی امتحان دی راځی چی د خدای په دربار کی بُغاری ووهو . معنا داچی د ملا حسن آخوند په قول بُغاری او خدای ته زاری کول د بنیادمو دنیوی او اخروی ټولی ستونزی حل کوی . دغه مجربه خو له خرافاتو ډکه نسخه هغه وخت عملی بڼه غوره کړه کله چی د طالبانو داوبو اوبرښنا وزیر ملا عبدالطیف منصور اولس ته د راپور ورکولو په غونډه کی دتمدن دتلویزیونی شبکی د یوه خبریال د پوښتنی په ځواب کی چی داسی  پوښتنه یی کړی وه :       
      مننه ! محمد احسان بیانوش یم د تمدن د تلویزیون خبریال !وزیر صاحب تاسو په مرکز کی اوبو د کموالی د ستونځو په ترځ کی د شاه و عروس د بند ، شاه توت د بند همدا شان له پنجشیر ولایت څخه کابل ته د اوبو دانتقال اشاره وکړه اوومو ویل چی د شاه وعروس بند کارهم تکمیل دی اودشاه وعروس بندهم د تکمیلیدو په حال کی ده دا پروژی خواوږد مهاله پروژی دی په لنډ مهال اود اوس لپاره د ددغه ستونزو دحل په موخه کوم پروګرام لرې ؟ که چیرته د پایتخت اوسیدونکی ددغه پروژود بشپړتوب په موخه کینی و کم له کمه دوه یا دری کاله نورهم باید چی تیرشی آیا په کابل دافغانستان په پایتخت کی اوسیدونکی وګړی دوه دری کاله ددغه بحران د زغم توان لری ؟ د اوبو او برښنا وزارت هم باید لنډ مهاله پروګرام ولری او هغه کوم دی ؟ ملا عبدالطیف منصور چی د اوبو او برښنا وزارت پر ګدۍ ناست دی داسی ځواب ورکړ . هغه ورور چی پوښتنه یی وکړه واقیعت خو همدا دی چی دا پروګرامونه خو اوږد مهاله دی .موږ سره  خو د لنډ مهال لپاره داسی کوم پروګرام نشته موږ او تاسو ټول باید په ګډه سره دخدای ج حضور ته استغفار وکړو چی هغه باران وکړی دا یوازینی لنډه او آسانه لارده .!!!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا