گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست اولسونه روغـــتیائی ســـنبــال مـــرکـــزونــه غــــواړی !
دخوست اولسونه روغـــتیائی    ســـنبــال  مـــرکـــزونــه غــــواړی !

دخوست اولسونه روغـــتیائی ســـنبــال مـــرکـــزونــه غــــواړی !

د خوست د ولایتی شورا غړی او مدنی فعالان وایی، چې د یاد ولایت د ځینو سیمو اوسیدونکی لا هم په خپلو نږدې ځایونو کې روغتیایی خدمتونو ته لاسرسۍ نه لری او له ستونزو سره مخامخ دی.بلخوا ځایی چارواکی وایی، چې پدې وروستیو کې یې د روغتیایی کلینکونو یو شمېر پروژې تر لاس لاندې نیولی او دوی تمه څرګندوی، چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به د روغتیایی خدمتونو په برخه کې د خلکو شته ستونزې راکمې شی.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ د خوست د تریزیو او علی شیرو ولسوالۍ اړوند د سیند خور او بټۍ تاڼې په سیمه کې د دوو روغتیایی کلینکونو د ودانیزو چارو د پیلیدو په ځای کې وکړې.د یادو کلینکیونو په ودانیزو چارو چې څه د پاسه ۲۳ میلیونه افغانۍ لګښټ راځی، چارواکی وایی، چې د یادو سیمو لس زره اوسیدونکو ته به یې د روغتیایی خدمتونه څخه ګټه پورته کولای شی.د خوست د ولایتی شورا غړی امیرالله زړه سواند وویل، چې د یاد ولایت خلک په پوره اندازه د روغتیایی خدمتونو برخمن نه دی او کوم ځای چې کلینکونه موجود وی، د ناروغانو لپاره په کې لازم دواء درمل نشته.ښاغلی زړه سواند وایی، په یو شمېر ولسوالیو کې چې ګڼ وګړی لری او سیمې یې پراخې دی، د نویو کلینکونو ایجاد ته په کې اړتیا موجوده ده.ده هیله څرګنده کړه، چې د دې نویو جوړیدونکو کلینکونو سره به د خلکو ستونزې څه نا څه راکمې شی، خو اړیتاوې تر دې ډېرې دی.مدنی فعال فیض الله غمخور هم وایی، اوس هم په خوست کې داسې پراخې سیمې شته چې هلته کلینکونه نشته، نو حکومت ته بایده دی، چې د دې دوو سیمو په شان نورو دا ډول سپینیو ساحو کې هم روغتیایی مرکزونه ایجاد کړی.د خوست د عامې روغتیا رییس ډاګټر محمدحبیب شاه انصاری وایی، اوسنی جوړیدونکی کلینکونه هم په هغه ځایونو کې جوړیږی، چې اوسیدونکی یې روغتیایی خدمتونو ته لاسرسۍ نه لری.د ده په وینا یو کلینیک د تریزیو په سیند خور کې جوړیږی، چې ۹،۶ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښټ راځی، دویم کلینیک د بټۍ تاڼې په سیمه کې جوړیږی چې په هغه ۹،۷ میلیونه لګښت کیږی، د فزیوتراپی مرکز اساسی ترمیم ته هم نږدې څلور میلیونه بودجه ځانګړې شوې ده.

د خوست د عامې روغتیا رییس وایی، چې د نویو جوړیدونکو کلینکونو څخه چې ودانیزې چارې یې په ۶ میاشتو کې بشپړیږی، خواوشا لس زره کسانو ته به روغتیایی خدمتونه وړاندې کوی.بلخوا خوست والی پوهندوی حکم خان حبیبی وایی، چې ځایی اداره پدې هڅه کې ده چې ټولو خلکو ته لازم روغتیایی خدمتونه برابرشی.خوست والی وایی، په نږدې راتلونکې کې به د صبریو په خلبیسات کې روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شی او تر څنګ به یې په موسی خېلو کې د یو بل ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې عملاً پیل شی.

ښاغلی حبیبی هیله څرګنده کړه، چې د نویو روغتیایی مرکزونو د کار په بشپړیدو او د خدمتونو په پیلیدو سره به د خلکو د روغتیایی خدمتونو په برحه کې اړتیاوو راکمی راشی.د خوست مدنی فعالان دا هم وایی، چې مسوولین دې د ولسونو د رضایت لپاره د یاد ولایت د روغتیایی خدمتونو له څرنګوالی او د دواء درملو د ورکړې له بهیر څخه جدی څارنه وکړی.

د آزادې رادیو دمشال څانګی او تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل څخه په مننه :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا