گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست اودامنیتی ځواکونو ملاتړ!
خوست اودامنیتی ځواکونو ملاتړ!

خوست اودامنیتی ځواکونو ملاتړ!

د فبرورۍ پر شپږمه غرمه مهال دا ځل د خوست زرګونو اوسیدونکو د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو په ملاتړ او په افغانستان کې د نظام د پایښت په پلوی لاریون وکړ. لاریونوالو افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د دې هېواد د څو نسلونو د پت او امنیت او دهېواد د خپلواکۍ اوځمکنې بشپړتیا ساتونکی وبلل اوله هغوی یې خپل ملاتړپه ډاګه کړ.

د ملاتړ غونډی او لاریونونه په داسی حال کی دی چی څه موده وړاندی د وسله والو طالبانو د قطرد دفتر د پخوانی مشر ضابط شیر محمد عباس استانکزی لخوا د وسله وال پوځ اوامنیتی ځواکونوپه وړاندی ناروا او په منطق نه ولاړتورونه پوری شوی ؤ

چی ګنی که هغوی واک ته ورسیږی نو وسله وال پوځ به ړنګ او ټول نظامی تجهیزات به یی د ګاونډیو هیوادونو په بازار کی ؤ پلوری . ددغه په زرګونی لاریون یوتن ګډون کونکی عبدالولی واحدزی د خپلو خبرو په ترځ کی د لاریون ګډونکو ته په ډاډ په خپله وینا کی وویل :موږ به په هیڅ ډول هیچاته ددی اجازه ورنکړو چی دافغانستان جوړشوی نظام چی اتلس کاله یی ولسونو قربانی ورکړه نن بیا له خاورو سره خاوری شی او بیرته مو هیواد د نویمی لسیزی په څیر ملک الطوائفی او ګډوډۍ ته مخه کړی .

ددغه پرتمین لاریون یوه بل ګډونکونکی وویل چی دلته له امنیتی ځواکونو څخه د کلک ملاتړ په موخه خوستوال را ټول شوی دی او ددائمی او باعزته سولی په هیله د مړه دی وی د هیواددښمنان ناری پورته کوی .

لاریون دامنیتی ځواکونو سرتیروغاړو  ته د امیلونو په آچولو پای ته ورسد .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا