گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپاچاخان پوهنتون او صحراباغ ځمکې په اړه دطرحې وړاندیز:
دپاچاخان پوهنتون او صحراباغ ځمکې په اړه دطرحې وړاندیز:

دپاچاخان پوهنتون او صحراباغ ځمکې په اړه دطرحې وړاندیز:

خوست کې د ځمکې ارزښت او قیمت ځکه له حده لوړ دی چې له یوې خوا د خوست ولایت مساحت د افغانستان له نورو ولایتونو څخه په مراتبو کم دی، له بله پلوه د خوست څه نا څه ۶۰% ځمکه غرونو نیولې ده.د خوست په تڼیو، اسمعیل خیلو مندوزیو، شمل، متون، ګربزو، لکڼو، تریزیو، باک او صبریو کې د کمو کرنیزو ځمکو تر څنګ څه اندازه للمی ځمکې هم شته خو د هغې ډیری برخې د نفوسو د تراکم او زیاتوالی له امله د استوګنې په سیمو بدلې شوې دی.خوست ښار چې د خوست ولایت مرکز دی، متاسفانه چې هغه هم د ځکمو د کموالی له امله د پراختیا، پرمختیا او د ماسټرپلان د جوړیدو اوتطبیق له جدی ستونزوسره مخ دی.یوه ستونزه دا هم ده چې د خوست د موجوده ښار لپاره په جوړیدونکی ماسټر پلان کې د ښار جنوب، شرق او شمال لوری ته ځمکې د کرنیزو سیمو په نوم پیشبینی شوې دی، چې په حقیقی ډول او د مشاهدې تر مخې په یادو سیمو کې د نشت په حساب زراعتی ځمکې پاتې دی نورې ټولې ځمکې په نا پلان شوې توګه په رهایشی او تجارتی ساحو اوښتې دی.د دې لپاره چې خوست ښار په منظمه او د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو مطابق په هر اړخیز ډول انکشاف وکړی، په کار ده چې د خوست ښار د ماسټر پلان طرحه د خوست ښاریانو له بیلابیلو کته ګوریو، قشرونو، صنفونو او بنسټونو سره په دوامداره توګه شریکه شی تر څو په نتیجه کې د خوست ښار د پراختیا او پرمختیا لپاره له هره حیثه یو جامع او د وخت غوښتنو ته ځواب ویونکی ماسټر پلان ترتیب او منظور شی.د صحراباغ ځمکې په اړه پشنهادی طرحه :په پام کې ده چې پاچاخان پوهنتون د موجوده صحراباغ او د متون سدیخیلو صحرا کې جوړ شی، چې د دغه پوهنتون د جوړیدو د ځمکې په اړه د متون د سدیخیلو قوم خپل رضایت هم ښودلی دی.یاده صحرا له تیرو پنځو میاشتو راهیسې د پاچاخان پوهنتون لپاره، د ولایتی ادارې او له مرکز څخه د راغلیو هیتونو له خوا څو ځلې سروې شوې ده.له مرکز کابل څخه د وروستی ځل لپاره راغلی پلاوی د کار نتیجو چې د خوست ولایت د اړونده ادارو د مالوماتو پر اساس چمتو شوې، ښودلې ده چې په یاده صحرا کې هیڅ کومه پروژه تر پلان لاندې نه ده او په عامه اصطلاح سپینه ځمکه ده.خووروسته وروسته په یاده ځمکه کې د څلورو ولسوالیو (تریزی، صبری، باک او ځاځی میدان) د ښوونکو لپاره په همدغه سپینه ځمکه کې د ښارګوټی جوړولو مسله د خوست داړونده ریاستونو له خوا رامنځ ته شوه.دمتون سدیخیلوپه صحرا کې د څلورو ولسوالیو ښوونکو لپاره د ښارګوټی مسله په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې څو کاله مخکې د دغو ښوونکو د ښارګوټی جوړولو لپاره د خونی خوړ سره څېرمه ځمکه په نښه، سکیچ او د انتقال پروسه یې هم په جریان کې وه.کله چې د خوست اړونده ادارو غوښتل د یادو ښوونکو لپاره ښارګوټی د خونی خوړ څخه د متون سدیخیلو صحرا ته را ولیږدوی د متون سدیخیلو قوم له غبرګون سره مخ شول او د یاد قوم اوسیدونکو په سوله ایزو مدنی حرکتونو لاس پورې کړ او په خپل مالچر کې یې د ښوونکو د ښارګوټی مخه ونیوه.

هغه مهال چې د متون سدیخیلو صحرا کې د ښوونکو د ښارګوټی مخه ونیول شوه، د څلورو ولسوالیو (تریزی، صبری، باک، ځاځیمیدان) ښوونکو کاری اعتصاب وکړ.تر دغه اعتصاب وروسته د افغانستان جلالتماب جمهور ریس له خوا د پاچاخان پوهنتون، معلمینو ښارګوټی او د متون سدیخیلو قوم حق او مالچر د حل لارو د موندلو لپاره، د ولسمشر سلاکار محمد ابراهیم مشفق تر مشرۍ لاندې د خوست ولایتی ادارې د اړونده ریاستونو د استازو،  د متون سدیخیلو قوم استازو او معلمینو استازو په ترکیب یو پلاوی وټاکل شو او پلاوی پر همدې مسلې نږدې یوه میاشت کار وکړ.د متون سدیخیلو قوم د مشرانو او یاد پلاوی ترمنځ د دغې مسلې لپاره د حل لارو پر بیلابیلو طرحو بحثونه وشول، په پای کې د هیت ټولو غړو د حل لارې پر دې طرحه شفاهی توافق وکړ چې د یادې ځمکې شرقی څنډه کې دې ۶۰۰ جریبه ځمکه د ښوونکو د ښارګوټی لپاره بیله شی او ۶۰۰ جریبه ځمکه دې د یادې ځمکې غرب خواته د سدیخیلو قوم ښارګوټی لپاره چې د دوی مالچر دی او د دولتی املاکو د ثبت او اساس په کتاب کې د دولتی ځمکې په نوم ثبت هم نه ده بیله شی او د دواړو ښارګوټو تر منځ ځمکه چې   ۲۲۰۰ چریبه کیږی هغه دې د پاچاخان پوهنتون لپاره ځانګړې شی.د مالوماتو تر مخې د پاچاخان پوهنتون اکاډمیک پلان ته په کتو د پاچاخان پوهنتون لپاره ۲۸۰۰ جریبه ځمکه په کار ده، نو د دې لپاره چې له یوې خوا د باچاخان پوهنتون لپاره ځمکه سپما شوې وی او له بله پلوه د پاچاخان پوهنتون شرق، غرب او شمال لوری ته عصری ښارګوټی، سوداګریزې او شنې ساحې رامنځ ته شوې وی داسې طرحه وړاندیزوم:

۱- د پاچاخان پوهنتون شرق خوا ته، د ښوونکو ښارګوټی دې په افقی نه بلکې عمودی ډول د استوګنې لپاره جوړشی. د ښارجوړولو وزارت دې په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د استوګنې لوړ پوړیز بلاکونه جوړ کړی او د یادو څلورو ولسوالیو او د خوست مرکز مستحقو ښوونکو ته دې د  قسط په ډول توزیع کړی.۲- د معلمینو د یاد ښارګوټی سره جوخت دې په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې تجارتی مارکیټونه، د پولیسو ماموریت، د ښاروالۍ ناحیه، پوسته خانه، د مارکیټونو ترمنځ شنې ساحې او … پلان کړی.

۳- د پاچاخان پوهنتون غرب لوری ته دې هم د متون سدیخیلو قوم لپاره په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د استوګنې لپاره د لوړ پوړیزو ودانیو ښارګوټی د دولت (ښار جوړولو وزارت) لخوا جوړ او د سدیخیلو قوم اوسیدونکو ته دې یې په قسط ډول توزیع کړی.

۴-  د سدیخیلو د یاد ښارګوټی سره جوخت دې په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې تجارتی مارکیټونه، د پولیسو ماموریت، د ښاروالۍ ناحیه، پوسته خانه، د مارکیټونو ترمنځ شنې ساحې او … پلان کړی.

۵- د پاچاخان پوهنتون جنوب لوری ته ځمکه چې څه نا څه ۱۵۰ جریبه کیږی اوس یې په ډیره برخه کورونه اباد دی هغه دې هم د یادې سیمې له اوسیدونکو سره په تفاهم د استوګنې لپاره په لوړ پوړیزو ودانیو او تجارتی ساحه بدله شی.۶- د پاچاخان ځمکې د احاطې د باندې ګردچاپیره د خوست د غرنیو طبیعی ونو بوټو کښینولو لپاره یو جامع پلان جوړول، او د قطارونو په شکل د ونو بوټو کښینول په داسې شکل چې:لومړی قطار برړې، ورپسې مزری، بل قطار مماڼې، ورپسې ګورګورې، کرکڼې، څیړۍ، ښوون، چهار مغز، لمنځې، زړغونځی، چنارونه او … دا کار به له یوه پلوه دغې سیمې ته طبیعی ځنګلیزه ښکلا ورکړی، د چاپیریال له پاره به ګټور تمام شی او له بل لوری به د خوست د هغو غرنیو طبیعی ونو بوټو نسل هم وساتل شی چې دا مهال د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی.

۷د خوست ښار له بلند منزلو څخه تر صحرا باغ پورې موجوده سړک دې څلویښت متره پراخ شی.- د خلکو ځمکې دې استملاک شی، پیسې دې ورکړل شی او د ځمکو مالکانو ته دې د سدیخیلو او معلمینو په ښارګوتو کې یو یو اپارتمان امتیاز هم ورکړل.

۸  د خوست ښار د هندوانو کلی څخه د شرق په امتداد سړک دې تر خونی خوړه پورې د ۴۰ متره په عرض په پلان کې ونیول شی.-  خوست له محترم والی صیب څخه مو هیله او غوښتنه ده چې د خوست ښار د پراختیا، پرمختیا، ښکلا او سمسورتیا لپاره د دغې طرحې د تخنیکی ارزونې، پلان جوړولو او منظورۍ او د اسنادو ترتیب لپاره د خوست اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې وکړی.د ښار جوړولو محترم وزارت څخه مو هیله دا ده چې تر تخنیکی او فنی سروې وروسته  یاده پیشنهادی طرحه منظوره او د خوست ښار لپاره په جوړیدونکی ماسټر پلان کې شامله کړی.  د جمهوری ریاست د چارو ادارې له محترم تخنیکی معینیت او په ځانګړی توګه له ښاغلیو بشرمل صیب او کریمی صیب څخه مو هم هیله دا ده چې دا خاکه د ښارجوړولو وزارت له تخنیکی ارزونې وروسته له یاد وزارت سره په همغږۍ داسنادو له ترتیب وروسته دافغانستان دکابینې غونډې ته دمنظورۍ لپاره وړاندې کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا