گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی دسولی په هیله غونډه!
خوست کی دسولی په هیله غونډه!

خوست کی دسولی په هیله غونډه!

دافغانستان د سولې ملی حرکت بنسټ په خوست کې د یوې ناستې له لارې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې له جنګه لاس واخلی او شته اختلافونه دې د خپلمنځی خبرو اترو له لارې حل کړی.خوست ته د سولې حرکت په غړو کې چې خوست ته راغلی،د کندهار، هلمند، بادغیس او هرات ولایتونوکسان شامل دی.دناستې ګډونوالو له دنیاوالو هم وغوښتل،چې دافغانانوغږ دې واوری اودافغانستان په جوړولواو ابادۍ کې دې مرسته وکړی.

د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان د سولې ملی حرکت مشر حکمت الله صلحی  ته وویل، د دوی ملګرو تر لسو ډېرو ولایتونو تهسفرونه کړی او کوښښ یې دادی چې د ټول هېواد په کچه د سولې یو ګډ غږ اوچت کړی.نوموړی زیاته کړه:”په جوماتونو کې د ملاامانو، مشرانو او نورو له لارې د سولې غږ ورسوو، په دیناوالو غږ کوو، چې د افغانستان د خلکو غږ ته لبیک ووایی، د دوی غوښتنو ته هرکلۍ ووایی، د دوی د غوښتنو سره سم د سولې لپاره زمینه مساعده کړی، د دولت څخه غوښتنه کوو، چې د خلکو غوښتنه ومنی، د طالبانو څخه او د نورو مخالفینو څخه.                          عبدالجبار نومیال چې د هلمند ولایت څخه دوی سره راغلی وایی، د افغانستان ولس نور د جګړو او بربادیو ستړی دی او غواړی، چې د جګړې ښکیلې خواوې دې خپلو کې سوله وکړی.محمد اسماعیل بارک بیا د هرات ولایت څخه دې کاروان سره خوست ته راغلی.ده وویل، اوس د جګړې ښکیلو لورو ته مالومه شوې، چې دا جګړه پردۍ ده او افغانانو ته یې یوازې زیان رسیږی.دی زیاتوی، تر څو چې افغانان په خپلو کې سوله ونکړی، په قطر او نورو ځایونو خبرې او پرېکړې دې وطن ته سوله نشی راوستلی.یو تن خوستی معلول صاحب منګل وایی، کچیرې چارواکی د معلولینو، کونډو او یتیمانو حالتله نږدې ووینی، نو دوی بیا د جګړې په زیان ښه پوهیدلی شی.ده پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې پدې هېواد کې دې د سولې لپاره کار وکړی.قومی مشر حاجی رسول محمدخان وایی، یوازې د حکومتونو په هڅو دې وطن ته سوله نشی راتللی، بلکې خلک هم باید د سولې لپاره عملی هلې ځلې وکړی، دوی دې په خپلو کې سره کینی او د اختلاف ټکی دې مالوم کړی.دی وایی، زموږ د خلکوانسانیت، اسلامیت اوافغانیت شریک دی اوپدې سره یوځای کیدلی شی.          د کندهار څخه راپیل شوی د افغانستاند سولې ملی حرکت داسې مهال په خوست کې د بین الافغانی خبرو اترو د پیلیدو لپاره غږ اوچتوی، چې د سې شنبې په ورځد یو بل ورته خوځښت یانې د سولې ولسی حرکت ۲۷ غړی په فراه کې برمته شوی.د یاد حرکت ویاند رسنیو ته ویلی، چې دغه کسان له هراته فراه ته په لاره وو، چې د بالابلوک په ولسوالۍ کې ونیول شول

ددغه راپور په ترتیب او خپریدو له ژورنالیست اولیکوال محترم الوخیل او د مشال رادیو څخه ځانګړی مننه کوو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا