گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کې د”اقراء” کمپاین !
خوست کې د”اقراء” کمپاین !

خوست کې د”اقراء” کمپاین !

د نواندیشی یادونه : کیدای شی هیڅوک هم تری سترګی پټی نه کړای شی چی د خوست لرغونی ولایت که څه هم د تاریخ یو تریخ باب یی له علم او پوهی سره له  داسی کرکی ډک ؤ چی  خوست میشته اولسونو له علم او فرهنګ سره نه یوازی مینه نه درلوده بلکه علم او زده کړی یی ترټو سخت بیګار ګڼلو او شته منوکسانو  به د څو غیرانو په بدل کی  ځان له  دغه بیګاره  د بیوزلو په رانیولو او دغه ګنی ستونځمن کار ته په ګمارلو د خلاصون لاره خپلوله  . خو له هغه ځایه چی بنیادم د خلقت له هم هغه اولنې شیبو  په فطری توګه په کائناتو کی  ځینو قوانینو ته په غاړه ایښودو محکوم دی نو کیدای شی هغه وخت چی علم اوپوهه ترلاسه کول ترټولوغټ بیګارګڼلای شوشته منو د پیسو په درلودلو له دغه بیګاره ځان خلاص کړی وی خوپه ټولنه کی وروستنی ژوند اوتجاربو دا وښودله چی دا یو کاذب ویاړاو افتخار ؤچی دخوست دغیرتمند اولس پرسر یی ځای نیولۍ ؤ.

خو داچی دغه ناوړه د علم او پوهی سره دښمنی پر هغو ستنو ولاړه وه چی د خوست میشته اولسونو دژوندانه د تیری تیاری برخی یوه طبیعی عارضه ګڼلای شوه نو هغه مهال چی د خوست غیرتی اولسونه په دی وپوهیدل چی له علم او پوهی سره دښمنی د ټولو دښمنیو او نا خوالو مور او جرړه ده نو دغو اولسونو وکولای شول ډیر ژر له پوهی څخه کرکه دراتلونکی ځلانده ژوند په آبادولو کی د عبرت دیوی ډبری په توګه ګټه واخلی او افغانستان د ښوونی او معارف په تاریخ کی لوړ مقام ترلاسه کړی او ټولنی ته په فرهنګی او علمی برخو کی داسی کدرونه وړاندی کړی چی د خوست میشته اولسونو د آبرو حیثیت به یی لره او په دی توګه یی خوست په فرهنګی او مدنی لحاظ د نورو فرهنګ پاله ولایاتو په قطار کی ودراوه . دیادولو ده چی کیدای شی ددغه روښانه سرنوشت په درلودلو کی زیات شمیر عوامل موجود وی خو د شنونکو او ټولنپیژاندو په آند د افغانستان د لیری پرتو سیمو څخه راغلی او د نورو ژبو او فرهنګ درلودونکی  توکمونه  به چی یوځل د خوست په ګرمو دشتو او ځنګلونو واړول نو بیابه د خوست والوسره  د وطنی مینی په غیږکی داسی ویده شول چی بیا به یی زیاترو خپلو پلرنیو سیمو او ولایاتو  ته د بیرته ګرځیدو اراده د تل لپاره ماته شوه او ډیر ژر د خوست والو د زغم او مینی له دود او فرهنګ څخه برخمن کیدل خو وروستیو خونړیو حالاتو خواږه خوستوال هم سره جلاکړل او تردی چی اوس په هم هغه ولایت کی چی د پوهی او زغم زانګو ګڼلای شوه ددی سیمی اولسونه د علماؤ ، مدنی ټولنو او د بشری حقونو د مدافعانو له لوری یوځل بیا دپوهی اوعلم رڼائی ته راؤ بلل شی . بس الله دی پر ټولو رحم وکړی .

______________________________

نن دشنبی په ورځ ناوخته د اقرأ په نوم یو مدنی کمپائین د خوست په ښار کی راڅرګند شو دا حرکت غواړی د خوست خلک وهڅوی چې خپل ماشومان ښوونځیو کې شامل کړی. او په ښونځیو کی د ماشومانو د شاملو لپاره د اقرأ په نوم کمپائن چی په ترکیب کی یی خوستی مدنی فعالان ، ځوانان ، قومی مخور او دینی عالمان هم پکی دی د موټریز کاروان په وسیله کلیو ، جمعه او جوماتونو ته ورځی او له خلکو غواړی چی ماشومان ښونځیوکی شامل کړی دوی سره په شعارونو او شته بینرونو کی راغلی چی راځی د تعلیم په ګاڼه ځانونه سمبال کړو ! همد ارنګه دوی په همدی شعارونو کی د پښتنی مبارزی ملالی یوسفزی دا وینا هم له ځانه سره لری چی یو ماشوم ، یو ښوونکۍ او یو کتاب او یو قلم نړی بدلولی شی .په دې ټولنیز حرکت کې د خوست مدنی ټولنې فعالان، دینی عالمان او د بشری حقونو مدافعان شامل دی.

د دې حرکت یوه غړی شمس الله زیارمل پرون د مارچ په دېرشمه وویل:”موږ غواړو چې په کلیو کې کور په کور وګرځو، لېرې پرتو سیمو ته ورشو، خلک وپوهوو چې خپل ماشومان ښوونځی ته ولېږی.”ملګرو ملتونو تېر کال په یوه رپوټ کې وویل چې درې اعشاریه اووه میلیونه کوچنیان له ښوونځیو پاتې شوی دی.د ملګرو ملتونو په وینا، له تعلیمه په محرومو کوچنیانو کې اویا فیصده نجونې دی.

ددغه راپور په برابرولو او چمتو کولو کی د لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل او همدا شان د آزادی راډیو څخه ځانګړی مننه د یادولو وړده . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا