گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی داختردسنت نمانځل اودمدرنیتی سره یی دمقابلی آثار!
خوست کی داختردسنت نمانځل اودمدرنیتی سره یی دمقابلی آثار!

خوست کی داختردسنت نمانځل اودمدرنیتی سره یی دمقابلی آثار!

د نواندیشی یادونه : لکه چی ټول پوهیږوخوست  د افغانستان په سویل یا جنوب کی هغه له برمه ډکه لرغونی سیمه ده چی دتاریخ په اوږدو کی یی له هیواد څخه د دفاع اوددغه سیمی د سمسورتیا په موخه دبرم او عزت جنډه اوچته ساتلی ده او تل یی په ګران  افغانستان کی د نورو قومونو او وروڼو میلیتونو سره د زغم او روا دارۍ پر روحیه د ژوند لاره نیولی ده . تردی چی یوځل کله چی د افغانستان له ګوټ ، ګوټ څخه د وروڼو

قومونو، مذهبونواو مختلفو ژبو ویونکو د هرڅه په موخه  چی د خوست او خوستوالو د مینی او میلمه پالنی په آئینه  کی ځانونه کتلی دی نو بیا یی د خوستوالو د وطنی مینی په ځولۍ  کی خوږ او راتلونکۍ  ژوند پیل کړی دی او د خوست د خلکو سره یی یوځای د هیواد څخه ددفاع سنګر تود ساتلی دی .  په خوست کی  د ژوند دغه د وطنی او انسانی مینی کاروان که څه هم د وخت په تیریدو د دژوندانه له سترو ، سترو خنډونو او کړاؤنو سره مخامخ شوی خو بیا یی هم د پرمختګ او یووالی لاره وهلی ده .

کم اوزیات څلویښت کاله وړاندی چی خوستوالو هم لکه د نورو  قومونو سره اوږه پر اوږه د پرمختګ لار وهله نودلرغونی خوست ځینو بچیانو په  ناڅاپی توګه  په ټولنه کی  د اقتصادی او ټولنیز عدالت په موخه  ځینو د خشونت او کرکی څخه ډکو اقداماتو ته ور مخه کړه خو له نیکه مرغه د څلورو لسیزو په تیریدو بیا هم د خوستوالو په زړونو او نیتونو کی د نورو قومونو، مذهبونو  او ژبو په وړاندی د تحمل او روادارۍ روحیه ژوندۍ پاته شوه او اوس چی تکړه ژورنالیست او لیکوال ښاغلی نجیب الله الوخیل د آزادی رادیو لپاره یو تفصیلی راپور برابر کړی دی او دغه راپور د سنت او مدرنیتی ترمینځ د کړکیچ

ښکارندوی دی نو ځکه مو وغوښتل چی دغه د کړکیچ اصلی لامل ته د خپلو درنو مینه والو پام را وګرځوو . تاسو ټولو ته جوته ده چی افغانستان او په ټوله کی افغان اولس ددوه لسیزو خونړیو جګړو وروسته هغه مهال چی  د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر په نهمه د امریکا په  متحدو ایالاتو کی د تروریستی پیښو وروسته په ټوله کی د افغانستان او افغان اولس د پرمختګ  لپاره د ډالرو چینۍ را ماتی شوی اوورسره افغانستان په خپله زړه په کمپله کی د یوه له وخت  ړومبی د تکنولوژیک انقلاب د زیږیدو شاهد هم شو . معنا داچی ګواکی د افغانستان پر اولس د ډالرو د باران تر څنګ د عصری تکنولوژی لکه موبائیل ، کمپیوټر او د رزاز راز نورو مصنوعاتو ږلۍ هم په ډیر درز سره را په اوریدو شوه . هرچا او دافغانستان هروګړی چی دعمر یوه برخه یی په ناروا جګړو او ورور وژنه کی تیره شوی وه طبیعی ده چی د هیواد د پرمختګ لپاره یی فرصتونه له لاسه ورکړی ؤ نو له دغه را نازلی شوی تکنولوژی سره یی هم بلدتیا نه درلوده نو دهغی څخه په ګټه آخیستنه  هم روږدی او معتاد شول او ددغه تکنولوژی څخه په بی وخته استفاده کی یی هم ټول دمعنویت ارزشونه لکه انسانی او ملی مینه  اود نوروقومونو ، مذهبونواو ژبو  په وړاندی تحمل او تاریخی رواداری د ” سیأ “ست په ډګر کی ؤبایلل .!

او یو تنبل په عصری تکنولوژۍ معتاد نسل چی یوازی ددغه تکنولوژی څخه د تظاهر او ریأ کارۍ په بڼه کار آخستل یی هم پر دغه نسل تحمیل کړی زموږ پر تاریخی او مذهبی فرهنګ یی هم آغیزی شیندلی دی نوځکه خو ددغه تاریخی ارزشونواو سنتونو نمانځنه هم یوازی د فیس بک او نورو د جمعی اړیکو د وسائلو پر مټ تر سره کوو .لنډه داچی موږ دیوه پرمختللی او په تمدن مین اولس په توګه د سنت او تجدد ترمینځ په ناعادلانه جګړه کی لکه څنګه  چی  دایران د ستر شاعر هوشنگ ابتهاج په قول :

یک دم نگاه کن که چه بر باد می دهی

چندین هزار امید بنی آدم است این !

د یوه قوم د تاریخی ماتی د نمانځنی پر ټغر ناست یو او پر ظواهرو د ویاړ نمانځنه کوو. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په خوست کی یوتن ممثل نورولی ځنی خیل چی په ډرامو کی د شړشم ګل په نوم یادیږی وائی پخوا چی خلکو د تګ او راتګ لپاره د وسائیلو کافی آسانتیاوی نه درلودی د آس په ګاډیو کی به ناروغانو او خپلو خپلوانو ته ورتلل ،خواوس دا مبارکۍ په فیس بک اونورو مخابراتی وسائیلو پوری محدودی شوی دی . هغه وایئ چی : مخکی به امکانات نه ؤ موټری به نه وی موټر سائکلی به نه وی د آس ګاډی به وی په دغو کی به خپلو خپلوانو دزړه مینه د خپلو خپلوانو دوستانو سره کوله ورتلل به د مریضانو پوښتنه به یی کوله د اختر مبارکۍ به یی له دوستانوسره کولی ډیر په شوق به یی اختر نمانځه .. توپیر یی هم دادی چی فیسبکونه دی تیلیفون دی ددغه لاری خپلو دوستانو سره دعید مبارکی کوی .

چی مریضان وی په خپله نه ورځی په تلفن یی پوښتنه کوی کله ، کله په فیس بک کی خپل عکسونه جګ کړی چی داسی وښاېی چی ما له دوستانوسره خپل عکسونه ( تصویرونه ) وا ایستل …. همداشان د قدیر مشفق په نوم یو خوستۍ ځوان بیا وائی چی د اوسنیو اخترونو په نمانځلو کی مثبت او منفی دواړه اړخونه شته . …ښه اړخ یی دادی چی یو څه اتفاق ښکاری په دی اخترونو کی خلک راځی ډلی ، ډلی میلی کوی . میله ځایونو او پارکونو ته ځی یو او بل ته مبارکی ورکوی او په دی ډول هغه پخوانی دودونه یوڅه ژوندی کیږی خو د پخوا مینه اوس نشته  !بد اړخونه د اخترونو دنمانځلو په اوسنی وخت کی دادی چی دلته پلاستیکی توکی او انفجاری مواد دی او پټکۍ یا بمونه الوزول کیږی چی ډیر کله د ماشومانو حتی د لویانو ژوند آخلی ، امنیتی ارګانونه په دی کی پاته راغلی دی دا یوبد کلتور دی چی زموږ په ټولنه کی رائج شوی دی بد بختانه چی بدی پایلی یی هم درلودلی دی . همدا شان یوه بل تکړه ممثل ساعد  وزیری چی په ډرامو کی یی لیدونکی د ګل بشری خان په نوم پیژنی ددی ټولو په خلاف له دی سره موافق نه دی چی ګنی په مینه کی دی کمی راغلی وی خو وایی چی اوس د اخترونو نمانځلو یو څه توپیر کړی دی دهغه په قول چی وایی :ځوانان په سږکال اختر کی چی ما لیدل ډیرو به له یوبل سره مینه کوله او ډیرو کسانو به یو شانی لباسونه آغوستل او ډلی ډلی به دپارکونو پر لوری تلل او د مختلفو قومونو ځوانان به په خپلو کی د مینی په بدرګه پارکونو ته تلل .انورالله محبت چی د خوست یوبل ځوان دی وایی چی : د پخوا په نسبت سږنی اختر ځکه بختور ؤ چی په آرامی سره به ځوانان له لیری پرتو کلیو او ولسوالیو څخه د پارکونو په لوری ډلی ، ډلی راتلل . بل خوا دخوست دولایتی شوری پخوانی مشر عبدالولی واحدزی سږنی اختر ځکه تر ټولو اخترونو غوره ؤباله چی دهغه په وینا:

نه یوازی د خوست له ولسوالیو اولیری لیری سیمو څخه ګن شمیر خوستوال د خوست لیری پرتو سیمو ته د اختر دمیلو په موخه ډلی ، ډلی تلل او راتلل بلکه د افغانستان د نور لیری ولایاتولکه پکتیا ، لوګر ، کابل ، بلخ   اونورو ولایتونو خلک او ځوانان  هم داختر د نمانځلو په موخه خوست ته راغلی ؤ او هغوی د اخترد نمانځلو په موخه ځاځی میدان ، دګلام خان سرحد اوګربزو ، تڼیو ته ولاړل او اختریی په میلو او اتڼونو ونمانځه . 

د آزادی رادیو او وتلی ژورنالیست ، لیکوال نجیب الله الوخیل څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا