گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی دمیرمنوغوښتنی اودچــــنـــاردودیــزه مشــاعــره !
خوست کی دمیرمنوغوښتنی     اودچــــنـــاردودیــزه مشــاعــره !

خوست کی دمیرمنوغوښتنی اودچــــنـــاردودیــزه مشــاعــره !

په خوست کی یوشمیر ښځینه فعالانی وائی چی په دی ولایت کی ډیرۍ ښځی تذکری نلری اوله دی کبله به یوزیات شمیر ښځی په راتلونکو ټول ټاکنو کی له ګډونه بی برخی شی . دوی زیاتوی چی کلتوری محدودیتونه ،دعامه پوهوی دکچی ټیټ والۍ ،دکورنیو بی توجهی ،اونوری ټولنیزی ستونځی هغه څه دی چی په ټول ټاکنوکی به دښځوونډه پیکه کړی .دوی یادی څرګندونی ددوشنبی په ورځ په هغه غونډه کی وکړی چی دښځو دفکری بدلون په نوم د یوه مدنی بنسټ په بلنه جوړه شوی وه .

دیاد بنسټ مشری صفیه صافۍ  وویل :لومړی خو ښځۍ دکورنۍ له خوادااجازه نلری چی په ټول ټاکنو کی برخه واخلی ،ترهرڅه دمخ باید له کورنیو وغوښتل شی تر څو ښځو او نجونو ته په ټول ټاکنوکی دګډون اجازه ورکړی په دوهم قدم کی باید چی دوی تذکری واخلی ترڅوکه تذکری یا « هویت پاڼی » ونه لری په ټاکنوکی هم برخه نه شی آخستلای.داقرأ همت اوناجیه بابکرخیل په نومونو دوی مدنی فعالانی د ښځولپاره دعامه پوهاوی د برناموغوښتنه کوی اوواېی چی په ټاکنو کی دی د ښځو دګډون لپاره وړ شرائط برابر شی . ….

بل لوری ته د جمعی په شپه دخوست دسلګونو فرهنګیانو ،شاعرانو او دادب او فرهنګ د مینه والو په ګډون په خوست کی دچنار دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه .یاده مشاعره چی د افغانستان دخپلواکې سلمی کالیزې ته ځانګړی شوی وه دیوشمیرنږدی ولایتونو ځینی شاعران اوفرهنګیان هم وربلل شوی ؤ 

خوست والی ښاغلی محمد حلیم فدائی په خپلو خبرو کی وویل چی دافغانانو په تاریخ کی نارینه او ښځینه شاعرانو دملت سره په خواکی په تودو جګړو کی مهم رول لوبولی دی خونن یی مسؤلیت دادی چی د عواطفو پر ځای پر شعور عقل او منطق اولس ته د نظام جوړونی او دیوی تل پاته خپلواکې فکر ورکړی . …

که څه هم د چنار په کلنی مشاعره کی د ځینو نږدی ولایاتونو شاعرانو او فرهنګیانو برخه درلوده خو دکوزی پښتونخوا شاعران او فرهنګیانو پکی ګډون نه ؤ کړې . دسیف الرحمن سراج په نوم یوتن ځوان غوښتنه کوی کله چی داسی شانی مشاعری جوړیږی پکارده چی د لیری پښتونخوا یا دنور ولایاتو ملګرو ته هم دراتګ او ګډون امکانات برابرشی .

دتکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل مشال رادیو  همدا شانی د خوست ولایت درسنیو له دفتر څخه دزړه له کومی مننه کوو چی ددغه راپور په چمتوکولو کی یی زموږ ملا را تړلی وه .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا