گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی د جمبوری امرالله خان صالح لوظونه او خندنی فکاهیات !
خوست کی د جمبوری امرالله خان صالح لوظونه او خندنی فکاهیات !

خوست کی د جمبوری امرالله خان صالح لوظونه او خندنی فکاهیات !

هیڅوګ نه پوهیدل چی له کابل څخه خوست ته په راغلی الوتکه کی به کومو ذواتو او دکراماتو څښتنانو د خوست پر نیمه تمام هوائی ډګر  تشریف  راوړی وی . که څه هم ددغه سفر موخه تر آخیره د تکراری لوظونو د بیان او بیا بیا تکراری او بی خونده اوتو بوتو په ګردونو او لوخړو کی پټ پاته شول خو بیاهم هغه مهال چی د معاون صاحب امرالله خان جمبوری ته په جوړه شوی غونډه کی د نورو ترڅنګ د خوست د کمپائین په نوم جوړی شوی

 لوا همدا ډول د ملی امنیت د ځانګړی ځواک سربازانو او افسرانو دروند ګډون پر دغو  ګنګوسیو د تائید مهر کیښود چی ددی سفر یوه مهمه موخه هغو پوځی ځواکونو ټه ډاډ ورکول ؤ چی فکر کیده د امریکاېی پوځونو په وتو به دوی له مادی او معنوی ملاتړه بی برخی شی او دوی به چی ویل کیږی زیاتره یی د تیرو کیڼو او ښی مذهبی پوځی چارواکو ځامن او خپلوان دی د طالبانو په لاسونو سقوط وکړی .
خو ددغه موخی ترڅنګ د جمبوری امرالله خان لخوا د تل په څیر تشی او دروغجنو وعدود تکرار په انګازو کی د اروپائی هیواد دیوه اولس مشرد هغه تلفنی  اړیکی څرګندونه ده چی ګنی افغان اولس مشر حمد اشرف غنی ته چی څو کاله وړاندی په مصنوعی توګه د نړی ددوهم متفکرپه لمانځ غونډه کی چی جمبوری امرالله خان هم پکی ګډون کړی ؤاونوموړی جمبوری دهغه علمی اواکادمیکی لاس ته راوړنی داډول بیان کړی وی :
موږ د جهاد او مقاؤمت او دطالبانو په وخت کی له ځانه ځینی صفتونه درلودل چی ګنی موږ سلحشور یاستو ، خور مو شعر ویلی دې ، طوفانی دریاب یو چی عدو او دښمن وهو ! لکین دافغانانو په مینځ کی داسی څوګ چی یوه دیدګاه انځور کړی چی تاسو نفت لرۍ ، پانګه لرو ، د تاریخ درلودونکی یاستو ، او داحساساتو طوفانی سمندر به یو وخت دهیواد دسرسبزې او ودانولو په لاره کی په کار واچول شی چی ددغو یوه نویو ادبیاتو ته اړتیا درلوده چی دغه  ادبیات  په افغانستان کی ډاکتر اشرف غنی احمدزۍ راؤپیژندل ……..که څه هم دوخت په تیریدو اودجمبوری امرالله خان د کم بصیرتې او استخباراتی ګټو په لالهانده سمندر کی د محمد اشرف غنی  دغه شانی دریځ د یوه فاشیستی کس تر حده نزول کړی دی او آن تردی چی نوموړی اشرف غنی یی په قومی او ژبنی او د قومی عقبی څخه محروم متعصب کس په توګه  محکوم کړی دی چی موږیی دلته  دهمدغه جمبوری کټ مټ ویناوی را آخلو :
ډاکتر صاحب اشرف غنی په کوه دامن کی په  خپله وینا کی وویل : ای دکوهدامن خلکو ! زه تاسو ته سند درکوم چی شپږ میاشتی وروسته زما حکومت ته نمره ورکړی چی ما څه کړی دی ؟ لږ پاته دی …اوس که زه یو کوهدامنی واؤسم هم هغه فیلم دوهم ځل ږدم اوورته وایم چی ډاکتر صاحب ! ژردی خپله کابینه جوړه کړه ، ژر دی خپل والیان وټاکه !ژر دی خپل اقتصادی سیاست وښایه … جمبورۍ امرالله خان صالح هغه مهال چی د حکومت له لوری په امنیتی چاروکی ددولت ستر وزیر وټاکل شو او په  کندز کی د جګړی دارزولو په موخه هغه ولایت ته تللی او په بیرته راتګ سره یی جمهور رئیس اشرف غنی ته د کار د ښه والی په موخه ځینی لیکل شوی وړاندیزونه ورکړی ؤ نو کله چی له کاره ګوښه کړای شو د یوی مرکی په ترځ کی یی د جمهور رئیس اشرف غنی د کارونو په هکله داسی ویلی ؤ :
ما وویل چی جناب جمهور رئیس صاحب ! ما لیکلی دی چی د روانی ناروغانو روغتون ته دی معرفی شی دا سړی لیونې دی !! ویی ویل چی تا لاسلیک نه دی کړی ؟ ما ویل چی نه ! د اشرف غنی له قوله …ددفاع وزیره داڅه وایی ؟ چی ما نه دی لاسلیک کړی ! د وزیر دفاع له قوله : صاحب لاس لیک کړی دی او دا یی هم لاسلیک ! ومو موندله چی لاسلیک تقلب شوی دی ! زما دفتر د جمهور رئیس له دفتر څخه ۲۰۰ متره واټن درلود ..امر یی وکړ چی زه غواړم تر سبا پوری پوه شم چی ددی تقلب مسؤل څوګ دی ؟ تر سهاره ټول تقلب کونکی افشأ شول نه یوازی له تقلب کارانو سره چی زما لاسلیک یی تقلب کړی ؤ هیڅ شانی برخورد صورت ونه موند بلکی هم هغه لیونۍ دلوا قوماندان وټاکل شو . همدغه جمبوری امرالله خان له فرانسوی تلویزیونی شبکی د فارسی یورونیوزFarsi  Euro Newsسره همداډاکترصاحب اشرف غنی په دی ادبیاتو او کلیماتو چی ګنی  دښمن یعنی طالبان چی جمبوری امرالله خان دښمنان وګڼل له نوموړی شبکی سره د خبرو په پیل کی وویل :
دښمن د اشرف غنی د خبرو اومذاکراتو غوښتنه نه منی دا ځکه چی ګوری دا ښاغلې دغښتلی او مستحکمی سیاسی عقبی څخه بی برخی دی موږ چی دهغه سیاسی عقبه ؤ نور ورسره نه یو ځکه ومو لیدل چی هغه پر افغانستان باور نلری هغه یعنی اشرف غنی ډیرو کوچنیو ګروهی او سمتی ته پام کوی نو داډول شخصیتونه که چیر په قدرت کی هم پاته شی له ځانه یو مثبت میراث راتلونکو نسلونو ته نه پریږدی .دچارو کتونکی او د سیاسی علومو متخصصین باور لری له هغه ځایه چی پر مافیاېی قرئت ولاړ د آزاد بازار اقتصادی نظام سیاستونه د انسانی خواخوږۍ او استقلال پر دروغو او لافو باندی د چلیدونکی ماشین پر مټو چلیږی او د ددغه نظام د پلی کولو لپاره په ټولنه کی لازم اصلاحات نه رامینځ ته کیږی نو طبیعی ده چی ددغه نظام په رڼا کی ټولی وعدی د خلکو او اولسونو دغولولو او فریب په موخه ترسره کیږی چی ښه او څرګنده بیلګه یی له شلوکالو راهیسی د خوست د فرهنګ پاله اولس سترګو ته دتشو وعدود ایروپه پاشلواوکاذبو وعدو په تکرار سره دمشروعیت تنور تود ساتلی دی .  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا