گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمنظـــورپښتون دخلاصون اودپښتنو درواحقونو دملاتړ غونډه!
دمنظـــورپښتون دخلاصون      اودپښتنو درواحقونو دملاتړ غونډه!

دمنظـــورپښتون دخلاصون اودپښتنو درواحقونو دملاتړ غونډه!

دنواندیشی یادونه : لکه څنګه چی خبریاست او ټول پوهیږو له کله چی د ګران هیواد افغانستان په ګاونډ د هند په لویه وچه کی دهندوانو مذهبی او سیاسی ستر لارښود مهاتما ګاندی اود خدای بښلی سید ابوالاعلی مودودی او مولانا ابوالکلام آزاد په څیر عدالت خوښؤونکو تر مشرتابه لاندی د مسلمانانواو دهند دلوی دنورو ؤلسپاله آزادی غوښتونکو د مبارزو او هڅو په نتیجه  کی چی  انګریزی استعمار له هند څخه وتو ته مجبور کړای شو

نودهند د آزادی غوښتونکو څخه د غچ آخیستو په موخه یی په ۱۹۴۸ کال کی د پاکستان بنسټ پرداسی یوه بیماره جغرافیا کی را مینځ ته کړ چی یوی خواته د کشمیر د لانجی په رامینځ ته به د هندوستان لپاره یوه د سرخوږی دانه وی او بل لورته له افغانستان سره د ډیورنډ د فرضی کرښی په درلودو به وکولای شی افغان سرلوړی اولس دخپلو ناپاکو ارادو په لومه کی را ګیرکړی . د هند ملت پاله اوپه هیواد مین اولس ته  د انګریزی ښکیلاک دغه ناوړه اراده له هری ورځی زیاته په روښانه کیدو شوه نو د پاکستان په نوم د انګلیسانو پرلاسونوپه منځنی ختیځ کی د اسرائیلوپه څیر له مذهب څخه په ناوړه ګټه آخیستو یی د پاکستان په نوم هیواد رامینځ ته کړ .  ترټولو حیرانؤنکی خبره خو داده چی له هم هغه لــومړی ورځی یی ددغه نــوی کاریکاتــوری هـــیواد چی د اسلامی جمهوریه پاکستان د مدیریت او کنترول چاریی یی د هغه هیواد د پوځ په ځانګړی توګه د پوځی  اطلاعاتو  سازمان ISI  په غاړه  ورواچولې .                                      که څه هم دهند هیواد وتوانید د پاکستان په نوم د یوه مکار او دروغجن ګاونډی په وړاندی بالمثل سیاست خپل او د وخت د غوښتنی  په ټولو نورمونو ځان ځواکمن  جوړکړی داسی چی که دغه  مکار ګاونډی یو ګام د هند پر لور ور وخوځیږی نو د هند زړور پوځ  کولای شی هغوی ته په عصری وسلو ځواب ورکړی تردی چی د ۱۹۷۱ د مارچ په میاشت کی کله چی پاکستان په دوه بر خو ( شرقی او غربی پاکستان ) جلا کړای  شو نو انګریزی استعمار او بړیڅو یی پړه پر هندوستان ور واړوله خو داچی هغوی د یوه منظم او مسؤل  پوځ درلودونکی هیواد دی او اواولس یی له هیواد سره مینه خپله ملی او مذهبی فریضه ګڼی نوځکه خو انګریزی استعمار او او پاکستانی بړیڅی یی هیڅکله هم په دی بریالی نه شول چی د هند پروطن مین اولس او پوځ بریالیتوب ترلاسه کړی .خو بل لوری ته افغانستان چی تیراو لرغونۍ تاریخ یی له برم له میړانی ډک ؤ هغه مهال چی دروسی ښکیلاک پر وړاندی یی مبارزه او جهاد پیل کړی ؤ په مختلفو دلائیلو اوعواملو د پاکستانی مکار دښمن په وړاندی  په ګونډوشول اود څلویښتو کالورا په دی خوا  ترننه پوری هم زموږ د لرغونی هیواد افغانستان پر سیاسی او فرهنګی  ماحول پاکستانی استخباراتی بړبوکۍ الوزی .او زموږ د وطن د بچیانو په رګونو کی له خپلو د کرکی او نفرت ، لافو او ورور می په کندز کی پهلوان دی !! زه یم زمری پردی  دنیا له ما اتل نشته …..بل پر کابل نشته !! اوداسی نورشعاری و یروسونه لیدلای شو . داځکه چی زموږ زیاتره ځوان کهول او آن روڼاندی  د خود کٌش بیګانه پرستی !! په ناروغۍ آخته یو او زموږ دقوت او ځواکمنۍ سرچینی خو کالونه وړاندی زموږ په واک کی نه دی یوازی هغه مهال چی د یرغلګرو په لاسونو زموږ دهیواد دکلیو اوبانډو اوسیدونکی خو څه چی د ارګ په شاوخوا کی بی ګناه اوسیدونکی  هم شپه یا ورځ د امنیتی بدمعاشانو او یاهم بی پیلوټه الوتکو ښکارشی په متحد الماله توګه یی بیه معلومه ده د هر وژل شوی بی ګناه کورنۍ لپاره  سل زره او پر هارشوی ته د پنځوسو زرو افغانیو نوټونه له پخوا د۹۱ کود څخه ورکول کیږی او ددی ترڅنګ یی بیاهم په متحدالماله توګه د ارګ د حاکم په لاسونو لاسلیک شوی داسی احکام چی پکی د ټولو امنیتی او عدلی ارګانونو څخه یو یو تن ګمارل شوی دی اودنده ورته سپارل شوی چی موضوع په کلکه سره وڅیړی او راپوریی بیا پیریانو ته ووایی ! داځکه چی تراوسه هم کله چی په سلګونو خونړی پیښی د چارواکو لخوا یی د څیړنو امر ورکړ شوی دی بیا یی هیچا پوښتنه نده کړی . په هرحال اوس چی دپاکستان په نوم د یوه مکاره اوغولؤونکی ویروس سره مخ یو ددی لپاره چی دغه ویروس ښه ؤپیژنوتاسو  د پاکستان د یوه نومیالی روحانی او مذهبی مشرخدای بښلی  مولانا سید ابوالاعلی مودودی زوی هغه خبروته رابولم چی ویلی دی زما پلارابوالاعلی مودودی علیه الرحمه د پاکستان دجوړیدو مخالف ؤ او تر ټولو زیاته یی ددی دمخالفت وجه هغه مذهبی نظامی  استبداد ګڼلی دی چی نن ورځ په پاکستان باندی حاکم دی .

دښاغلی فاروق حیدر مودودی له خبرو دا څرګندیږی چی استبداد او ظلم هیڅکله هم قوم او نژاد نلری خو کیدای شی د استعماراوحاکمو ځواکونو ګټی په دی کی وی چی یوقوم په ډله ایزه توګه د استبداداوبی عدالتی ښکار شی .اوس چی د ښاغلی منظورپښتون په مشری د پښتنودتحفظ غورځنګ داستعمار په څرګنده ښکار شوی دی او ددغه ظلم څخه د خاصون پرامنه چیغه د یوچا له ستونی څخه راوزی  باید پری ښودل شی چی دا چیغه د هدف سر منزل ته ورسیږی

_______________________________________________

د جنورۍ پر ۲۸مه ماسپښین مهال د خوست زرګونو کسانو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې همدارنګه د بشری حقونو له مدافع سازمانونو او فعالانو یې وغوښتل، چې د منظور پښتین په خوشې کولو کې دې لاس په لاس اقدام وکړی.  دپیښور پښتونخوا د خیبر پولیسو د جنوری په اته ویشتمه نا وخته منظور پښتون یا هم « پشتین » د امن خرابولو په ګډون د یوشمیردفعولاندی نیولۍ ؤ دخوست مدنی فعالانو پر ملګروملتونو او دبشرحقونو په نړیوالو سازمانونو غږ وکړچی دمنظور پښتون او دهغه د ملګرو د خلاصولو لپاره په پاکستان فشار راوړی . ددی غونډی یوه ګډونکونکی دغونډی حاضرینوته په خطاب کی وویل چی که منظور پښتون او ملګریی یی خوشی نه شی په همدی ډول به خپلو سوله ایزو لاریونونواو تظاهراتو ته ادامه ورکوی او ترمرګه به خپلو غوښتنوته ادامه ورکوی ځکه چی دا خلک په شاکیدونکی نه دی . دوی زیاته کړه چی د پښتون دژغورنی غورځنګ د قانون په رڼا کی د پښتنود حقونو لپاره سوله ایزه مبارزه کوی .

مدنی فعال عبدالجبار جبار خیل غونډی ته د خپلو خبروپه ترځ کی وویل چی موږه له نړی والی ټولنی او د ټولو هغو نړیوالو تنظیمونو چی دبشری حقونو ناری وهی غواړو چی د منظور پښتون د راخلاصیدو په هکله جدی اقدام وکړی . تر دی پخوا د عفوی نړیوال سازمان د پاکستان له چارواکو غوښتلی ؤ چی منظور پښتون را خوشی کړی . بلخوا دپاکستان د کورنیو چارو وفاقی وزیر اعجاز شاه د جنوری په اته ویشتمه له مشال رادیو سره په خبرو کی د منظور پښتون د مقدمی په اړه نا خبری وښودله خو زیاته یی کړه چی حکومت یی دهری مسألی حل په سیاسی خبرو اترو کی وینی .

نواندیشی ددغه راپور په جمتوکولو او رالیږلو کی د مشال رادیو ، تکړه لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الو خیل او د ښاغلی اسدالله فروتن څخه دزړه کومی مننه کوو . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا