گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی د کام هواېی شرکت الوتکو الوتنه پیل کړه .
خوست کی د کام هواېی شرکت الوتکو الوتنه پیل کړه .

خوست کی د کام هواېی شرکت الوتکو الوتنه پیل کړه .

دنواندیشی یادونه : موږ په وار، وارویلی او د چارواکو ترغوږو موهم وررسولی ده چی که تاسو د افغانستان په ځانګړی توګه د خوست د تاریخی او فرهنګی ولایت چی یو وخت یی د فرهنګ او خوځښت زانګو بللی شوه د تیر برم او عظمت تر څلی د ترقی او پرمختګ آس ورسوی نو دا به مو لویه لاس ته راوړنه وی خو چارواکو په تیره هم د اتلس کلن بهیر حاکمانو د خوست د غیرتی اوپه سوله مین اولس له زغم او حوصلی څخه په ناوړه ګټه پورته کولو یی له دوی سره تش لوظونه او وعدی کړی دی داسی چی دخوست د غیرتی اولس په استازیتوب یی ځینی په ډالرو او پوډرو روږدی یی د څو ډالرو په بدل کی  دخپلو تشو لوظونو او وعدو د مشروعیت مبلغین  جوړ کړی دی . دادی اوس چی د جمهوری ریاست د انتخاباتی کمپائین په لړی کی د نړیوالو نورمونو له په نظر کی نیولو پرته د تلی د میاشی په ۲۷ نیټه د کام هواېی شرکت یوه الوتکه خوست ته په اونۍ کی د دوه ځله الوتنی په هیله د خوست په هواېی ډګر کی را کوزه شوه هیله ده دغه الوتنی به په اونی کی د دوه ځله الوتنی وکړی .

که څه هم د ملکی هواېی چلند په وروستی تاریخ کی د افغانستان د هواېی خصوصی شرکتونو د سقوط او دیوالی کیدو تاریخ څرګند دی خو بیا هم هغه د فارسی ژبی د یوه مشهور متل له مخی چی واېی مرد ها را قول است ! یوځل بیا یی هم باید واآزمایل شی . همدا شان به لکه څنګه چی په راپور کی لولی او ګوری ملکی هوائی چلند اداره د خوست د هوائی ډګر کارونه هم په نږدی راتلونکی کی بشپړ کاندی . خو تر تولو عجیبه خبره داده چی د خوست والی محمد حلیم فداېی چی د دغه الوتنی یو مسافر ؤ څنګه وتوانید او دکوم براق یا دلدل پر اوږه یی ولیدل چی ګنی « ….. خوست له نړۍ سره وصل شو!!!» او که نه دایی هم د سولی دټیکری په څیر یوه له خندا ډکه ډرامه وه ؟ 

ـــــــــــــــــــــــــ

د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی چې د خوست هوایی ډګر د ترمینل تر بشپړېدو وروسته به نړیوال پروازونه هم پیل شی. د کام ایر خصوصی هوایی شرکت الوتکه د (میزان ۲۷مه) د خوست پر نوی جوړ شوی هوایی ډګر کې کېناسته.د خوست والی محمد حلیم فدایی  وویل، “په دې پرواز کې موږ له کابله راغلو. د خوست په هوایی ډګرې موږ ارام نشست وکړ.

په لویه کې خوست له نړۍ سره وصل شو.”د خوست د هوایی ډګر ترمینل لا نیمګړی دی.د افغانستان د ملکی هوایی چلند ادارې رئیس پرون وویل چې د ترمینل تر بشپړېدو وروسته به نړیوال پروازونه هم پیل شی.د خوست سوداګر وایی چې د نړیوال هوایی ډګر فعالیدل د دوی د تجارتی مالونو له خرڅلاو، په ځانګړی ډول، نړیوالو مارکېټونو ته د جلغوزو له صادراتو سره مرسته کولای شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا