د سه شنبې په ورځ هم خوست کې د افغان پولیسو پر ځانګړې قطعه موټرم بم برید شوی او چارواکی پکې د ۱۱لسو ولسی وګړو د ټپی کېدو خبره کوی. د پولیسو ځانګړې قطعه د خوست ښار جنوب لوری کې مجاهد څلور لارې ته نږدې پرته ده او مخکې کلونو کې په دې ودانیو کې د ولایت مقام و.د خوست د ولایتی روغتون سرطبیب ډاکټر سخی وویل، چې ولایتی روغتون ته ۳۳ ټپیان او د ځانګړو پولیسو د منسوبینو ۳ جسدونه لېږدول شوی دی.ده وویل، د ټپیانو له ډلې لس تنه ولسی خلک دی.د ډاکټر سخی سردار په وینا د پیښې د قربانیانو شمیر په ډېریدو دی، ځکه یو شمېر خلک د لویدلو کوټو او ودانیو تر چتونو لاندې شوی دی.
دی وایی، په ټپیانو کې د ۲ تنو روغتیایی حالت نازک او پاتې ټپیان ښه دی.د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمد وویل، د خوست ښار یو شخصی روغتون ته هم د بریدونو له سیمې ۴ ټپیان او یو مړی وروړل شوی، چې په ټپیانو کې ۲ تنه ملکی وګړی دی. . د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم نن په خپله ټویټر پاڼه کی لیکلی دی چی : تروریستانو نن سهار د خوست ولایت د مقام ساحې ته څېرمه د پولیسو د ځانګړې قطعې مخې ته له چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر ته چاودنه ورکړه. ورپسې بله انتحاری چاودنه وشوه. ۴ تروریستان هلاک شوی او د دوه نورو تروریستانو د لهمنځه وړلو هڅې دوام لری. که څه هم افغان طالبانو تر اوسه ددغه خونړی جنایت پړه پر غاړه نه ده آخیستی خو کتونکی وایی چی د خوست جغرافیاوی او عمومی جوړښت او مؤقیعت ته په کتو او د طالبانو د فکری توازن په آرزونه کیدای شی له طالبانو هم د یوی آغیزمنی قوی په توګه استفاده شوی وی او دوی یی ته یی هم په غلطه د جنت په وینو لړلی کونجی ور ښودلی وی او دغه خونړې جنایت یی ددوی په واسطه سرته رسولی وی . والله اعلم