گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کې راډیوګانې اواندیښنی
خوست کې راډیوګانې اواندیښنی

خوست کې راډیوګانې اواندیښنی

د نواندیشی یادونه : کله مو چی ” خوست کی رادیوګانی ” تر سرلیک لاندی د هیواد تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی زاهد شاه انګارچی په ورته وخت کی د « سولی پیغام راډیو » مؤسس اومشر هم دی  پر ښائیسته لیکنه سترګی پرانیستل شوی نو موږ ټول د  نواندیشی تربیون  همکاران  یی د یوه آرام داسی  افغانستان پر لوری بوتلو  هلته چی  افغانانو د خپلی ځالې څخه د دفاع توان درلود او هیڅکله هم د نن په شانی خواراو حقیر نه ؤ 

خو د لیکنی د لیکوال په قول یوازی په خوست ولایت کی د راډیو ګانو شمیر تر څوارلسو رسیږی ددغه شمیر رادیوګانو فعالیت د خوست په څیرنا آرام پاکستان ته په پله پروت ولایت کی دا ښیی چی خوستوال په خپل ملی فرهنګ او ارزښتونو مین اولس دی او له شکه پرته د خوست د غیرتمنو وګړو ادبی او فرهنګی تنده پری ماتیږی . خو بل لوری ته تجربو دا ښودلی ده چی دخوست په څیر فرهنګ پاله ولایت کی هم د ژوند دغه معنوی او فرهنګی چاپیریال او معبد کی د  فرهنګ او هنر په ګډون ټول مدنی او تاریخی ارزشونه د مادیاتو پر تله تلل کیږی ! او آن تر دی چی زموږ دټولنی د ژوندانه پر ټولو اړخونو او خواؤ  یی آغیز آچولی دی .یعنی دا چی بیکاری ، لوږه او په ټولنه کی نور راز ، رازستونځی ددی سبب شویدی چی مادیاتو ته درسیدو لپاره د خپلی خوښی او مسلکی والی پرته برخوکی کارونه پیل کړی . یعنی د کوڅی قصاب به د ورځپاڼی د مسؤل مدیراو یاهم دیوی محلی رادیو د چلؤونکی  په توګه کارکوی او له بده مرغه لیکوال او شاعر به د کوڅی او محلې د قصابۍ چاری پر مخ بیاېی نو جوته ده چی  یوی وروسته پاته کړای شوی ټولنی په دواړو برخو یعنی د کلی او محلی قصابی او د اولس روڼتیا چی د یوه لیکوال او روڼاندی دنده ده جوته نیمګړتیا را مینځ ته کیږی . ددی اصلی علت داهم کیدای شی چی دتاریخ په یوه اوږده واټن کی دیوه قوم او اولس ځوان نسل  پرمصنوعی  تجدد  روږدې شوی او له تیر تاریخ او ملی ارزشونو سره یی اړیکه د مادیاتو پرتوره پری شوی او له مینځه تللی ده یعنی داچی په ټولنه کی وګړی پر روزمــــره او « دم غنیمت !!»  ژوند نه یوازی روږدی یا « معتاد » شوی دی بلکه ټول ملی ارزښتونه او له بَرمه ډک تاریخ  خرافات او د پرمختګ په وړاندی ستر خنډ بولی اوټول  منور فرهنگی آزادۍ خوښؤونکی ، ملی خپلواکی ته ژمن شخصیتونه ویره آچؤونکی او ترهه ګر شمیری  .نوځکه خو دیوی رسنۍ په ځانګړی توګه رادیوګانو  ، تلویزیونونو ، چاپی مطبوعاتو او ورځپاڼو ته پکار ده چی تر هرڅه لومړی د ټولنی او اولس  د روڼتیا په لاره کی خپل مسؤلیت ترسره کړی او یاخو پریږدی هغه څوګ چی دټولنی په روښانه کولو کی کافی او لازم تجربیات ولری دغه دروند مسؤلیت پر مخ بوزی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوست کې راډیوګانې اواندیښنی !

ځینو دوستانو خوست کې د راډیوګانو پر زیاتیدو پوسټونه کړی دی. دا چې زه په خوست کې د لومړنۍ خپلواکې سیمه ایزې راډیو (( سولې پیغام راډیو)) موسس او مشر یم، نو زه هم په دې اړه خپل نظر وایم:دا د اندیښنې خبره نه ده بلکې یو ښه زیری دی چې راډیوګانې د شمېر له مخې زیاتیږی خو مهمه دا ده چې دغه راډیوګانې په خپلو کې همغږی اوهمکاری ولری،سالمه سیالی ولری اوخپرونې یې لا موثرې او ګټورې شی.

د ټولو یادو راډیوګانو شمېر څوارلسو ته رسیږی، د راډیوګانو تعدد دا مهر لګوی چې خوست کې تر دې دمه راډیوګانو د ځینو نیمګرتیاو سره سره پر ټولنه مثبت اغېز پرېباسلی دی.که چېرې د خوست راډیوګانې د خپلو خپرونو کیفیت لاپسې لوړ کړی، د خلکو لپاره به د مالوماتو، اطلاعاتو، ټولنیزو، سیاسی، فرهنګی او اقتصادی موضوعاتو ته د لاسرسی پر نږدې او لومړنۍ سرچینه بدلې شی.د دوستانو دا وینا د پام وړ ده چې راډیوګانې به دومره عواید ونه لری چې خپل لګښونه پرې پوره کړی.

رښتیا هم د خوست مارکیټ دومره لوی نه دی خو که چېرې یادې راډیوګانې د مارکټنګ لپاره یوه مشترکه ستراتیژی او ګډه پالیسی ولری، د هرې یوې راډیو د عوایدو کچه به په مراتبو لوړه شی.زه ټولو خوستوالو او د خوست خوا وشا سیمو اوسیدونکو ته دا خبره کوم چې د راډیوګانو په ډیریدو سره به ستاسو غږ لا پسې ډیر اوچت شی، دولتی ادارې او نور غیر دولتی مسوول بنسټونه به لا هم دې ته وهڅیږی چې د خپلو ټولنیزو، فرهنګی، انکشافی او خدماتی پروګرامونو اغېزمنتیا او ګټورتیا ته ځیر شی، د نږدې او لرې پرتو سیمو د اوسیدونکو اړتیاوې ، غوښتنې، نظریات او انتقادونه په خپلو برنامو کې ځای کړی.د راډیوګانو او خلکو ترمنځ اړیکه د راډیویی خپرونو له لارې تامینیږی. تر دې دمه د خوست راډیو ګانو د بیلابیلو دینی، ټولنیزو، خبری، سیاسی، اقتصادی، سپورټی او تعلیمی خپرونو په چمتو کولو او خپرولو سره د ټولنې د هر سن و سال، هر قشر او هرې کته ګورۍ خلکو سره مضبوطه اړیکه ټینګه کړې ده، په دې هیله چې دا تامین شوې رابطه لا پسې غښتلې او پیاوړې شی.

د خوست راډیوګانې:

خوست راډیو

سولې پیغام راډیو

ولس غږ راډیو

ځوان غږ راډیو

هیلو کاروان راډیو

نن راډیو

چنار راډیو

یون راډیو

غرغښت راډیو

ژمن راډیو

رڼا راډیو

خوا وشا دوه میاشتې مخکې ازمون راډیو هم نشرات پیل کړل.هوا راډیو جواز اخستی خپرونې به پیل کړی، ناز راډیو د پاره هم پر جواز جوړولو اخته دی، فکر کوم نن یې څو ساعته امتحانی نشرات هم کړې دی.زه داسې انګیرم چې راتلونکو څو میاشتو کې به دوه نورې راډیوګانې هم خوست کې تاسیس شی.همدا اوس مې د ښاغلیوواحدزی اوبهاءالدین لکڼوال پر والونو ولیدل چې امن راډیوهم خوست کې جوړیږی، دوی ته هم هرکلی وایو، مرغ یې ښه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا