گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست وادونه په شعرونو نمانځی
دخوست وادونه په شعرونو نمانځی

دخوست وادونه په شعرونو نمانځی

که څه هم پخوا په خوست او نورو پښتون میشتو سیمو کې د کوژدن په مراسمو کې د جینۍ او هلک کورنیو او د هغوی نږدې خپلوانو برخه اخیسته او یو بل ته یې دستمالونه، جامې او لونګۍ کولې، خو اوس مهال خوست کې ځینې فرهنګیان د کوژدن مراسم په نوې بڼه نیسی.مشاعرې، ادبی او هنری بنډارونه جوړوی، دوستان، ملګری او ځوانان سره راټولوی او پدې توګه د کوژدن له مراسمو هم د فرهنګ، ادب او هنر د ودې لپاره ګټه پورته کوی.

تیره شپه(سې شنبه) د کوژدن له همدا ډول یو پروګرام تابیا کوونکی لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار چې د خپل کشری زوی د کوژدن مراسم یې نیولی ول، مشال راډیو ته وویل، لدې پروګرامه یې موخه داوه چې دوستان او ملګری یو ځای راغونډ کړی، ځوانان په خپلو کې سروکی او سندرې ووایی او مشاعره وکړی.

ښاغلی انګار زیاته کړه:

«دوستانو او ملګرو لپاره مې د خپل زوی د کوژدن داسې پروګرام ځکه ونیو، چې یو خو ګڼ دوستان په خپلو کې سره وګوری، دویم دا چې مشاعره وشی، شاعران شعرونه په کې واوروی، درېیم دا چې ما هڅه وکړه هغه ولسی موسیقی بیرته په محفلونو کې راژوندی شی، چې ګڼ ځوانان یو ځای سروکی او سندرې سره ووایی د پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد فریدالله قربان په اوسنیو حالاتو کې چې ناخوالې ډېرې دی، د خوشالۍ دا ډول پروګرامونه چې ګڼ ځوانان او ملګری په کې راغونډیږی، له ارښته ډک ګڼی.

نوموړی وویل:«زه فکر کوم د دا ډول پروګرامونو جوړول په خپل ذات کې ډېر اهمیت لری، بهار صیب یو شعر دی وایی، په داسې یو وطن کې یو، چې په هغې کې تر لمونځونو جنازې ډېرې دی، زه فکر کوم له ژونده موږ منډه نشو کولی، خو د ژوند د تېریدو دا چال زده کولی شو، په ژوند تر ټولو یو ستر اصل خوشالی ده، له بده بخته زموږ دا حالات د بدیو او بدمرغیو دی، داسې محفلونه په رښتیا هم یو بهانه وی، خو په خپل ذات کې ډېر لوی اهمیت لری، دادی دومره ملګری او ځوانان یې سره راټول کړل، کاشکې تل داسې د ځوانانو په خوښیوکې راټول شو.»

 د کوژدن پدې پروګرام کې د مشاعرې، ترنم او محلی موسیقۍ برخې هم شاملې وې.د خوست د سیمې یوځوان شاعر اقبال سایل دا شعروړاندې کړ:چې له زړه نه، زړه ته جوړدمینې پلونه نه وی

له یو انسان تر بله انسانه پورې ډېره لار ده

موږ خپل سرونه د جنت په هوس زر وشیندو

ګنو د حورو تر داستانه پورې ډېره لار ده

بسم الله،لاس دې راکوه په لاس کې ځه چې ځونو

رسو ضرور که تر عرفانه پورې، ډېره لار ده.

له سفره راغلی یو بل ځوان خوستی شاعر زاهدالله زاهد هم خپل شعر واوراوه:

خیر دی نور مه بندوه ور، بس دی

بس دی د خدای لپاره شر بس دی

زه به پرې ټول ژوند ګوزاره کومه

ماته دې یو ښکلی نظر بس دی

ساقی غم دروند دی، څه چاره مې کوه

جام په ما نه کوی اثر بس دی

د جدایی نه چې و نه ویریږې

زما او ستا تر منځ باور بس دی

لا مه خبره د زړه ختمه نه وه

ولې دې ووې، دومره ژر بس دی.

د کوژدن په بنډار کې یو شمېر ځوانانو په ښکلی انداز شعرونه په ترنم کې وړاندې کړل.

شاهین دلپوری یو حماسی شعر ترنم کړ:

د هر افغان په خاوره د قهرمان په خاوره

ډېرو سرونه ورکړل، زموږ هر ځوان په خاوره

موږ په دښمن باندې هر وخت بل کړی اور دی

خاوره مې مور دی، خاوره مې مور دی

پردی جنګونه راغلل، موږ ته غمونه راغلل

ډېر شهیدان ټپیان شول، چا ته مرګونه راغلل

نن په کابل جوړ د مرمیو شور ماشور دی

خاوره مې مور دی، خاوره مې مور دی

د خپل وطن په غم کې، شو لوغړن په غم کې

والله مدام ژړیږو، ځار د مسکین په غم کې

ګوره حمید مندوزی چې سوۍ سکور دی

خاوره مې مور دی، خاوره مې مور دی.

په بنډار کې لاهور عابد د خپل غزل په ترنم سره بنډار ته لا ښکلا ورکړه:

تا ته مې زړه کیږی، باران وریږی

صبر مې نه کیږی، باران وریږی

یو څو تودې-تودې خبرې وکړه

زما ساړه کیږی، باران وریږی

هم مې وعده کړې، هم لارې بند شوې

نو دا به څه کیږی، باران وریږی

د دې بنډارپه پای کې ځوانانو اتڼونه وکړل اوپه ګډه یې سندرې اوسروکی له محلی موسیقۍ سره وویل.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا