گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستی ډاکتران اودبیوزلـــو ناروغانودوړیـادرمـلرنی لــوظ!
خوستی ډاکتران اودبیوزلـــو  ناروغانودوړیـادرمـلرنی لــوظ!

خوستی ډاکتران اودبیوزلـــو ناروغانودوړیـادرمـلرنی لــوظ!

په خوست کې د خصوصی سکټور ډاکټران وایی، چې د بې وزله او اړمنو ناروغانو د وړیا تشخیص او درملنې لپاره یې ځینې برنامې او فعالیتونه په پام کې نیولی دی.خوستیو ډاکټرانو دا څرګندونې د اګست پر دویمه د هغه غونډې په څنډه کې  وکړې، چې د ډاکټرانو د ولایتی اتحادیې د مدیره هیات د ټاکلو لپاره جوړه شوې وه.ډاکټرانو وویل، روغتیایی مرکزونو ته د بیمارانو د انتقال لپاره د یو شمېر شخصی امبولانسونو رانیول هم په پام کې لری.د ډاکټرانو د اتحادیې مخکینی مشر ډاکټر جان محمد وویل د خوست د ډاکټرانو اتحادیه به د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې وړیا روغتیایی کېمپونه جوړ کړی او د هغو ناروغانو تشخیص او درملنه به وکړی،

چې روغتونونو ته لاسرسۍ نه لری او یا یې اقتصاد کمزوری وی.ډاکټر نعمت الله وزیری هم ورته خبره کوی او وایی، چې د اړمنو او بې وسه ناروغانو د درملنې تر څنګ به په خپلو روغتیایی خدمتونو کې هم ښه والۍ راولی.ډاکټر محمد نور ځدراڼ په خوست کې د تلاسمیا د ناروغانو د وړیا درملنې مرکز لری، چې پدې بیماری اخته سلګونو ماشومانو او تنکیو ځلمیانو ته خدمتونه وړاندې کوی.

دی وایی، د خپلو فعالیتونو په جریان کې ورته مالومه شوې، چې په دې ولایت کې ډېر بې وزله بیماران شته، چې نشی کولی د اقتصادی ستونزو له کبله روغتونونو او ډاکټرانو ته ورشی.محمد نور ځدراڼ له ډاکټرانو غواړی، چې د خپل وخت او فعالیت یوه وړه برخه دې د دا ډول بیمارانو درملنې او مرستې ته بیله کړی.یو بل ډاکټر ګل احمدشاه لکڼوال بیا د ډاکټرانو د بنسټ فعالیتونو ته په کتو په دې اند دی، چې خلک به په دې وپوهوی، چې له روغتیایی مرکزونو اساسی او معیاری خدمتونه وغواړی.بل لوری ته د خوست د عامې روغتیا ریاست د ډاکټرانو اتحادې او په خصوصی سکټور کې نورو ډاکټرانو ته ډاډ ورکوی، چې پدې موخه کې به هغوی سره پوره-پوره همکاری وکړی.

دا د پښتو ډرامی یوه کوچنۍ برخه  د پښتو ژبی د نامتو هنرمندانو په مټ جوړه شوی او دلته د پښتنوسیمو  په مینځ کی روغتیائی حالت لاملونه  او رواجونه په نښه کوی .   

د خوست د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر بلال نورانی وایی، چې د روغتیایی کېمپونو د فعالیتونو د موثریت لپاره به ډاکټرانو سره د وسایلو، امبولانسونو او یوه اندازه دواء درملو په برخه کې مرسته وکړی.په خوست کې د ډاکټرانو د اتحادیې د مشرتابه لپاره د نوی مدیره هیات د ټاکنو پدې غونډه خوست والی محمدحلیم فدایی هم ګډون کړی وو.ښاغلی فدایی د ډاکټرانو تر منځ یووالی مهم وباله او ویې ویل، چې دا ډول علمی او ټولنیز بنسټونه د قانونمندۍ، تخصص،

د ریسرج او څېړنو او ظرفیتونو د لوړلو په برخه کې مهم رول لوبولی شی.سره لدې چې خوستی ډاکټران خلکو او ناروغ لرونکو لپاره د معیاری او اساسی خدمتونو د وړاندې کولو ژمنې کوی او وایی، چې تر دې وروسته به د بې وزله او اړمنو ناروغانو د یوې برخې وړیا درملنه کوی، خو بل لوری ته ځایی خلک اړوندې حکومتی ادارې په دې تورنوی، چې د روغتیایی سکټور منظم کنټرول او څارنه نشی کولی او له همدې کبله د روغتیا برخه هم تر ډېره تجارتی شوې ده.

له تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل او له مشال رادیو څخه چی  ددغه راپور په چمتو کولو او برابرولو کی یی مرسته کړیده دتل په څیر مننه کوو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا