گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی مشاعره اوله طالبانو دښؤونځیودپرانیستوغوښتنه!
خوست کی مشاعره اوله طالبانو دښؤونځیودپرانیستوغوښتنه!

خوست کی مشاعره اوله طالبانو دښؤونځیودپرانیستوغوښتنه!

د خوست ولایت د افغانستان په جنوب کی د پاکستان پولی ته ورڅیرمه  پرتو هغو لرغونو ولایاتو څخه شمیرل کیږی چی وګړی یی په فطری ډول د نوروپه وړاندی د تسامٌح او زغم له فرهنګ څخه برخه من دی.لږ مهال وړاندی چی لاخوست د ولایت کچی ته نه ؤرسیدلی اودیوی لوی ؤلسوالی مقام یی درلوده د خوست ښار دبیلا بیلو مذهبونو او افغانی قومونودیووالی عملی سمبول ګڼل کیده.داسی چی د خوست ښارسره نږدی دهندوانو په نوم یوه لوی کلی چی هلته په لسګونو په هندو مذهب باورمندوکورنیو ژوند کاوه وجود درلود . همدغه شانی د افغانستان له لیری ولایاتو اوسیمو څخه شیعه مذهبه او فارسی ژبی وګړی هم د خوست په لرغونی ښارګوټی کی استوګنه درلوده تردی چی ددغه سیمی د اوسیدونکو سره یی دخپلوې اړیکی ټینګی کړی وی .

هلته چی د افغانستان په زیاتره ولایتونو کی د نجونو ښونځی موجود نه ؤ د خوست ښار ته څیرمه د نجونو لومړنی ښوونځی موجود ؤ نو ځکه خو ویلای شو چی د خوست اوسیدونکی په ښوونه او روزنه مین اولس دی چی د معاصرتاریخ په زړه کی د علم پرورۍ لوی بیلګی لری . د آزادی او مشال  رادیو تکړه او منورلیکوال او خبریال محترم نجیب الله الوخیل چی نواندیشی منبر هم خوست ولایت  او ور پوری تړلیو سیمو راپورونه په قدردانی سره خپروی داځل د همدغه لیکوال او خبریال اوخیل صاحب هغه راپور خپروو چی د خوست ولایت مربوط د مندوزیو او اسمعیل خیلو سره نږدی د ورزی په سیمه کی د “ټن غر” په نوم د کلنۍ دودیزه مشاعری څخه یی برابر کړی او تر موږ رارسیدلی دی . له ښاغلی الوخیل او آزادی مشال رادیو څخه په مننه یی تاسو درنو لوستونکو او اوریدونکو ته وړاندی کوو .

داد خوست ولایت اړوند اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ دؤرزی په ښیرازه او زرغونه سیمه کی د “ټن غر” څلورمه کلنۍ مشاعره ده چی د یادی سیمی د ځوانانو او فرهنګیانو په نوښت جوړه شوی وه . په دی مشاعره کی د خوست دبیلابیلو ولسوالیواو سیمو  سربیره دیو شمیر نورو ولایتونو شاعرانو او دفرهنګ او ادب مینه والو هم پکی برخه آخیستی وه . په دی مشاعره کی یوه تن شاعر جهانزیب جوهر طالبانو ته په خطاب کی د شعر په ژبه داسی وویل :د”ټن غر” د کلنۍ مشاعری جوړول د خوست د ؤرزی سیمی د ځوانانو خپل نوښت دی چی په خپلو محدودو امکاناتو ادبی ناستی تعبیه کوی چی په هغی کی د ډیرو لیرو او نږدی سیمو فرهنګیان ګډون کوی . ددغه غونډی یوه تن جوړونکی ددغه شان مشاعرو د جوړولو د موخو په هکله وویل چی ددغه شان غونډو له جوړیدو مو هدف دادی ترڅو هغه پټ د ادب ستوری چی نا څرګنده وی د سکرین او ستیج   مخی را ؤباسو ترڅو په ادب کی ښه کار ترسره کړی او ددی سره په څنګ کی دوهمه موخه مو داده چی تر ځوانان د یووالی او اتفاق لپاره وهڅیږی  او کار ترسره کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا