گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست تـــرانزیــــتی جغـرافیـــا داقـتـصـادی ناخوالوپه لومـه کــــی!
دخوست تـــرانزیــــتی جغـرافیـــا        داقـتـصـادی ناخوالوپه لومـه کــــی!

دخوست تـــرانزیــــتی جغـرافیـــا داقـتـصـادی ناخوالوپه لومـه کــــی!

د خوست ولایت چارواکی وایی، چې د غلام خان بندر د بېرته پرانېستلو وروسته د سوداګریزو توکو او مالونو وړل، راوړل ډېر شوی، خو دوی هڅه کوی چې د افغان دولت له اوسنۍ پالیسۍ سره سم دا سوداګری دواړو لورو ته یو ډول شی.

چارواکی وایی، چې پدې لنډه موده کې د غلام خان بندر میاشتنی ګمرکی عواید ۵۴ میلیونه افغانیو ته لوړ شوی او دوی تمه لری، چې د عوایدو دا کچه به د هرې میاشتې په تېریدو سره نوره هم لوړه شی.

چارواکو یادې څرګندونې نن د چارشنبې په ورځ د ګمرک په ریاست کې د توکو د لابراتوار لپاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.خوست والی پوهندوی حکم خان حبیبی وویل، چې د غلام خان لارې له بېرته خلاصولو وروسته د ګاډو تګ او راتګ ډېر شوی، خو هڅه یې داده چې دا تګ او راتګ دواړو لورو کې یو ډول شی.ده وویل، غواړی لکه څرنګه چې د پولې د پورې غاړې سوداګر دې ځایه ته راځی، په همدې توګه افغانی سوداګر او پانګوال هم وکولای شی، د پولې پورې غاړې ته ولاړ شی او په ازادانه توګه سوداګری وکړی.

د خوست د ګمرک رییس وایی، چې اوس هره ورځ تر څلوېښتو پورې لوی بارداره ګاډی د غلام خان پر بندر تګ او راتګ کوی او لدې درکه د ګمرک عواید ډېر شوی دی.ده وویل، په تېره یوه میاشت کې یې عواید ۵۴ میلیونه افغانۍ ول او دوی تمه لری چې د ولایتی ادارې په پاملرنې سره به د هرې میاشتې په تېریدو ګمرکی عواید نور هم ډېر شی.

د اقتصادی چارو کارپوه نواب امیرزی وایی، کچیرې د غلام خان بندر رسمی ترانزیټ شی او دلته د ترانزیټ هغه نړیوال نورمونه تطبیق شی، او مقابل لوری دا اصول پر ځانونو ومنی او پدې توګه د دې ځای ګاډو ته هم هلته په ازادانه د تګ او راتګ اجازه ورکړل شی، نو اوسنۍ سوداګریزې اړیکې او لدې لارې ګټه به به نوره هم ډېره شی.ښاغلی امیرزی زیاتوی، چې خوست په خپله په طبیعی لحاظ یوه ترانزیټی جغرافیه ده او دې لپاره لږ کار په کار دی او شک نشته چې په راتلونکې کې به خوست په ډېر لوی ترانزیټی مرکز بدل شی.

یاده دې وی، چې غلام خان بندر د پاکستان د حکومت له لوری د ضرب عضب تر عملیاتو وروسته خواوشا څلور کاله په یو اړخیز ډول تړل شوی وو، چې د روان کال د مارچ په اولو ورځو کې بېرته دا لاره په امتحانی ډول خلاصه شوه.د غلام خان په سیمه کې څو کاله مخکې د ګمرک او د پولیسو د کمیساری لپاره مجهز تاسیسات جوړ شوی او د ګمرک وسایل په کې نصب شوی دی، خو تر اوسه فعال شوی نه دی.

د آزادی رادیو د مشال څانګی او همدا شانی د لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل صاحب او دملی رادیو تلویزیون څخه په زیاته مننه :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا