گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوال اوله کتاب سره مینه !
خوستوال اوله کتاب سره مینه !

خوستوال اوله کتاب سره مینه !

د افغانستان د خوست ځوانان، روڼ اندی او مدنی فعالان وایی، چې د پخوا په پرتله په یاد ولایت کې کتاب لوستنه ډېره شوې، خو په ټوله کې په پښتو ژبه د ټکنالوژۍ، ساینس او نورو علمی او ټولنیزو برخود کتابونو د کمښت ستونزه موجوده ده.دوی یادې څرګندونې د اپریل پر۲۳مه چې د کتاب د نړیوالې ورځې سره برابره وه،

مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.ځوانانو او فعالانو زیاتوله، اوس تر ډېره ځوانان چې په ترکیب کې یې ښځې او نجونې هم شاملې دی، د کتاب لوستنې په اهمیت پوۍ شوی او هڅه کوی، چې لږ تر لږه په یوه برخه کې مسلکی زده کړې ولری.

په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر جاوید خان وویل، د راتلونکې مشری د هغو خلکو ده، چې د نن ورځې ښه لوستونکی دی.نوموړی زیاتوی، کتاب لوستنه د یو کس فکر، پوهې او مالوماتو ته وده ورکوی او همدې اهمیت ته په کتو تر پخوا د کتاب لوستونکو شمېر زیات شوی دی.په ټوله کې په پښتو ژبه د علمی او ټولنیزو کتابونو کمښت هغه ستونزه ده، چې ډېر کله په بحثونو کېورته د پاملرنې غوښتنه شوې ده.د شفیق لکڼوال په نوم یو مدنی فعال وویل، چې پدې ژبه په اول ګام کې په پښتود ښوونیز نصاب او بیا دا نورکتابونه لږ دی.ښاغلی لکڼوال زیاتوی، په پښتنی ټولنه کې باید د هغو کتابونو چاپ ته پاملرنه ډېره شی، چې دخلکودفکرونو دانکشاف اوروښانولوسره مرسته کوی.جمال ناصر اصیل زوی د هغو ځوانانو له ډلې دی، چې د یاد ولایت په څو پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو کې د انګریزی ژبې او ټولنیزو علومونو تدریس کوی.دی وایی، پښتو ژبې ته په هغه اندازه چې اړتیا ده، کار نه دی شوی.ښاغلی اصیل زوی د ټولنې له علمی او اکاډمیکو کسانو غواړی، چې پدې برخه کار وکړی او دا ژبه په علمی لحاظ دومره غنی کړی، چې د نورو ژبو ویونکی یې زده کړې ته اړتیا محسوسه کړی.په پښتو د کتابونو د کمښت ستونزه تر نورو محصلانو او د علمی موسساتو کارکوونکو ته ښه مالــومـیږی.   د محمدعمر په نوم د شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل هم وایی، که چیرې په پښتو ژبه کې د اړتیا وړ علمی، اکاډمیک او نور کتابونه نه وینی، نو بیا نشی کولی یوه علمی موضوع په پوره ډول وڅیړی او د نورو محصلانو قناعت حاصل کړی.د خوست ځوانان وایی، چې کتاب لوستنې په ځوانانو کې دا توپیر هم راوستی، چې اوس بحثونه له هغه روایتی حالته راوتی او هر څوک کوښښ کوی، چې عملی او کتابی بحث ولری.د شمس الحق په نوم د خوست یو اوسیدونکی همدا مساله یادوی او وایی، چې په اوس وخت کې تر ډېره په مجلسونو کې علمی بحثــونونه ته ډېره تــــوجه کیږی.د پوهنتون درې تنه نورمحصلان حمیدالله روان، سجاد او زرد خان وایی، چې د کتاب په اندازه بل ملګری هېچا ته ښه مالومات نه شی ورکولی، کتاب کې هغه خبرې دی، چې په نورو ځایونو کې نه موندل کیږی.دوی زیاتوی، دکتاب په مطالعې سره د نورې نړۍ په حالاتوهم خبریدلی شی او دوی تکل کړی، چې د ژوند د پام وړ برخه به په مطالعه کې تیروی.

یاد محصلان وایی، د بلې ژبې زده کول یو کمال دی، خو چا چې خپله ژبه نه وی زده، نو خپل مسوولیت به یې نه وی اداء کړئ.یاده دې وی، د کتاب نړیواله ورځ په لومړی ځل د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان لخوا د ۱۹۹۵ زیږدیز کال د اپریل په ۲۳ مه رامنځته شوه او دا مهال یاده ورځ په څه باندې سلو هېوادنو کې لمانځل کیږی.پدې ورځ د کتابونو چاپونکې ادارې، کتاب پلورنځیو مالکان او د کتاب لوستونکی په ګډه دې هدف لپاره کار کوی، چې په نړۍ کې د کتاب مینه وال ډېر شی

له لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل او د آزادی رادیو څخه په زیاته مننه :

له خوست څخه خپریدونکی انعکاس رادیو تلویزیون څخه هم مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا