گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستی میرمنی اودسولی ټیکرۍ!
خوستی میرمنی اودسولی ټیکرۍ!

خوستی میرمنی اودسولی ټیکرۍ!

دسه شنبی په ورځ لسګونو خوستیو پیغلو اومیرمنو دجګړی له ښکیلو خواؤوغوښتل چی په دی هیواد کی دتل پاته سولی لپاره بین الافغانی خبری وکړی دوی چی په لومړی ځل د اختر په درېیمه ورځ د خپلواکۍ د سلمی کالیزی په ویاړ سلګونو ښځو سره د سولې اختریز ټکری تر نوم لاندې یوه برنامه کی راټولی شوی وی دا هم وویل چی دجګړی دوام به ښکیلو خواؤ ته په راتلونکی کی له پښیمانۍ پرته هیڅ ګټه په لاس ورنکړی .

مدنی فعالی محبوبه سعادات وویل ترهغه چی په افغانستان کی دجګړی ښکیلی خواوی دسولی خبری او جوړ جاړۍ ونه کړی سوله نه شی راتللی ، دسولی ټکری دبرنامی ښځینه ګډون والو د افغانستان له ملی بیرغ د رنګونو جوړ ټکری پرسر کړی ؤ .

 خوست میشته هندوان او سیکان هم دخپلواکی کالیزه په آتڼونو سره نمانځی  

دخوست دولایتی شورا غړی لعل بی بی عمری وویل چی ښځی هیڅکله هم جګړه نه غواړی ځکه جګړه ورڅخه دکورنۍ غړی آخلی . …دسولی ټکری په دی غونډه کی یوشمیرپیغلودسولی په باب برابری کړی مقالی ولوستی،دسهیلا نوری په نوم یوی فعالی په خپله مقاله کی سوله دژوند ډالۍ اوله بدمرغیو څخه دخلاصون یوړازینی لاره ؤبلله 

همدا شان په دی پرتمینه غونډه کی دخوست والی محمد حلیم فداېی چی دسولی ټیکری د پروګرام تابیا یی کړی وه ددی پروګرام دموخو په تړاؤ وویل چی زموږه دسولی داختریز ټیکری اساسی پیغام دادی چی په جګړه کی نه سوله شته ،نه اختر شته او نه زموږ دخویندو ټیکرۍ خوندی دی .د ښځو ټیکرۍ دا ددوی عفت دی دا ددوی عزت دی او دغه عزت متأ سفانه هغه خلک چی په جګړه باندی اسرار کوی دغه ټیکری ته بی حرمتی کوی ، بی عزتی کوی …دسولی ددغه پرتمینی غونډی ښځینه  ویناوالودافغانی سولی په هکله له مذاکره کونکو هم وغوښتل چی د سولی په  خبرو اترو کی ښځو ته ونډه ورکړی ددغه پرتمینی غونډی په پای کی یوشمیر مخکښو ښځو او مدنی فعالانو ته د افغانستان دخپلواکۍ د بیرته ګټلو دسلمی کلیزی په ویاړ دولایت مقام له لوری ستاین لیکونه ورکړل شول .  

ددغه راپورپه چمتوکولو کی له آزادی رادیو ،تکړه لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل او د خوست ولایت د رسنیو له دفتر څه دزړه له کومی مننه کوو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا